د ټاکنو پروسه چا بې باوره کړې؟

ولس تل په سختو شرایطو او ترینګلو حالاتو کې ځانونه په خطر کې اچولي، د نظام د جوړښت او پرمختګ لپاره یې تل قربانۍ ورکړي، په تېره بیا هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت یې خراب او د سیمو اوسیدونکي یې له مختلفو اړخونو د ننګونو سره مخ دي.

په ۱۳۹۳ ل کال د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، لومړي پړاو کې نوماندان یو هم بریالی نشو، دوهم پړاو ته ټاکنې ولاړې او په ډېرو سختو شرایطو کې ولسونه د رایو صندقونو ته ولاړل، ان تردې چې خلکو د جنازو مراسم شاته وغورزول او په ټاکنو کې د ګډون او رایې ورکولو وروسته یې د جنارې مراسم تر سره کړل.

په ځېنو نا امنو سیمو کې ولسونه دېته چمتو شول، که چېرې د دولت وسله وال مخالفین ترې هغه ګوتې هم غوڅې کړي، چې دوی د رایې ورکولو په وخت رنګ کړي وي؛ نو هم پروا نه کوي؛ خو دوی باید رایه ورکړي او د نظام د جوړولو لپاره باید خپل رسالت ادا کړي.

له دې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې چې د ۱۳۸۹ کال د وږي په ۲۷ نېټه وشوې، پایلو یې پراخ اعتراضونه راوپارول، د دغو اعتراضونو په پایله کې ځانګړې محکمه جوړه شوه تر څو د ولسي جرګې په ټاکنو کې درغلیو ته رسېدنه وکړي؛ خو کله چې یووار اعتبار له منځه ولاړ شي، بیا اعاده کول یې سخت او ستونزمن وي.

دوهم وار د ولسمشرۍ ټاکنې وشوې، تمه دا وه چې د دواړو کاندیدانو( اشرف غني او عبدالله عبدالله) د رایو سلنه به اعلانېږي، خو د تمې خلاف د ټاکنو د کمیسیون مشر نورستاني د دواړو کاندیدانو د رایو سلنه اعلان نه کړه.

د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو او د هوکړه لیک له لاسلیکېدو څو ساعته وروسته د ټاکنو د خپلواک کميسیون مشر احمد یوسف نورستاني د ټاکنو پایلې په یوه مطبوعاتي ناسته کې اعلان کړې او ویې ویل، چې اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو د دوهم پړاو ګټونکی دی.

د ټاکنو پایلې له میاشتو ناندریو، جنجالونو او ستونزو وروسته له سلنې پرته اعلان شوې، رایو ته په کې ارزښت ورنه کړل شو او په دغه موده کې د ټاکنو د ناندریو او لانجو د غوڅولو په موخه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري افغانستان ته دوه ځلې سفر راوکړ، د ملي یووالي حکومت یې رامنځته کړ او بالاخره د ټاکنو برخلیک یې وټاکه.

عام ولس، په تېرو ولسي جرګې او ولسمشرۍ ټاکنو کې په پوره جوش او هیلمندۍ سره ګډون وکړ؛ خو له ټاکنو وروسته ناندرۍ او لانجو، رایې ته په ارزښت نه قایلېدل او د منځګړیتوب لمخې د ټاکنو برخلیک ټاکل هغه څه وو، چې نن یې د عام ولس تر منځ د ټاکنې پروسه بې باوره کړې او د خلکو ګډون په کې کمرنګه او پیکه ښکاري.

د دې ترڅنګ د ملي یووالي د حکومت د مشرانو ترمنځ بې باوري او لانجې، د ولسي جرګې له وکیلانو د عام ولس نه رضایت، په ځینو حالاتو کې د ولسي جرګې پرېکړو ته د حکومت بې اعنتایي، چې یوه بیلګه یې د ځېنو وزیرانو سلب صلاحیت خو بیا یې هم په کلونو خپل کار ته دوام ورکړ، په ټاکنو کې د بهرنیو کړیو لاسوهنه او داسې نور موارد، د هغو عواملو څخه دي، چې په راتلونکو ټاکنو کې یې د خلکو ګډون کمرنګه کړی دی.

په تېرو ټاکنو کې به د عام ولس لپاره د ګوتې رنګ یوه ستونزه وه، چې هغه به هم په دوه یا درې ورځو کې حل شوه، په را روانو ټاکنو کې د عام ولس پر وړاندې لویه ننګونه دا ده، چې دوی باید درې یا څلور میاشتې په خپله پېژند پاڼه د نوم لیکنې لګول شوی سټېکر له ځانه سره وګرځوي، چې په دې اوږده موده کې به هره شیبه د وسله والو مخالفینو د تهدید او ګواښ سره مخ وي.

وړاندې مې یادونه کړې، چې په تېره کې هم ولس د امنیتي، ستونزو سره لاس او ګرېوان وو؛ خو دوی به سره له ټولو ننګونو بیا هم د ښه راتلونکي په موخه د دغو تهدیدونو پر وړاندې مبارزه کوله او ټاکنو کې به یې ښه په لېوالتیا سره برخه اخسته، نن هم امنیتي ننګونې همغه ډول شتون لري، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نوي راپور کې راغلي، چې دا وخت طالبان د افغانستان په ۵۶ سلنه خاوره کې فعالیت لري؛ نو کله چې د هېواد دومره پراخه سیمه د هغې ډلې په لاس کې وي، چې وګړي په ټاکنو کې د ګډون څخه منعه کوي او له عام ولس سره هم د یادو شوو عواملو له کبله په ټاکنو کې د ګډون په تړاو د پخوا په څېر لېوالتیا شتون ونه لري؛ نو ځکه مو په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه او پیکه بريښي.