د ټاکنو پر مرکزونو د بريدونو تر شا، د پارلمان يو شمېر وکيلان څومره لاس لري؟

د ټاکنو پر مرکزونو د بريدونو تر شا، د پارلمان يو شمېر وکيلان څومره لاس لري؟
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
 
د هېواد پارلمان له خپلې قانوني دورې څخه درې کاله ډېر وخت په غېرې قانوني ډول سره تېر کړ. د قانون جوړونې او تصويب دغه ارګان هېڅکله هم دا فکر ونه کړ، چې حکومت او ملت ته د قانون - قانون خبرې مخې ته کوي او دوی په خپله له قانون سره څنګه روان دي؟

د پارلمان ټولو نه، خو اکثريت وکيلانو شخصي، ګوندي، سمتي، ژبنۍ او د پرديو ګتې په پام کې ونيولې، کار ورته وکړ او کوي يې. پارلمان د يو دولت کوچنۍ برخه نه ده، که چېرې د يو هېواد په ناخوالو کې ۶۰ سلنه اجرائيه ځواک مسوول او ځواب ورکوونکی وي، نو څلوېښت سلنه خو پارلمان هم مسوول دی. ځکه د اجرائيه ځواک ټولې سياسي چوکۍ د پارلمان له تصويب او تائيد وروسته وړاندې ځي.

همدغه د افغانستان د ولسي جرګې غړي دي، چې يوازې د پوهتون او دانشګاه په کلمو يې کالونه نندرۍ تېرې کړې، همدغه وکيلان دي، چې د افغان کلمې موضوع يې په پارلمان کې په داسې ډول راپورته کړه، چې په لوی يې لاس يې بحراني کړه او همدغه وکيلان دي، چې يو وزير او رئيس استيضاح کړي، د باور رايه ترې واخلي او بيا بېرته، له يوې مياشتې څخه په کمه موده کې، همدغه وزير ته د باور رايه ورکړي او بيا يې تائيد کړي. اوس پوښتنه دا ده، چې کله يو وزير او رئيس د خپلو پروګرامونو په لومړۍ تشريح کې د باور رايه تر لاسه نه کړي، نو په څو اونيو او مياشتو کې دا کوم ډول زده کړې تر لاسه کړي او کوم ډول تجربه ورته حاصله شي، چې همدغه پارلمان بيا د باور رايه ورکړي؟

پارلمان په افغانستان کې هغه ډول قانون په حکومت او ولس عملي کوي، لکه کوم ډول چې په امريکا او د نړۍ په نورو پرمختللو هېوادونو کې عملي کيږي. د وکيلانو قانون يوازې په حکومت او ولس فشار وي او د حکومت ځپل وي، هغه د دوی خپل تصويب شوی قانون بيا د دوی لپاره نه وي. افغانستان د نړۍ له پرمختللو او سوله ييزو هېوادونو سره توپير لري، دلته جګړه ده، دلته بهرنۍ لاس وهنه ده او دلته هېواد د جګړې د سيالۍ ډګر دی.

مخکې له دې چې عام ولس د پارلمان د وکيلانو په اړه ووايي، په خپله د پارلمان وکيلان راپورته کيږي، پر يو او بل تورنه پورې کوي، چې د پرديو هېوادونو د ګټو لپاره کار او جاسوسي کوي، د دولت د وسلوالو مخالفينو سره همکاري کوي، د حکومت پر وړاندې کړنې تر سره کوي، قاچاق کوي، د ځمکو غصب کوي، خلک زوروې، قانون ماتوي او ورته ډېر نور څه.

په ډېرو ناستو کې به مو اوريدلي وي، چې دولت مخالف وسلوال سياسي خلک او ډلې دي او که د مخدره موادو د قاچاق او جنايي بنډونه دي، د پارلمان د وکيلانو تورو ښېښو په موټرونو کې د کابل ښار ته راوړل کيږي او هم د هېواد نورو امن سيمو ته لېږل کيږي. چارواکي، په خپله د پارلمان يو شمېر وکيلان او عام ولس ځيني وکيلان تورنوي، چې په ترهګريزو بريدونو او پېښو کې لاس لري او ورته زمېنه د فعاليت برابروي.

په دې وروستيو څو ورځو کې د هېواد امنيتي مسوولينو باندې فشار راوړل کيږی، ترڅو ولسي جرګه يې استيضاح کړي. په دوی نېوکه دا ده، چې د هېواد روان امنيتي وضعيت ته په کتو، اوس وخت د استيضاح نه دی او په دې کار سره يو شمېر وکيلان خپلې شخصي ګټې لټوي. که چېرې په اوس وخت کې پارلمان لوړپوړي امنيتي کسان له دندو لېرې کړي، نو چوکۍ به يې خالي او يا د سرپرستۍ مقام ته لاړې شي، چې دا کړنه امنيتي وضعيت لا نور هم پسې کډوډ کولی شي.

په وکيلانو نېوکه ده، چې دوی غواړي په خراب امنيتي وضعيت کې د خپل کار موده لا پسې وغځوي او د امنيت په نشتون کې د ټاکنو مخه ونېسي او په غېرې قانوني ډول خپله موده اوږده کړی.

د ټاکنو د نوم لېکنې په مرکزونو هم بریدونه او چاودنې يو شمېر افغانان د پارلمان د وکيلانو په اوږو اچوي، چې دوی په غېرې مستقيم ډول ورسره لاس لري او هېواد کړکېچن وضعيت ته رهي کوي.

پوښتنه دا ده، چې که لوړپوړي حکومتي چارواکي، حکومت معرفي کړي دي خو همدې پارلمان رايه ورکړې ده او تائيد کړي يې دي. نو بيا ولې پارلمان له ځان څخه دا پوښتنه نه کوي، چې په دې تېرو اتو کالونو کې يې داسې کس ته رايه ورنه کړه، چې د هېواد وضعيت ډاډمن او ارام کړي؟

آيا د فکر به تر يو بريده سم نه وي، چې د پارلمان يو شمېر وکيلان د خپلې مودې د اوږدوالي او په راتلونکو ټاکنو د ماتې له ويرې غواړي امنيتي وضعيت ګډوډ کړي او د ټاکنو د ځنډ په موخه په يو شمېر مرکزونو په بريدونو کې په غېرې مستقيم ډول شريک دي؟