مقاومتي اقتصاد څه شی دی؟ 

مقاومتي اقتصاد چې په انګليسي ژبه کې ورته (Resilient Economy)  يا (Resistive economy)  وايي،  دا  د  اقتصاد په نړۍ کې نوې کارېدونکې کلمه ده،  کله چې په ۲۰۰۷زېږديز کال د اسرائيلو له لوري د غزې د کلابندۍ پر مهال د خوراکي توکو د کمښت ستونزه محسوس شوه نو ورسره په خوا کې د صادراتو په کچه کې د کموالي  موضوع مطرح شوه، دا هغه وخت و چې  مقاومتي اقتصاد ته هم پام ور واوښت، په ايران کې په ۱۳۸۹ لمريز کال د مقاومتي اقتصاد کلمه و کارېده، دا ځکه چې ايران هم له ورته ستونزو سره مخ و. 

هغه مهال چې د دوه يا څو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سياسي اړيکې ترېنګلي شي نو په داسې حالاتو کې ښکېل هېوادونه هڅه کوي چې په مقابل لوري اقتصادي او سوداګريز بنديزونه ولګوي، په دې وروستيو کې د لويديځې نړۍ له لوري په ايران باندې د ايران د هستوي پروګرام  لانجه د داسې بنديزونو سبب وشوه، دا بنديزونه د ايران د صادراتو او وارداتو پر وړاندې لګول شوي وو. 

اوس پوښتنه دا ده چې مقاومتي اقتصاد څه شی دی؟ 
په يو هېواد باندې د لګول شويو اقتصادي او سوداګريزو بنديزونو پر وړاندې د غبرګون ښودنې تګلاره مقاومتي اقتصاد راښيي، تر هغه پورې چې په يو هېواد داسې بنديزونه لګول شوي وي نو اقتصاد له رامنځته شوي حالت سره سر جنګوي او دا جنګ په غزېدلې بڼه صورت مومي نو ځکه خو په پښتو کې د مقاومتي اقتصاد لپاره د غزېدونکي يا څښېدونکي اقتصاد کلمه هم کارولی شو. 

په عمومي ډول پرمختللي او له اقتصادي اړخه مخکښ هېوادونه د داسې بنديزونو پر وړاندې د مقاومتي اقتصاد له تګلارې څخه کار اخلي داسې چې ډېره تکيه يې پر کورنيو توليداتو وي او د صادراتو په برخه کې هم کمښت راولي دا ځکه چې دوی د خپل اقتصاد پر وړاندې پراته خنډونه وينې او هڅه کوي چې مصرفي توکي د يوازې د کورنيو لګښتونو لپاره زېرمه کړي، نو په دې صورت کې طبيعي خبره ده چې د وخت په تېرېدو د يو هېواد اقتصاد تر وروستي حده پورې ځپل کيږي او هغه ګټه له لاسه ورکوي چې د صادراتو او وارداتو څخه يې لاسته راوړي، همدارنګه ورو ورو هغه کورنۍ اقتصادي زېرمې هم په لګښت رسيږي چې د وګړو اړتياوې مرفوع کوي، خو بايد وويل شي چې په يو هېواد باندې اقتصادي او سوداګريز بنديزونه  متفاوت وي؛ ځينې وخت يوازې پر صادراتو او ځينې وخت دې هېواد ته په واردېدونکو توکو باندې لګول کيږي او د مودې له پلوه هم يو له بله سره توپير لري خو هغه مهال چې په ټوليز ډول پر صادراتو او وارداتو بنديزونه ولګول شي اقتصاد له ستر ګواښ سره مخ کولی شي يا په بله ژبه اوږدمهاله او ټوليز بنديزونه د اقتصاد وينې څښي او اقتصاد له پښو غورځوي، خو دا هر څه د مطلوب هېواد له اقتصادي او سياسي حالت، توليداتو، کرهڼې او صنعت سره تړاو لري. 

په افغانستان کې له ګاونډيو هېوادونو سره د پولې د تړلو په صورت کې د ځينو توکو په بيه کې د لوړوالي ستونزه ځکه محسوسيږي چې دې هېواد تر ډېره د بهرنيو هېوادونو په توليداتو ډډه لګولې او د سياسي او اقتصادي کړکيچونو پر مهال د مقاومتي اقتصاد د کړنلارې په پلې کېدو کې هم له ستونزو سره مخ کيږي. 

هېره دې نه وي چې د غښتلي اقتصاد پر مهال د هېوادونو سياست هم پياوړی وي او د بهرنيو  متقابلو سياستونو پر وړاندې ښه په زغرده مقابله کولی شي، په تېرو څو لسيزو کې په افغانستان کې روانو جګړو او ناخوالو له يو لوري زموږ کاري ځواک له پښو وغورځاوه، صنعت يې په ملا مات کړ، سوداګريزې کړۍ يې دړې وړې کړې، اقتصادي سرچينې يې وځپلې له دې سره په څنګ کې يې په ډېره لويه پيمانه د بهرنيو هېوادونو لاسوهنو ته زمينه برابره کړه، دې کار زموږ هېوادوال پرديو لاسونو اړ کړل او د غربت او فقر په درياب يې لاهو کړل؛ خو له ښه مرغه بايد ووايم چې په دې وروستيو کې ځينې نوي اقتصادي او سوداګريز فعاليتونه د پراختيا په حال کې دي، افغانستان ورو ورو پر خپلو کورنيو توليداتو تکيه کوي، نوې فابريکې او کارځايونه جوړيږي، په بېلابېلو برخو کې لويې او کوچنی پانګونې کيږي؛ نو په اقتصادي ډګر کې روان فعاليتونه زموږ د ښې  راتلونکې زيری راکوي. 

د دې لپاره چې زموږ ګران هېواد هم د نورو پر مختللو هېوادونو په شان د مقاومتي اقتصاد له کړنلارو کار واخلي او په ځينو عاجلو او بېړنو حالاتو کې له مخالفو هېوادونو سره ډغرې ووهلای شي نو لاندې څو ټکو ته په پاملرنه مو ډېر ژر دې موخې ته رسولی شي، بايد وويل شي چې افغانستان د اقتصادي پرمختګ او ودې لپاره مناسب فرصتونه او پراخه سرچينې لري او په ډېره لنډه موده کې خپلو سيالانو ته ماتې ورکولی شي. 

د کورنيو توليداتو په کچه کې زياتوالی، د صنعتي فابريکو جوړول، د وګړو له لوري د کورنيو توکو په لګښت رسول، له خپل پولي واحد څخه استفاده، د کرهڼيزو ځمکو پراختيا او د اوبو مهارول، د اوبو او برېښنا د بندونو رغول، د کروندګرو لاسنيوی، د کانونو راسپړل او له ځينو نورو ورته سرچينو څخه کار اخيستل د يو غښتلي مقاومتي اقتصاد د منځته راتلو تضمين کوي، له دې سره په څنګ کې له نړيوالو سره د ښو اقتصادي او سياسي اړيکو پالل هم له مقاومتي اقتصاد سره پوره مرسته کوي.