د ژوند خوند په ادبیات کې دی

که ادبیات ددې لپاره واییي چې تاته د ډوډۍ درکړې؛ نو څادر دې له ځمکې ټول کړه، ټک یې وهه، په اوږه یې در واچوه، ځه الله د مل شه ځکه ادبیات د مادیاتو پوهنځۍ نه بلکې د معنویات ده، ادبیات انسان د ژوند په پټو رازونو څخه خبروي یعنې د ژوند ټول خوند په ادبیاتو کې دی؛ خو دا خوند هر څوک نه شي درک کولای، ددغه خوند د درک لپاره خوار زیات ریاضت ته اړتیا ده تر څو په هغه پټو رازونو ځان پوه کړي چې تر اوسه ورڅخه ناخبره یا هم تر اوسه چا نه وي کشف کړي.

ادبیات زړه ته سکون ورکوي، یوې نا ارامه ارواح ته قرار پیدا کوي، زخمي زړونه ټکوره وي، کاڼي زړونه ویلي کوي، نفرتونه ختموي، ناویل شوې خبرې درباندې کوي، روح او روان دې ارامه کوي د اوښکو پر ځای له مینې ډک تبسم مو په شونډو خوره وي، ادبیات انسانان نه پرېږدي چې د بڼو په مزیو یې ګرمې اوښکو په اننګو کښته شي، یوازې ادبیات کولای چې د سخت دریځۍ او وحشت مخه ونیسي.

دا نن سبا چې زموږ په ټولنه کې زیاتره شاعرانو ته د ډم او لیکوال ته د بیکاره شخص خطاب کېږي دا په اصل کې دوی د ادبیات له بحر څخه په تنده کې لرې پاتې شوي دي، نه دي پرېښودل شوي چې ادب په حقیقي مانا وپیژني.

موږ زیاتره کسان په ټولنه کې لرو چې ادبیات یې لوستي؛ خو په خاورو در خبر نه دي کله چې عوام وګړي دغه ډول کسان ویني؛ نو له ادبیاتو کرکه کوي یا هم همدا لوستی شخص په ټولنه کې داسې رفتار کوي چې د هغوی خلکو له طبیعت سره په تضاد کې وي؛ نو دلته د ادبیاتو په وړاندې د خلکو احساسات راپاروي.

دا خو معلومه خبره ده چې ادبیات له یوه وحشي ځناور څخه سم انسان جوړه وي، یو سخت زړی په زړه سوانده انسان بدلوي، له یوه ځانیخوده شخص څخه ټولنیز شخصیت جوړه وي، یو بې مینې په مینه ناک شخص بدلوي دا په هغه صورت کې چې د ادب تدریس کوونکی د ادب له روح سره اشنا وي کنه چې یو څوک چې خپله د ادب له روح نا اشنا وي د هغوی څخه د ادبیاتو د ښه روزونکي تمه کیدای شي؟

ادبیات د انسانیت، اخلاقو او شخصت روزنې پوهنځۍ ده، د اسلام ستر لارښود فخر موجودات سرورکائنات حضرت محمد ص تر ټولو ستر ادیب و، ځکه د هغې مبارکو ویناوو، کړو وړو، ناست پاستې سړی دومره اغیزمن کولو که به یې د اسلام په مبارک دین اېمان نه درلود؛ نو اېمان به یې راوړلو، یوه ریښتني ادب ته هم په کار ده چې خپل سیرت داسې جوړ کړي او په قران عظیم الشان کې رب تعالی ورته فرمایلي دي« بیشکه ته د لوړو اخلاقو خاوند یې» نو موږ ته لازمه ده چې ادبیات د ادب لپاره ولولو.

خپلې خبرې د کابل پوهنتون استاد اجمل ښکلی په دې خبره راټولوم « هغه کسان چې ادبیات یې د ژوند لپاره نه بلکې د ډوډۍ پیدا کولو لپاره لوستي وي داسې کسان خو پرې شاید وظیفه هم پیدا کړي؛ خو له ادبیاتو څخه به داسې استفاده ونه کړي کومه چې د ادبیاتو ورڅخه موخه ده».