کله چې د اقتصاد په نړۍ کې د نړيوالتوب (Globalization) کلمه اورو، په دې خبره اعتراف کوو چې نړيوالتوب نننۍ نړۍ د حيرانوونکو اقتصادي او سوداګريزو بدلونونو پر لوري بېولې، دا په دې مانا چې سوداګريزو اړيکو او اقتصادي پرمختګونو لومړی د هېواد په د ننه کې کوچني پړاوونه وهلي او له هغې وروسته د هېواد له پولو ورهاخوا د نړۍ تر څلورو کونجونو رسېدلی د وخت په تېرېدو سره دا سوداګريزې اړيکې او اقتصادي پرمختګ داسې چټک ګامونه اخيستي چې تصور يې هم نه شو کېدای، نړيوالتوب نړۍ بدله کړه، ځينې هېوادونه يې په سترو اقتصادي او نظامي ځواکونو بدل کړل او ځينې يې بيا تر خپلې وسې پورې وځپل، له دوه نړيوالو جګړو راپدېخوا د هېوادونو ترمنځ د کاري ځواک، تکنالوژۍ او پانګې لېږد په چټک ډول زيات شو، په بېلابېلو هېوادونو کې د لويو پانګونو سبب وګرځېد، يا که په لنډ ډول ووايو نړيوالتوب د نړيوالو ترمنځ دوه اړخيزې اقتصادي اړيکې رامنځ ته کړې. په هر صورت دا يو ځانګړی بحث دی، دلته ترې ځکه يادونه وشوه چې برېښنايي سوداګري هم د همدغه نړيوالتوب زېږنده ده، هغه مهال چې د نړيوالتوب په پايله کې کارې ځواک د هېوادونو تر منځ لېږد رالېږد وموند، ځينې نوښتګر فکرونه د لويو او حيرانوونکو پنځونو سبب شول، د سوداګرۍ او کاروبار بڼه يې په بشپړ ډول بدله کړه، نوي اختراعات او نوښتونه د دې سبب شول چې په لويه کچه اقتصادي خوځښتونه پيل او د نړۍ تر ګوټ ګوټ پورې ورسيږي.
د انترنېټ او ځينې نورو برېښنايي سيستمونو منځ ته راتګ برېښنايي سوادګرۍ ته لاره برابره کړه، اوسمهال ډېری کاروباريان د خپلو توکو د پېر او پلور لپاره له برېښنايي وسيلو کار اخلي، چې دې کار بشري ژوند له ډېرو آسانتيآوو سره مخ کړی؛اوس د خپلو سوداګريزو مالونو څخه د خبراوي لپاره نه اړ کيږو چې په ساعتونو، ورځو او اونيو انتظار وکړو، اوس په ډېره ساده بڼه له خپل موبايل ټليفون کار اخلو، برېښناليک استوو او د نړۍ ډېرو ليرو سيمو ته په ډېره لږه موده کې د بانک له لارې پيسې لېږدوو، اوس ډېره اړتيا نشته چې د اړينو توکو د رانيولو په موخه بازار ته وخوځيږو بلکې برېښنايي کاروباريان زموږ د اړتيا وړ توکي په ډېر لنډ وخت کې زموږ تر کوره رارسوي، يا په بله اصطلاح برېښنايي سوداګري زموږ غوښتنو ته چټک ځواب وايي، خو دا بايد هېره نه کړو چې د برېښنايي سوداګرۍ پرمختيآيي حالت په هر هېواد کې يو له بل سره توپير لري، دا چاره په زياتره امريکايي او اروپآيي هېوداونو او همدارنګه په ځينو آسيآيي هېوادونو کې معموله ده، په واشنګتن او لندن کې د برېښنايي سوداګرۍ لمنه ډېره ارته ده، خو کابل بيا له دې ښېګڼو بې برخې دی، هلته برېښنايي سوداګري په يو دود اوښتې خو دلته بيآ د خپل ماشومتوب ګامونه اخلي.
