
چین ولسي جمهوریت د پیاوړی اقتصاد لروونکی او د نړۍ په کچه یو ځواکمن هېواد دی. چین د افغانستان ګاونډی دی او دغه دوه ګاونډیان له ۶ لسیزو راهیسې یو له بل سره اړیکې لري او تر ډېره ستراتیژیک ملګري هم پاتې شوې دي.
چین په سیمه کې یو شمېر هېوادونه تر اغېز لاندې لري، چې یو هم له هغې څخه د افغانستان بل ګاونډی پاکستان دی او له دغه هېواد سره د چین اړیکې په اقتصادي لحاظ ډیرې پراخې دي او هم په نورو برخو کې ورسره همکارۍ لري.
د افغانستان کشاله سیمه ییز او نړیوال اړخه لري، چې که رښتیني همکاري وکړي نو ستوونزې راکمول شي. چین هم هغه هېواد بلل کیدای شي، چې د افغانستان مسلو کې مهم نقش لوبولی شي، هغه له یوې نړیوال باور او بل په سیمه کې د هغوی په متحد پاکستان دیته تیارولی شي، چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنو لاس واخلي.
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چین ولسي جمهوریت ته درې ورځينی سفر کړی دی او ټاکل شوې ده نن شبنه هېواد ته راستون شي.
ښاغلي اتمر له چیني چارواکو سره په امنیتي مسایلو د افغانستان د کشالې په هواري لارو چارو خبرې اتر کړې دي او د چین له پوځي چارواکو سره په غونډه کې د چین سره د افغانستان په سرحدي غرنیو سیمو کې د یوې غرنۍ لوا د جوړیدو خبره شریکه کړې او له هغوی یې د دغه لوا د تجهیز په برخه مرسته او همکاري غوښتې ده.
دغه لوا به هغه ګواښ او اندیښنې چې چین ته متوجې دي او یا یې لري، د هغې لپاره به تدابیر نیول شوې وي او هم به د افغان ځواکونو سره د نظامي همکارۍ په برخه کې د چین د ښه دوام لپاره هیلې ډيرې کړي.
د ښاغلي اتمر بل مهم ټینګار دا و، چې د ټرورېزم په وړاندې د مبارزې لپاره د شانګهاى د همکارۍ سازمان نقش زیات کړي، تر څو افغان ځواکونه وکولی شي، چې د دغه پدیدې پر وړاندې مبارزه کې بریالي شي.
شانګهای د همکاریو سازمان پوره اغېزمن نړیوال بنسټ دی، که د افغان حکومت غوښتنې ته پام وکړي، په سیمه په ځانګړي توګه افغانستان کې د ټروریزم پر ضد همکاري وکړي، نو بې له شکه ښه اغېز کولی شي.
دا نه یوازې افغانستان ته ګټه رسوي، خپله چین او د سیمې نورو هېوادونو ته هم په ګټه دي، ځکه په افغانستان کې که تروریزم سره مبارزه ونه شي، دا د سیمې لپاره په جدي ګواښ بلیدای شي، نو دغه اندیښنو ته په کتو د سیمې هېوادونه خپل اغېز څرګندولی شي.
د شانګهاری د همکاریو په سازمان کې پاکستان، چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان او هندوستان بشپړ غړيتوب لري.
دا هغه پیاوړي او ځوکمن هېوادونه دي چې کولی شي، د افغانستان مسلې په اړه خپله همکاري وکړي او هم په نړیوال ستیج کې په افغانستان کې د تروریزم ضد غږ پورته کړي او د دې ترڅنګ تر ټولو مهم یې دا دی، چې په پاکستان دغه سازمان فشار راوړي، چې د تروریزم خلاف مبارزه کې برخه واخلي، ځکه دا هېواد د تروریزم خامي دی او په سیمه کې تروتریستي ډلو سره دوی یو نه یو رقم اړیکې او همکاري لري.
ویل کیږي، ښاغلي اتمر په دغه سفر کې د چین مرستیال ولسمشر مشر، د ملي امنیت سلاکار او د پوځ له مشرانو سره جلا لیدنې کړې دي او د افغانستان د سولې په پروسه کې هم د چین په رول ټینګار شوی.
بل له افغان ځواکونو د چین نظامي مرسته به دغه ځواکونه لا پیاوړي کړي او د تروریزم پر ضد مبارزه کې به لاسته راوړنې ولري.
د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف سفر ته خوشبینه کیدلی شو، چې چې د چین سره د اړیکو لا ټینګښت، د هغوی پام راوړل او همکارۍ ته یې راجلبول به ډېره د افغانستان په چارو کې ډېر اغېزمن تمام شي.