
په مغزو د لوڅو فلمونو پنځه (۵) منفي او خطرناکې اغېزې
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
د اسلام په مبارک دين کې محرمې ښځې او سړي ته کتل لويه ګناه او د قران کريم په دغه آيت کريمه سره ثبوت شوې خبره ده. (سُوۡرَةُ الاٴحزَاب - ۵۹: يٰٓأَيُّهَا النَّبِىُّ قُل لِّأَزْوٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلٰبِيبِهِنَّ ۚ ذٰلِكَ أَدْنٰىٓ أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا
[اې پېغمبره (ص)!] خپلو مېرمنو او لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پر خپل ځان باندې د خپلو ټكريو پلوونه خواره کړي. دا ډېره مناسبه کړنچاره ده، تر څو چې هغوی وپېژندلای شي او ونه ځورول شي. الله تعالی ښه بخښونکی او مهربان دى.)
الله تعالی په بل ځای کې فرمايي: (سُوۡرَةُ النُّور- ۳۱: وَقُل لِّلْمُؤْمِنٰتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصٰرِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا ۖ وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلٰى جُيُوبِهِنَّ ۖ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ ءَابَآئِهِنَّ أَوْ ءَابَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَآئِهِنَّ أَوْ أَبْنَآءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ إِخْوٰنِهِنَّ أَوْ بَنِىٓ أَخَوٰتِهِنَّ أَوْ نِسَآئِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمٰنُهُنَّ أَوِ التّٰبِعِينَ غَيْرِ أُولِى الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلٰى عَوْرٰتِ النِّسَآءِ ۖ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ ۚ وَتُوبُوٓا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
[اې پېغمبره (ص)!] مؤمنو ښځو ته ووايه: چې خپلې سترګې تر كنټرول لاندې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي. او خپله ځان جوړونه او سينګار دي نه ښكاره كوي، پرته له هغه چې په خپله څرګند شي، او پر خپلو سينو دي د خپلو پوړنو پلوونه واچوي. هغوى دي خپله ځان جوړونه (سينګار) نه ښكاره كوي، پرته ددې خلكو په وړاندې: مېړونه، پلرونه، د مېړه پلرونه، خپل زامن، د مېړونو زامن (بنزيان)، وروڼه، ورېرونه، خوریان، د خپلي طبعي ښځي، خپل مملوك، خپل هغه لاس لاندې نارينه چې ښځو ته حاجت نه لري او هغه ماشومان چې لا تر اوسه پورې د ښځو له پټو خبرو سره اشنا شوي نه وي، یعنې په دغو ماشومانو کي جنسي غریزې نه وي را ژوندۍ شوي. او هغوى دې پر ځمکه باندې په زوره پښو وهلو سره په داسې شان تګ نه كوي چې د هغو د پټ کړي سينګار خلكو ته معلومات وشي. اې مؤمنانو! تاسې ټول په ګډه سره الله ته توبه وباسئ، ښايي چې برى در په برخه شي.)
اسلام ۱۴۳۹ کاله وړاندې په ټولنه او کور کې، نارينو او ښځينو ته دا ښودلې ده، چې څنګه بايد له يو او بل څخه ستر او حجاب وکړي او همدا ډول ښځې له پرديو سړيو څخه او سړي له پرديو ښځو څخه ځانونه وساتي. هر کله چې د حجاب او ستر په اړه د اسلام د مبارک دين احکام څرګند او واضح دي، نو ښکاره خبره ده، چې د لوڅو فلمونو او عکسونو کتل، چې هم د پرديو ښځو او سړيو کتل دي، هم تصوير دی او بيا داچې لوڅ دي، نو څومره عظيمه ګناه او نافرمانۍ ده.
د اسلام د مبارک دين له ظهور څخه ۱۴۳۹ کاله وروسته ساينس هم دا ثابته کړه، چې د لوڅو فلمونو کتل، په مغزو ډېر منفي اغېز کوي، کورنۍ ژوند له تاوترخوالي ډکوي، حافظه کمزورې کوي او ډېرې نورې ستونزې رامنځ ته کولی شي. په دې لېکنه پنځه هغه بدې او منفې اغېزې په ګوته کوو، چې د لوڅو فلمونو په اساس مغز پرې اخته کيږي.
۱- د لوڅو فلمونو کتل جنسي شهوت له منځه وړي: د انسان په مغزو کې د Libido په نوم سره يو هورمون شتون لري، چې دغه Libido په ښځه او سړي کې جنسي شهوت او غرېزه رامنځ ته کوي. هغه کسان چې لوڅ انځورونه او فلمونه ګوري نو جنسي غرېزه يې کمزوري وي او حتا په دوه او درېيو میاشتو کې هم نه شي کولی جنسي اړيکې تر سره کړي، دا ځکه چې د لوڅو فلمونو کتل د دوی Libido هورمون له منځه وړي او کمزوری کوي يې.
۲- لوڅ فلمونه مغز کمزوري کوي: د لوڅو فلمونو د کتلو بل په تجربو ولاړ زيان دا دی، چې مغز په داسې ډول کمزوري شي، چې جنسي اړيکه څه، چې د ژوند هر چاره له ستړيا ډکه کړي؛ ښځه او خاوند داسې جوړ کړي، چې په ورځني ژوند کې تمبلي اختيار کړي او ورځ تر بلې يې وجود ضعيف کيږي.
۳- لوڅو فلمونه د نشه يي توکو غوندې اعتياد لري: هغه کسان چې څو ځلې لوڅ فلمونه وګوري، نو لکه سېګرېټ، شراب، چرس او نورو مخدره موادو غوندې پرې اعتياد شي. دوی هر وخت په دې لټه کې وي، چې لوڅ فلمونه پيدا کړي او نندره يې کړي. دغه چاره د دوی د يوازيتوب لامل کيږي او له ټولنيز ژوند څخه يې لېرې کوي. که چېرې يو کس د شپې له خوب څخه مخکې د لوڅو فلمونو په کتلو عادت شي، نو ترڅو يې چې لوڅ فلم نه وي کتلی په ارام سره خوب نه شي کولی.
۴- لوڅ فلمونه د انسان په وجدان منفي اغيز کوي: هغه کسان چې يو ځلې د لوڅو فلمونو په کتلو معتاد شول نو بيا يې پرېښودل يو څه ورته ستوزمن وي. او هر کله چې بيا د اعتياد په ډول لوڅ فلم وګوري، نو په وجدان او ضمير يې داسې يو فشار موجود وي، چې علت يې نشي پيدا کولی. خفګان، وېره، تشويش او اندېښنې ورسره مل وي.
۵- لوڅ فلمونه حافظه کمزورې کوي: ډېر هغه کسان چې له مطالعې وروسته يې يو څه په ذهن کې نه کيني، د يو ځای او کس نوم ورڅخه له کم وخت وروسته هيريږي او د يو شي په يادولو کې ډېرې ستونزې لري او وخت پرې ضايع کوي؛ نو ساينس اوس ثبوت کړې ده، چې په دېری داسې کسانو کې د يادو ستونزو لامل د لوڅو فلمونو او عکسونو کتل دي، چې په حافظې يې بده او منفي اغېزه کړې ده.