ارزښتونه هله وګړیو ته بې ارزښته شي، چې ځانونه د غلامۍ او ځاني ګټو په خوسا او بویناک ډنډ کې وغورزوي

مودې وشوې هر یو چغې او سورې وهو، چې دلته د ژوند مهمو او بنسټیزو برخو ته پاملرنه نه کیږي، د کلتوري، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند ډېری برخې نړېدلي او د ژوند رنګ پیکه او بې خونده شوی دی.

هو! دا نه پټېدونکی حقیقت دی، چې موږ افغانان د یوې اوږدې او تپل شوې جګړې له کبله کړېدلي یوو او د ژوند ارزښتونه هم راځنې دغې بدرنګې جګړې پیکه او بې خونده کړي؛ خو دا هم باید له پامه ونه غوروزو، چې موږ پخپله تر بل هر چا د ارزښتونو په بې ارزښته کولو کې ستر رول لوبولی او په دغه سیالۍ کې مو د ټولنې هر وګړي یو تر بل د مخکېوالي هڅه کړې ده.

له دې هم سترګې نشو پټولی، چې موږ ته ځاني ګټې تر بل هر څه مهمې دي او ډېری ارزښتونه راځنې هله کمرنګه او پیکه شي، چې کله مو ارزښتونه د ځاني ګټو سره مقابل شوي، کله چې زموږ ارزښتونه له دغه ډول یوه حالت سره مخ شوي بیا مو د ارزښتونو په هندارې بلا خاورې اړولې او هغه مو د نابودۍ کندې ته غورزولي او ښه په اخلاص سره مو د ارزښتونو جنازه بدرګه کړې.

دلته که ارزښتونه بې ارزښته شوي؛ نو موږ پخپله ګرم یوو، همدا موږ یوو، چې د ارزښتونو د ساتنې او پاللو هڅه مو نه ده کړې، د ډېرو وړو او لږو ځاني ګټو په پار مو د ژوند، انسانیت او انسان پالنې ستر ارزښتونه په ډک سیند لاهو کړي او د ښه غرقېدو لپاره مو له بره یوه بله ټېله هم ورکړې ده.

همدا موږ یوو، چې تل مو د ارزښتونو په رېبلو پسې تېرې چړې په لاسونو کې وي او د ارزښتونو مراندې رېبو، همدا موږ یوو، چې تل مو خپلو تبرونو ته خونړي لاستي اچولي او د ارزښتونو ريښې پرې راباسوو.

موږ د دې خاورینې کرې پر مخ هغه ملت یوو، چې د ارزښتونو په پرتله په بې ارزښته څيزونو پسې ډېرې منډې وهو او ځانونه مو د ارزښتونو د ساتنې په پرتله په بې ارزښته څيزونو پسې ډېر لالهانده کړي او د ارزښتونو په پرتله بې ارزښته څیزونو ته ډېر ارزښت ورکوو.

ښایي د دې یو دلیل دا هم وي، چې موږ په اصل کې ځانونه نه دي پېژندلي؛ نو ځکه راځنې ارزښتونه هم پاتي دي، تر دې دمه د ارزښتونو په ساتنې، روزنې او پالنې کې هم وروسته پاتې یوو او هغه ډول چې په کار ده د ارزښتونو د ساتنې په تړاو مو ژمنتیا نيمګړې او کارنده حرکت مو نه دی تر سره کړی.

دلته د ارزښتونو په نه ساتنې کې زموږ د ټولنې هر وګړی ګرم دی، هغه چې تل یې د ارزښتونو د ساتنې چغې هم وهلي؛ خو په عملي ډګر کې یې هغه ډول کار نه دی کړی، چې اړتیا ورته لیدل کیږي.

موږ د ارزښتونو په ساتنې کې تر بل هر چا ډېرې چغې وهلي، ځانونه مو د ارزښتونو اصلي ټیکه داران پېژندلي؛ خو تر بل هر چا همدغه موږ یو، چې نه مو ارزښتونه پېژندلي او نه مو د خپلو ګټو په مقابل کې د ارزښتونو یوې زرې قدرخیال ساتلی، هو! دلته د وګړیو لپاره ارزښتونه هله بې ارزښته شي، چې ځانونه د غلامۍ او ځاني ګټو په خوسا او بویناک ډنډ کې وغورزوي.

داچې دلته مې د کوم ځانګړي ارزښت یادونه نه ده کړې او خبرې پرې نه کوم موخه مې دا ده، چې د ورځني ژوند ټولو ارزښتونو ته موږ هغه ډول چې په کار ده په قدر سره نه یو قایل شوي، که هغه ملي ارزښتونه دي، فرهنګي، اخلاقي او دیني ارزښتونه دي، ټولنیز ارزښتونه دي او که د سیاست او اقتصاد په ډګر کې ارزښتونه دي.

موږ دغو ارزښتونو ته د بېلابېلو لارو او په بېلابېلو طریقو ضربه وارد کړې، زموږ د ټولنې د ارزښتونو ډېری برخې د هغو وګړیو له لوري کمرنګه او پیکه شوي، چې دوی خپل ځانونه د همغو برخو ټیکه داران ګڼي او ځانونه د هغې اصلي ساتونکي بولي؛ نو ځکه همدغو وګړیو تر بل هر چا ارزښتونو ته ډېر تاوان اړولی او د ارزښتونو مراندې یې په تېره او خونړي خنجر سره ریبلي دي.