دا چې ولې په امريکايي او اروپآيي هېوادونو کې برېښنايي سوداګرۍ وده کړې او برعکس ځينې نور هېوادونه په دې برخه کې له ستونزو سره مخ دي، زما په اند لاملونه يې ډېر څرګند دي، په هغه هېوادونو کې هر اړخيز پرمختګونه د دې سبب شوي چې اقتصادي نړۍ بدله کړي د بېلګې په ډول ټولنيزو او سياسي حالاتو ته په کتو د اقتصادي ثبات شتون او له اقتصادي زېرمو څخه مناسبه ګټه اخيستنه، پر اقتصاد متمرکزيت، نړيوالې اقتصادي او سياسي سيالۍ او ټکنالوژيکي پرمختګونه د دې سبب شوې چې نږدې ټوله سوداګري په برېښنايي سيستمونو کې راونغاړل شي.
اوسمهال په نړۍ کې ګڼې داسې برېښنايي سوداګريزې شبکې شتون لري چې په نړۍ کې يې اقتصادي انقلاب رامنځ ته کړی، د لومړي ځل لپاره د امازون (Amazon) برېښنايي سوداګرۍ ته ملا وتړله، د کتابونو له پلور يې پيل وکړ چې دا مهال يې د بېلابېلو توکو لويې سوداګرۍ ته مخه کړې.
هغه هېوادونه چې له برېښنايي سوداګرۍ کار اخلي، په حقيقت کې د پلورونکو او مشتريانو تر منځ د اړيکو د ټينګښت لپاره کار کوي، وړاندې مې هم يادونه وکړه چې دا ډول سوداګري د وخت د سپما سبب کيږي، همدارنګه د اضافي او بېځايه لګښتونو مخنيوی کوي له دې سره په څنګ کې د پېر او پلور تر منځ نظم او انډول رامنځ ته کوي.
د برېښنايي سيستمونو په واسطه کولی شو چې د مشتريانو د رضايت، د هغوی د شمېر او نظرياتو څخه په آسانۍ سره خبراوی تر لاسه کړو او همدارنګه د خپلو توليداتو په کچه کې د کمښت يا زيادښت په اړه کره تصميم ونيسو چې دا کار په ټوليزه توګه په يو هېواد کې د کاروبارونو د نظم او اقتصادي پرمختګ سبب کيږي.
په نننۍ نړۍ کې د بانکونو فعاليت د بريښنايي کاروبار هغه ډول دی چې اقتصادي چارې يې چټکې کړې، سوداګرۍ ورسره د پام وړ پر مختګ کړی او د سوداګرو د مالي ستونزو په حل کولو کې يې مرسته کړې او د دوی د پانګو او مالي شتمنيو د خونديتوب لپاره يې مناسبه فضا رامنځ ته کړې.
نن سبا د بريښنايي سيستمونو څخه د بازارموندنې د غوره وسيلې په حيث ګټه اخيستل کيږي، انترنيت او نورې برېښنايي شبکې د بازارموندنې لپاره غوره فرصتونه رامنځ ته کړي چې د کاروبار له غوړېدو سره يې د پام وړ مرسته کړې، داسې چې کاروباريان نه يوازې د خپلو توکو د پلور لپاره برېښنايي سيستمونه کاروي بلکې د نويو مشتريانو د موندلو لپاره هم کار ترې اخلي؛دا مهال برېښنايي سوداګري د نړيوالو کاروبارونو لويه برخه تشکيلوي، د پلورونکو او پېرودونکو ترمنځ اړيکې او راکړې ورکړې له همدې لارې سمباليږي.
په پای کې ويلی شو چې برېښنايي سوداګري د هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره يوه ستره اړتيا ده، زموږ په ګران هېواد کې هم دا اړتيا محسوسيږي چې نور سوداګريز سيستم په تدريجې ډول له ساده بڼې څخه عصري بڼې ته واوړي.
وروستي