نړيواله سوداګري څنګه رامنځته شوه؟

د هېوادونو تر منځ  د هر اړخيزو ژورو اړيکو رامنځته کېدل حېرانوونکې موضوع نه ده، خو له دې اړيکو څخه منځته راغلي پرمختګونه او بدلونونه د حېرانتيا وړ دي.

دا چې نړيواله سوداګري د څه ډول اړيکو په پايله کې رامنځته شوه او د تاريخ په اوږدو کې يې کوم پړاوونه وهلي؟ په دې ليکنه کې يې په لڼډو ټکو کې بيانوو.

ويل کيږي چې د پخواني مصر اقتصاد په کرهڼه ولاړ و او په کوچنۍ کچه يې د يهودانو او يا د بابل له اوسيدونکو سره سوداګري کوله، يونانيانو له ميلاد څخه اوه پېړۍ وړاندې د مدېترانې پر بحري سوداګرۍ منګولې نښلولې وې، چې د کښتيو پر مټ به يې سوداګري کوله.

په منځنيو پېړيو کې سوداګرۍ چندان پرمختګ نه و کړی، په اروپا کې تر لسمې ميلادي پېړۍ پورې سوداګرۍ د پام وړ وده نه وه کړې، له يوولسمې تر پنځلسمې پېړۍ پورې سوداګرۍ د پام وړ پراختيا ومونده، له پنځلسمې پېړۍ را وروسته د سوداګرۍ نوې دوره پيل کيږي او په اوسنۍ معاصره دوره کې صنعتي انقلاب او د لېږد رالېږد پراختيا نړيوالې سوداګرۍ ته د پام وړ پراختيا وربښلې.

دا چې زموږ د بحث وړ موضوع نړيواله سوداګري ده، نو د دې موضوع په ماهيت او څرنګوالي بايد رڼا واچول شي، د هېوادونو تر منځ سوداګريزې اړيکې ځکه اړينې دي چې د دې اړيکو د پاللو په صورت کې د هېوادونو تر منځ د توکو او چوپړتياوو د تبادلې موقع برابريږي، همدغه اړيکې د دې سبب کيږي چې د توليد ټوله پروسه او په هغه کې ښکېل عوامل د هېوادونو تر منځ لېږد رالېږد ومومي او په دې ډول د وګړو اړتياوې رفع کړي.

د هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو شتون د دې سبب ګرځېدلی چې د نړيوالې سوداګرۍ په کچه او د لويو اوکوچنيو توکو په لېږد رالېږد کې د پآم وړ زياتوالی راشي.

سوداګريزې اړيکې د هېوادونو لپاره د لويو اقتصادي سرچينو حيثيت لري، دا ځکه چې د نړۍ ګوټ ګوټ ته د توکو او چوپړتياوو د لېږد بهير د دې سبب ګرځي چې د يو هېواد د ننه د توکو او چوپړتياوو په پراختيا تمرکز وشي، لويې او کوچنۍ فابريکې جوړې شوي، د منظم سيستم په چوکاټ کې کاري ځواک په کار واچول او يا په بله اصطلاح د توليد عوامل په اغېزمنه توګه په کار يوړل شي، دا کار په يو هېواد کې د اقتصادي تحريک او خوځښت سبب کيږي، دا خوځښت د وخت په تېرېدو سره په نړيواله کچه د اقتصادي بدلونونو سبب ګرځي، په دې ډول نه يوازې مطلوب هېواد اقتصادي ځواک تر لاسه کوي بلکې دا ځواک د نړۍ نورو برخو ته هم لېږدول کيږي.

دا هغه ټکی دی چې د نړيوالې سوداګرۍ د پراختيا زمينه يې برابره کړې ده.
دا چې ولې هېوادونه په نړيواله سوداګرۍ ډډه لګوي او ولې دا موضوع ورته مهمه ده؟ همدارنکه ولې ځينې هېوادونو هڅه کوي چې له نړۍ سره سوداګريزې پراخه کړي، د دې پوښتنو ځوابونه په اصل کې د نړيوالې سوداګرۍ د منځته راتګ لاملونه دي.

هغه لاملونه چې د هغه پر اساس نړيواله سوداګري رامنځته شوې په لاندې کرښو کې ورته اشاره کوو.
د هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لامل د هغوی تر منځ د اقتصادي جوړښت له مخې شته توپيرونه دي، تاسې وګورئ چې د توليد د عواملو اوله هغوی څخه د تر لاسه کيدونکو عوايدو له مخې د هېوادونو تر منځ لوی توپيرونه ليدل کيږي، د بېلګې په ډول که افغانستان او چين دوه هېوادونه په پام کې ونيسو، نو د اقتصادي جوړښت له مخې چين د افغانستان په پرتله ډېر متفاوت دی، چين د توليد د عواملو په پام کې ساتلو او له نړۍ سره د سوداګريزو اړيکو د شتون له کبله له افغانستان څخه ډېر وړاندې دی، چين د توليد له عواملو (ځمکې، کار او پانګې) څخه اغېزمنه او پر ځای استفاده کړې او هغه عوايد چې له صنعتي توليداتو څخه يې تر لاسه کوي، د دوی د سوداګرۍ کچې ته يې هم پراختيا ورکړې، چين د خپلو توليداتو لپاره له عصري او نوې تکنالوژۍ څخه کار اخلي ليکن افغانستان بايد تر اوسه دې پړاو ته نه دی داخل شوی نو په دې صورت کې افغانستان اړ دی چې د خپل ضرورت وړ توکي او خدمات له چين څخه تر لاسه کړي او په دې ډول يو سوداګريز جريان رامنځته کړي، همداسې د نورو هېوادونو تر منځ د اقتصادي جوړښت له مخې شته توپيرونه د سوداګريزو اړيکو سبب شوي.
نړيوالتوب د نړيوالې سوداګرۍ بل اصلي لامل دی، د دې لامل پر بنسټ د کاري ځواک لېږد رالېږد د نويو پنځونو سبب وګرځېد، ځينې هېوادونو چې له تخنيکي اړخه پرمختيا تر لاسه کړه ، اختراعات او نوښتونه يې وکړل، د طبيعي زيرمو استخراج ته يې زمينه برابره کړه، چې دې کار صنعتي انقلاب ته لاره پرانيسته، دا اختراعات او د صنعت نوی پړاو د دې سبب وګرځېد چې نورو سيمو ته خوځښت وکړي او سوداګريزې اړيکې رامنځ ته کړي، هېره دې نه وي چې ځينو هېوادونو په ډېره سپين سترګۍ سره د خپلو کورنيو اقتصادي ګټو د تر لاسه کولو په نورو هېوادونه يرغلونه وکړل.

