
کرزي وويل، طالبانو رباني ووژلو نو ښايي چې د سولې خبرې ورسره بندې کړم
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د اېس رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول
د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي (مارک ګروسمن) د پاکستان د پوځ لوی درستيز اشفاق پرویز کیاني ته وويل، چې د امريکا متحدو ايالتو له ابراهيم حقاني سره مسقيمې خبرې ځنډولې دي. خو د امريکا ځانګړي استازي؛ کياني ته دا هم وويل، چې د امريکا متحد ايالتو وروستۍ پالېسي افغان شمول خبرې - اترې دي.
مارک ګروسمن، اشفاق پرویز کیاني ته وويل، چې که چېرې د حقاني شبکه د حامد کرزي له حکومت د سولې خبرو ته نه کيني او روغه - جوړه ونه کړي، نو دوی به د يادې شبکې مشران يا ژوندي ونېسي او يا به يې هم ووژني.
کياني، حقاني ډلې ته وويل، چې که چېرې تاسې خبرو ته راضي نه شي، نو مونږ به ستاسو مغزه باد کړو، چې په حقيقت کې دا د امريکا او ګروسمن خبرې وې، چې د کياني په خوله يې حقاني شبکې ته وکړې.
د سپټمبر په ۲۳ هر څه له بد پسې بدتر شول. طالبانو د خپل يو بريدګر په لونګۍ کې بم ځای پر ځای کړ، د برهان الدين رباني په کور کې د نوموړي لېدنې ته ورغی. ۷۱ کلن رباني د اسلامي جمعيت ګوند مشر او د پخوانۍ شمالي ټلوالې رهبر هم وو. بريد ګر چادېدونکي توکي په خپله لونګۍ کې ځای پر ځای کړي وو، هغه وخت چې بريدګر له رباني سره ستړي مه شۍ کوله، نو په ملا کې ټېټ شو، ځان ته يې چاودنه ورکړه او برهان الدين رباني يې ووژلو.
حامد کرزي، برهان الدين رباني د سولې د عالي شورا مشر ټاکلی وو. کرزي د سولې عالي شورا کې د هېواد يو شمېر نور مخور هم ټاکلي وو او هيله يې درلودله، چې له دې لارې له طالبانو سره د سولې خبرې وړاندې يوسي او پايلې ته ورسیږي.
د سولې شورا خبرې څرګندې وي، خو د اروپايي ټولنې او امريکا متحدو ايالتو له هغه پټو خبرو سره په همغږۍ کې وي، چې د اوباما ادارې په پټ ډول له طيب آغا سره کولې.
په برهان الدين رباني باندې مرګوني بريد کرزی په غوسه کړ. کله چې په کابل کې په برهان الدين رباني باندې بريد تر سره شو او نوموړي په کې ووژل شو، حامد کرزی هغه وخت په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې ياد ښار ته تللی وو.
کرزي امريکايي چارواکو ته وويل، چې دی ښايي له طالبانو سره خبرې بندې کړي، ځکه چې د برهان الدين رباني وژنه د نوموړي متحدينو (پخوانۍ شمالي ټلوالې) ته نه هيرېدونکي پېښه ده.
هغه بريد چې په برهان الدين رباني تر سره شو، معصوم ستانکزی يې هم ټپي کړ. معصوم ستانکزی د سولې په خبرو کې د حامد کرزي ډېر نېږدې کس او سلاکار وو. معصوم ستانکزی د درملنې په پار هند ته ولېږل شو او د مياشتو لپاره هلته بستر وو ترڅو ټپونه يې جوړ شول.