چین افغان سوله کې مهم نقش لوبولی شي

چین په سیمه او نړۍ کې یو ځواکمن هېواد دی او د افغانستان یو ښه ګاونډی هم پاتې شوی دی.
که څه هم د افغانستان او چین اړیکې ۶۰ کلونو اوړي، خو کله نا کله سړې شوې دي، خو په وروستیو کې د دغه هېواد سره اړیکې یو ځل بیا ښه کیدو ته روان دي او د دوو ستراتیژیکو ملګرو په توګه راڅرګندیږي.

چین هغه هېواد دی چې په تاریخ کې یې د افغانستان لپاره منفي دریځ نه دی لرلی او تل یې د افغانستان جوړونه او پرمختیا غوښتې ده.

څه موده وړاندې په کابل کې د چین سفیر مرستیال ژان ژیکسين د یوې غونډې پرمهال ویلې وو: (( د افغاستان او چین دوه اړخیزې اړیکې يوه نوي پړاو ته داخل شوي، موږ د يوه ګاونډي هېواد په توګه په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ کوو او يو سوله ییز افغانستان غواړو، زموږ هڅه دا ده چې افغانستان په سیمه او نړۍ کې د همکاریو په يوه مرکز بدل شي)).

دا چې افغانستان په جګړه کې راګیر دی او دا جګړه سیمه ییز او نړیوال اړخونه لري، نو د هغوی له همکارۍ پرته افغانستان کشاله نشې حلیدلی، خو چین په سیمه کې پراخ او اغېزناک دریځ او رول له مخې کولی شي افغانستان سره همکاري وکړي.

تازه د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چین ته په سفر کې د پوځي همکاریو او په شانګهای همکاریو کنفرانس کې په افغانستان کې تروریزم پر مبارزې ملاتړ ترڅنګ چین څخه غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رول ولوبوي.

د افغانستان سولې عالي شورا هم ویلې دي، چې که چین د افغانستان د سولې لپاره هلې ځلې وکړي؛ کېدای شي یاد هېواد ګټور، مهم او ارزښتمن رول ترسره کړي.

په افغان جګړه کې د افغانستان بل ګاونډی پاکستان لاس لري او افغان حکومت هم تل په سیمه او نړۍ کې دا غږ پورته کړی دی، چې پاکستان په افغانستان کې د جګیدونکو وسله والو تر شا دی، په خپله خاوره کې یې خوندي پټنځایونه ورکړې دی، تجهیزوي یې او افغانستان کې د بریدونو پلانونه ورکوي.

افغان حکومت په دې باور هم دی، چې وسله وال طالبان پاکستان ګریوګان نیولې دي او د هغه هېواد له خوښې او اجازې پرته سولې خبرې نشې نو کولی، نو له همدې امله افغانستان پاکستان په افغان سوله کې مهم بولي.
آن تر دې چې څو ځلې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ښکاره ویلې دي، چې دوی لومړۍ غواړي پاکستان سره خبرې وکړي او هغوی سره سوله وکړي، بیا به وسله وال طالبان سولې ته راولي او په دې برخه کې یې په رسمي کنفرانسونو او غونډو کې پاکستان ته بلنې ورکړې دي، چې افغانستان سره مخامخ هېواد په هېواد خبرو ته کینې.

په افغان سوله کې د چین په نقش ځکه زیات ټینګار کیږي، چې چینان په پاکستان پوره اغیز لري او په سیمه کې دوه نږدي ملګرو هېوادونو په توګه پاتې شوې دي.

چین کولی شي، چې د خپل پراخ لورل له مخې په پاکستان فشار راوړي، چې نور له افغان جګړې لاس واخلي او د یوه سوله ییز افغانستان په فکر کې شي.

دا ممکنه ده، ځکه چین دا توان لري چې په پاکستان هر رقم فشار راوړي او افغانستان سره یې رښتیني همکارۍ ته وهڅوي، خو په دې شرط چې چین رښتیا هم له زړه افغانستان سره سولې بهیر کې همکاري او ملاتړ وکړي.
چیني چارواکو څو ځلې ژمنې کړې دي، چې افغانستان سره د اقتصادي او پوځي برخو کې د همکاریو ترڅنګ به د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

څو میاشتې وړاندې پاکستان ته د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي سفیر شي جن سفر او په پاکستاني چاراکو ټینګار کول، چې افغانستان سولې بهیر سره لاس یوسي او همکاري دي وکړي مهم او د پآم وړ بلل کیږي.

افغان حکومت هم هیله من دی، چې چین ته د ملي امنیت شورا سلاکار ښاغلي اتمر سفر به د سولې بهیر د پیاوړتیا لپاره اغېزمن تمام شي او ویل کیږي، په دې سفر کې چیني ملکي او پوځي چارواکو د افغانستان ملي امنیت سلاکار ته افغانسوله کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

وبه لیدل شي، چې د سولې په روان بهیر کې چین څومره خپل رول څرګندوي او څومره به اغېزناک وي، دا به راتلوونکي ته پریږدو.
د یوه سوله ییز، خپلواک او پرمختللي افغانستان په هیله.