د نفوسو ډېرښت هم د سوداګريزو اړيکو پراختيا ته لاره برابره کړه، داسې  چې د نفوس اکثريت د کار کولو وړتيا لري او د کاري ځواک په ډله کې حسابيږي نو په دې اساس هغه هېوادونه چې نفوس يې ډېر وي، د غښتلي کاري ځواک څخه برخمن وي، که له داسې وګړو ته په يو هېواد کې د ننه د کار او زيار زمينه برابره شي نو په اقتصادي پرمختګ کې د پام وړ رول لوبولی شي، تاسې وګورئ د چين، هند او امريکا د نفوسو کچه د نورو هېوادونو په پرتله زياته ده، همدا سبب دی چې دا هېوادونه له سياسي او اقتصادي اړخه غښتلي دي او له نورې نړۍ سره پراخه سوداګريزې اړيکې لري، برعکس هغه هېوادونه چې ډېر نفوس هم لري خو له هغه څخه پر ځای ګټه نه وي اخيستل شوې نو په دې صورت کې په هېواد کې د ننه پرته اقتصادي سرچينې بېکاره پرتې وي او دا هېواد اړ کيږي چې د خپلې اړتيا وړ توکي له نورو هېوادونو څخه وارد کړي او له نورو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې وپالي.

د پانګوال نظام حاکميت هم د دې سبب وګرځېد چې د شتمنۍ لويه برخه د ځانګړو کسانو په لاسونو کې پاتې شي، دا چاره د نړۍ په زړه کې د اقتصادي نا انډوليو سبب وګرځېده د نړۍ ځينې اوسيدونکي مطلق فقر تر مخه کړل او ځينې يې بيا نور هم شتمن کړل، دې تفاوت هم د سوداګريزو اړيکو جريان چټک کړ، په دې وروستيو کې د آکسفام له لوري په تازه خپاره شوي راپور کې ويل شوي چې د نړۍ د نفوس له نيمايي څخه زياته شتمني يوازې د اتو کسانو په لاسونو کې ده، ويل کيږي چې که دا عوايد د نړۍ پر بېوزلو وويشل تر ډېره پورې به د نړۍ پر مخ د بېوزلۍ ستونزه له منځه لاړه شي.

بايد ووايو چې د سوداګريزو اړيکو د منځته راتګ په هکله بېلابېل نظريات شتون لري د کلاسيکانو سرکښ آدم سميت چې د اقتصاد د پلار لقب ورکړل شوی، مطلق مزيت د دې سوداګرۍ د منځته راتګ سبب ګڼي، د آدم سميت په نظر د هېوادونو تر منځ سوداګري چې د کار د وېش او تخصص په اساس منځته راغلې ده د دواړو لوريو په ګټه ده،  د آدم سميت په باور که چېرته يو هېواد د بل هېواد په نسبت د يوه جنس د توليد په برخه کې زياته وړتيا ولري خو د بل جنس د توليد په برخه کې تر بل هېواد لږه وړتيا ولري نو د دوی تر منځ د سوداګريزو اړيکو د منځته راتګ لامل کيږي چې دواړه هېوادونه ورڅخه ګټه تر لاسه کوي.

هغه مهال چې نړيواله سوداګري په خپلو لومړيو پړاوونو کې وه، قيمتي فلزات لکه سره زر او سپين زر د سوداګرو تر منځ د پيسو په حيث کارېدل، هغه مهال سره او سپين زر په پراخه ډول په سوداګريز جريان کې غورځيدلې وو، دا هغه حالت و چې تر خپله حده يې د هېوادونو تر منځ د اړيکو د خرابوالي او يوازې د سوداګرو په لاس کې په خپلواکه توګه د شتمنيو پاتې کېدو ته لاره برابره کړه، ځواکمنو هېوادونو او سوداګرو به د خپلو خېټو د مړولو لپاره د نورو وګړو په اقتصادي حقوقو پښې اېښودلې، د مستعمرو د ترلاسه کولو لپاره يې جګړو ته ور ودانګل، بې شمېره وګړي يې د فقر او غربت په سيند لاهو کړل، خو له هغې را وروسته په معاصره دوره کې که څه هم د سوداګرۍ ډول بدلون وموند، خو لاهم زور د زورورو او ځواکمنو هېوادونو په لاسونو کې پاتې شو، په ميليونونو انسانان په ډېر سخت اقتصادي حالت او د غربت تر سره کرښه لاندې شپې سبا کوي خو د نړۍ مشران د خپلو اقتصادي او سوداګريزو ګټو د خوندي کولو لپاره په ډېره سپين سترګۍ په نړۍ باندې د حاکم غربت او وحشت ننداره کوي.