برخلیک مو پخپل لاس جوړ کړئ‎

مونږ په راروان کې له یوه داسي بحران سره مخ کېږو، چې یابه جوړیږو یا به لا نور همداسې بې نظمه پاته کېږو، ځکه چې مونږ په راتلونکي کې د خپل برخلیک ټاکونکي یوو، مونږ به خپل برخلیک ټاکو، نو همدې برخلیک ټاکلو ته مو باید ځوانان سیاسي شعور مطالعه کړي، نه د تير په شان چې له خپلو رایو څخه هم خبر نه وو.

ځوانانو! تاسو یاست چې د هرې ټولنې ځواک په تاسو پورې تړلی دی، که تاسو رامخکې سواست د ټولنې رپا مو درک نکړه، او یوځل بیا بې تفاوته پاته سواست، داسې وانګيرئ چې دا جامعه به تر ډېره ستاسو دا جفا هیره نکړي، د خپل هیواد پرمختګ زمونږ او ستاسو مسولیت دی، نن دا مسولیت په جرات ومنئ، پرېږدئ د نېستي خبرې، مونږ به هلته هستمن کېږو چې یو باسواده او په تعلیم مړه ټولنه ولرو، څلوېښت کلونه وشول چې مونږ د نېستي په پار مزلونه وګالل کوم ځای ته ورسېدو، اولادونه مو د تعلیم څښتنان کړل، کور مو د زرو جوړ کړو، نه مونږ تر پخوا ډېر پاته شوي یوو، عرب مو له ځانه شړي، ولې ځکه هغوی هم پوه شول چې دا سپېره او بدبخته خلګ د کار او وړتیا خلګ نه دي، مونږ ځکه د کار خلګ نه بولې، چې تعلیم ته په بده سترګه ګورو، لیکوال تر پيسه دار ښکته ګڼو، هغوی چې شپه او ورځ یې په کتابونه تیره کړي وي، لیونیان یې بولو، ځکه مونږ پېسو ته ډېر زیات ضرورت لرو، زه منم چې پېسې د ژوند پښتۍ دي خو نه ژوند، ژوند د کتاب په لیدلو ښایسته کیږي، او د ژوند په لارو دي پوهوي،خو مونږ هغه څوک یوو چې له کتابه ليرې تښتو، زمونږ مقدس کتاب ته یوازې په دي قایل یوو، چې ګواکي قران مونږ ته صرف د دې لپاره راکړل شوي، چې یوازې یې وخت نا وخته بې تدبیره ووایو، اصل کې په همدا مقدس کتاب چې د ټولو کتابو سرچېنه ده، د ژوند لارې ښوودل شوي دي، خو زمونږ بدخته بې سواده ټولنه یې صرف د تلاوت لپاره لولې، کله یې هم د دې مقدس کتاب په لارشونه یو پل کېنشود، دا او دېته ورته نوري بلا ستونزي دي چې مونږ یې د ژوند له خوږو د ژوند ترخو ته رسولي یوو.

خبره مې دا کوله چې مونږ به هلته هستمن کېږو، چې خپل ماشومان په تعلیم وپوښو، مونږ به هلته هستمن کېږو چې ځوانانو مو په دې پوه شي چې کتاب تر پېسو ډېر پورته دی، مونږ به هلته هستمن کېږو چې د خپل مقدس کتاب هغه لارې وپېژنو چې هغه مونږ د ژوند خوږو شیبو ته رسوي، نو دي هستې ته هلته رسېدلی شو، چې قوي نظام ولرو داسي یو نظام چې هر فرد فرد مو خپل ځان په نظام کې وویني، خپلې غوښتنې له داسې ځایه مطرح کړي چې حل کولی یې شي، نه له داسي ځایه چې غوشتني په اور وسوځول شي.

مونږ ډېر څه مطالعه کړل، جنګ مو ولېد، خپل منځي اختلافاتو ثمره مو ولېده، ورور په ورور ووژل شو، دا ځکه چې مونږ خپلې ستونزي په سیاسي شعور حل نشوی کړی، هره ستونزه منطقي او سیاسي حل لاره لري، خو چې په سیاسي شعور ستونزه تحلیل شي، په سیاسي شعور خپلي اړتیا وي پوره کړل شي.

نن داسي یو وخت ته ورځو چې که ځوانان بیاهم سیاسي شعور په ځان کې پیدانکړي، مونږ به بیا ډېر کلونه بې پوشتني ګرځو، بیابه زمونږ تر مخ ماشومان قتل کيږي مونږ به د غږ اوچتولو توان نلرو، که چېرته مونږ په نظام کې یو قاطع او د خلګو په ستونزو خبر وکیل ولرو، ان شاء الله هرې ستونزې ته به په وخت ورسیږو، خو صادق، وطن پرست او ایماندار وکیل د ځوانانو په سیاسي شعور درلودلو راځي.

راځئ ځوانانو! ټول هغه وکیل صاحبان وپېژنو چې مونږ یې مخکې تیر ایستي وو، زمونږ په سرونو یې سودا کړي وه، او مونږ یې د اور کندي ته رسولي وو، داسي یو وکیل ټولني ته ور وپېژنو چې هغه زمونږ د تعلیم په غم کې وي، داسې وکیل ته رایه ورکړو چې هغه زمونږ په دردونو خبر وي، کله چې سیاسي شعور جوړ کړو داسي وکیل پیداکول بیا ډېر آسان دی، له مخکې فکر نور را ووځي او د وطن جوړولو په فکر ژوند مخته یوسئ!