تر ۲۰۴۸ زيږديز کال پورې به د روباټونو شمېر له انسانانو هم زيات شي

دا وړاندوينه چې ګواکې يوه ورځ به د نړۍ کنټرول روباټونه په لاس کې واخلي د ډېرو په باور يو خوب او خيال دی؛ مګر په دې وروستيو کې ځينو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۴۸ زيږديز کال پورې ښايي دا حالت رامنځته شي.

د ډاکتر ايان پيرسون په خبره د ځمکې پر مخ د روباټونو شمېر به په راتلونکو دېرشو کلونو کې له ۵۷ مېليونو ۹.۴ مېلياردو ته لوړ شي.

ډاکتر پيرسون چې يو انګلېس رومان ليکونکی، د راتلونکې پېژندنې څېړونکی، انجينر او مخترع دی ويلي روباټونه کولی شي تر ۲۰۲۸ زېږديز کال پورې له مصنوعي هوښ هم برخمن شي، نوموړي ادعا کړې چې د وړاندوينو پر اساس يې په کلني ډول د يو پر پنځه په اندازه د نړۍ د روباټونو په شمېر کې زياتوالی راځي. که د روباټونو د زياتوالي بهير تر دې زيات شي، نو کولی شو ووايو چې تر ۲۰۳۳ زېږديز کال پورې به د هغوی شمېر د انسانانو له شمېر هم واوړي. تر دې مهاله په دې اړه بېلابېلې څېړنې شوې چې ګڼ خلک يې په کاري چاپېريال کې د هغوی له زياتېدونکي شمېر اندېښمن کړي او خبرداری ورکوي چې د روباټونو له کبله به د توليد سيمو، مالي برخو، لېږد رالېږد او نورو برخو ته سخت زيان ورسيږي.

يوازې دا تېره اونۍ د انګلستان بانک مدير مارک کارني خبرداری ورکړ، چې اتوماسيون کولی شي په دې هېواد کې ګڼ کاري فرصتونه له منځه يوسي او ټولنيزې نا انډولۍ رامنځته کړي.

د هغې ټولپوښتنې له مخې چې تازه له دوه زره کسانو ترسره شوې د هرو لسو نفرو له ډلې اوه نفرو (۷۱ سلنه) د مصنوعي هوښ لرونکيو روباټونو د جوړېدو په اړه اندېښنه ښودلې او له هرو لسو نفرو څخه شپږ نفره (۵۹ سلنه) په دې باور دي چې روباټونه د بشريت پر وړاندې ستر ګواښ دی. څېړنې ته په کتو له نيمايي ډېر کسان (۵۴ سلنه) باور لري چې پوهان نه شي کولی روباټونو ته مصنوعي هوښ ورکړي.

همدارنګه له يادو دوه زره کسانو دا پوښتنه هم وشوه چې د روباټونو د زياتېدو په اړه دوی له څه شي ډېره وېره لري، نږدې نيمايي کسانو (۴۳ سلنه) وويل دوی ويريږي چې ښايي روباټونه د ټولنې کنټرول په لاس کې واخلي. ۳۷ سلنه يې له دې ويرېدل چې ښايي له انسانانو هوښيار روباټونه هم جوړ شي؛ ۳۴ سلنه يې دا اندېښنه ښودلې چې روباټونه به دوی ته د کارموندنې په برخه کې خنډونه جوړ کړي.