اقتصاد او دوه منفي عادتونه

که چېرته غواړئ منظم او با کیفت اقتصاد ولرو، نو خپل اقتصاد مو له قراني پلوشو سره برابر جوړ کړئ، چې هم مو ژوند ارام وي او هم مو اقتصاد ورځ تر بلی مخ په وده ولاړ شي.

کله چې مونږ اقتصاد په قران کې مطالعه کوو، نو د اقتصاد ضد دوه منفي عملونه الله تعالی په سپیڅلي کتاب کې مونږ ته ښودلي دي، که له همدې دواړو منفي عملونو څخه لاس واخلو اقتصادي وضعه به مو نرمل او ارام وي، دا دوه بد عملونه چې د اقتصاد ضد دي لومړی اسراف دی، ((وَالَّذِينَ إِذَآ أَنفَقُوا لَمْ يُسْرِفُوا وَلَمْ يَقْتُرُوا وَكَانَ بَيْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا)) سورة فرقان۶۷

هغه كسان چي كله لګښت كوي، نو نه بېځايه لګښت او نه بخيلي کوي. بلكه د هغو لګښت د دغو دواړو سرحدونو په منځ کښي په ميانه روۍ ولاړ وي.

او په بل مبارک ايات شریف کې الله تعالی هغه کسان چې بېځایه لګښت او خرڅه کوي هغوی یې د شیطان وروڼه بللي دي. (([سُوۡرَةُ بنیٓ اسرآئیل/الإسرَاء : 27]

إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوٓا إِخْوٰنَ الشَّيٰطِينِ ۖ وَكَانَ الشَّيْطٰنُ لِرَبِّهِۦ كَفُورًا)) سورة اسراء ۲۷.
بې ځايه لګښت كوونكي د شيطان وروڼه دي او شيطان د خپل رب ناشكره دى.
د اقتصاد ضد لومړۍ نسخه چې بېځایه لګښت دی او الله تعالی دا ډول خلګ د شیطان وروڼه بللي دي، که خلاق فکر وکړل شي بېځایه لګښت کوونکی ډېر بد عواقب ټولنې او کور ته راوړلی شي.

او دوهمه نسخه چې د اقتصا ضد دی حریصتوب دی چې یو څوک دومره د مال شوقي شي چې ځای او وخت یي معلوم نه وي هر وخت یې خوله وازه نیولي وي د لوږې ناره یي تل په زړه کې پریوتي وي، نه غواړي د ارام مړۍ وخوري او کور، ټولنه ټول یې د مال په حرص تباه او برباد کړي وي، هغه سړی هيڅکله د کامل اقتصاد خاوند نشي جوړيدلای، الله تعالی یي په اړه فرمایي: ((وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُوْلَئِكَ هُمْ الْمُفْلِحُونَ))سورة التغابن ۱۶.

چاچي خپل نفس له حرص څخه وساته همدا خلک کامیاب دي.
حریص ځان ارامي ته رسوي خو په اصل کې یې د ځان او مال اطمنان په اوبو لاهو کړی وي.
که مونږ غواړو یو روغ کامل اقتصادي وضعیت جوړ کړو باید له دې خطر ناکو ناروغیو څخه ځانونه بېل کړو.
مونږ په داسي ټولنه کې کرار لرو چې تر هرڅه لومړی باید یو روغ اقتصادي وضعیت جوړ کړو، نو که اقتصادي وضعیت جوړو وو باید دا دوه قراني اصول مو باید په پام کې نېولي وي،

زمونږ ډېری خلګ یایې ځان د اصراف او بې ځایه لګښت په وېروس خوړلی وي او ځیني بیا ځان د پیاوړي او همت وال یادوي خو هغوی ځان د حرص په تبه نېولی وي، دا داسي یوه تبه ده چې هيڅکله سړی د ژوند ارام ته نه پرېږدي.