یو زلمی په صحرا کې له اوږده مزله وروسته د یوه ښار په څنډه کې واقع دشتې ته ورسېد. په دښته کې چینې ته ورتاو شو چې اوبه وڅښي. اوبه یې وڅښلي او چینې د غاړي په چوتره باندې چې ونو ورباندي سیوری کړی و، د سا سمولو په نیت کښېناست. د ونو له منځه د ښار د ودانیو سپین دیوالونه ښکارېدل، دغه وخت یو بوډا راپیداشو، زلمي ورته وویل: د دې ښار اوسېدونکي څنګه خلګ دي؟
بوډا ده ته د ځواب ورکولو پخپله پوښتنه وکړه: چیرته چې ته اوسې د هغه ځای اوسېدونکي څنګه دي؟
زلمي ورته وویل: پوښتنه یې مه کوه. ډېر چلبازه، بې لحاظه او مطلب اشنا دي هېڅ ورپسې خپه نه یم.
بوډا وویل: د دې ښار اوسیدونکي هم کټ مټ دغسي وګڼه.
زلمی لا نه و پاڅیدلی چې یو بل مسافر چینې ته راتاو شو او د اوبو له څښلو وروسته یې له بوډا پوښتنه وکړه چې؛ د دې ښار خلک څنګه دي؟
بوډا دا ځل هم د ځواب په ځای پوښتنه ورنه وکړه: چېرته چې ته اوسې د هغه ځای اوسېدونکي څنګه دي! مسافر ورته وویل: ډېر مهربان رښتیني او نرم خلګ دي.
بوډا وویل: د دې ښار اوسېدونکي هم کټ مټ همداسې وګڼه.
زلمي چې دواړه ځوابونه اورېدلي وو، بوډا ته وویل: دا نو څنګه کېدای شي چې د دې ښار اوسېدونکي دې هم مهربان، رښتیني او نرم وي او هم دې چلباز، بې لحاظه او مطلب اشنا وي؟
بوډا ځواب ورکړ: په خلګو کې فرق نشته، فرق زموږ په ذهنونو کې دی.
زموږ ذهنونه داسې وګڼه لکه عینکې. که مو تورې عینکې په سترګو وي، دنیا به توره راښکاري او که مو زیړي په سترګو وي، دنیا به زیړه وینو. تاته به د دې ښار خلک هماغسې درښکاره شي لکه څنګه چې خلک تر دې دمخه درښکاره شوي دي، هغه بل به یې هم په هاغه رنګ وویني لکه څنګه چې یې د ذهن د عینکو رنګ دی. ( د زرو هیندارو کور/۱۰م/ )
موږ ډېری وخت ناسم فکر کوو او ډېر هغه خلک چې موږ ورسره وخت هم نه وي تيرکړی خو وایوو، دا سم خلک نه دی، دا کوي ها نه کوي، له ځانه ورپسې شل زر نوري تړوو، دا یو ناسم کار دی او باید خپلې عینکې پاکې کړو څو ټول خلک پاک په نظر راشي.
که ته ښه وي خلک ښه دي که ته بد وي خلک بد دي.
وروستي