په نړيوال بازار کې د تېلو بيې مخ پر لوړېدو دي

د تېلو په بيو کې د لوړوالي يو لامل د اوپېک او د تېلو د نورو توليدوونکو هېوادونو تر منځ د توليد د کموالي پرېکړه ده. دا پرېکړه د ۲۰۱۶ زېږديز کال د نوامبر له دېرشمې راپدېخوا دوام لري؛ ټاکل شوې چې د روان کال د جون په مياشت کې به د دې پريکړې د برياليتوب لپاره د غړو هېوادونو له لوري په لوړه کچه خبرې اترې وشي.
دا احتمال چې ښايي د تېلو د صادروونکو هېوادونو سازمان (اوپېک) غړي او ورسره همغږي هېوادونه د تېلو د توليد د کموالي پرېکړې ته دوام ورکړي د دې سبب شو چې د تېلو بيې لوړې شي او له ۲۰۱۴ کال څخه را پدېخوا تر ټولو لوړې کچې ته ورسيږي.

د تېلو د توليد لوی هېوادونه غواړي د خپلو ګټو لپاره د تېلو توليد کم کړي تر څو د تېلو بيې لوړې شي. د تېلو په بيه کې لوړوالی د سعودي عربستان لپاره چې په نړۍ کې د تېلو ستر صادروونکی هېواد دی ښه خبر دی، دا هېواد چې په خپل کور د ننه د سترو بنسټيزو چارو د پلي کولو په حال کې دی د تېلو د بيو لوړوالی ورته غوره مالي سرچينه بلل کيږي.

د خپرو شويو راپورونو پر اساس د تېرو څو ورځو په لړ کې د تېلو د يو بېرل بيه له ۷۰ امريکايي ډالرو اوښتې، دا په داسې حال کې ده چې د ځينې اقتصادپوهانو په اند ښايي دا بيه له اتيا ډالرو هم واوړي. د وينزويلا بحراني حالت او همدارنګه په منځني ختيځ کې سياسي کړکېچونه د تېلو د بيې د لوړوالي نور لاملونه ګڼل کيږي.

د يکشنبې په ورځ چې د ۲۰۱۸ زيږديز کال د اپريل له ۲۲ نيټې سره سمون لري د هر بيرل خامو تېلو بيه ۷۴ امريکايي ډالرو ته رسېده، چې دا له ۲۰۱۴ زيږديز کال راهيسې بې ساري لوړوالی دی، دې لوړوالی د امريکا په بازارونو هم ژور اغېز درلود هلته هم نږدې د هر بيرل تېلو په بيه کې نږدې ۵/۱ امريکايي ډالر زياتوالی راغی.

خو ډېر احتمال دا دی چې ښايي روسيه د تېلو د توليد د کموالي اړوند سياست له ملاتړ لاس په سر شي. تېره اونۍ «فاينانشال تريبون» يو راپور خپور کړ چې په هغه کې د روسيې د انرژۍ وزير الکساندر نوواک له قوله ويل شوي وو چې د تېلو د نړيوال بازار بيو ته په کتو به روسيه د تېلو د توليد د کموالي پر سياست له سره غور وکړي؛ له دې خبرې داسې ښکاري چې ښايي روسيه به په لنډ وخت کې د د تېلو د توليد د کموالي د سياست په اړه له اوپيک سره پرېکون اعلان کړي؛ دا مهال روسيې له اوپېک سره په ملګرتيا په ورځني ډول د تېلو په توليد کې ۳۰۰ زره بېرله کموالی راوستی.

آلکپروف چې د روسيې د تېلو د يو ستر شرکت ونډه وال دی خبريالانو ته ويلي، که د تېلو بيې د شپږو مياشتو لپاره همداسې لوړې پاتې شي روسيه به د تېلو د توليد د بيا زياتوالي پريکړه وکړي.