پرلتونه که د بوختیا پروژې؟

دا به مو ډیر ځله اوریدلي او لیدلي وي چې کله حکومتونه خپلې ناکامۍ ته په تدریجي ډول ورسیږي نو په هغه صورت کې غواړي د ملت له شور ځان وساتي او راتلوونکي لپاره بیا ناکامه پلان په کار واچوي.

دا اکثره وخت د دویمې نړیوالې جګړې وروسته راغلې ده چې حکومتونه ولس ته باید یو ډول د خپلو ناکامو کړنو د پټولو لپاره په سترګو کې خاوري واچوي همدا وه چې اکثره وخت به د جنګ میدان هماغو خلکو بایلود چا چې به ولس ته دوکه ورکوله.

نو په اوسني دور کې هم مونږ هماغه ناکامه تجربه کوو چې دا به بیا بیا یوه ستره تیروتنه وي.
له کومې ورځې چې د ملي وحدت په نامه یو داسې حکومت چې له لومړۍ ورځې د واکدارۍ په سر ناندرۍ روانې دي او لا هم دوام لري جوړ شوی دی له هماغې ورځې د افغانستان د نظام جوړښت له خطر سره مخ وو ځکه په کوم هېواد کې چې واکدران ددې پر ځای چې د قانون په حاکمیت تکیه وکړي په دې تکیه کوي چې څرنګه د خپل ټیم یو غړي ته چوکۍ تر لاسه کړم او د خپلو شخصي ګټو لمن پراخه کړم،هماغه وو چې ولس ورسره ورو ورو حساسیت ښکاره کاوه،ولس به په هماغه اندازه بې باوره کیده په کومه اندازه چې به د دواړو ټیمونو مخالفینو د یو بل پټ رازونه راسپړل او په میډیا کې به يې د خلکو تر سترګو او اذهانو رسول،هغه وعدې چې په لمړیو ورځو کې د اوسني ناکامه حکومت له لوري ولس سره شوې وي یوه هم په عمل کې ونه لیدلی شوه.

بلکې برعکس د هغو وعدو عمل وشو، تر دې چې زرګونه ځوانان هېواد پریښودو ته اړ شو حتا کورنۍ يې له ځان سره له هېواد بهر کړې ځینې يې تر منزل ورسیدل ځینې يې د اروپا د سمندري ماهیانو او ځینې يې د قاچاقبرانو خوراک شول خو بیا هم دوي پرې سر ونه ګراوه او فکر يې ونکړ چې دوي هم ددې هېواد وګړي دي که دې هېواد کې دوي ژوند نه کوي مونږ واکدراري او بیا لوړې سترګې د چا په مټ وګرځو،بله وعده يې له ولس سره د سترو پروژو د پیل وه چې یوازې خیالي پروژې يې پیل کړې د ټاپي په نامه نامعلومه پروژه چې د کرزي په وخت کې يې ۹۰٪ کار ختم شوی وو دوي يې یوازې د خیالي پرانستغونډه وکړه.

راځو په روانو پرلتونو خبره کړو، د پرلت کلیمه له کومه پیل شوه؟ چا پیل کړه؟ او اوس څوک پرې سیاسي تجارت کوي؟

پښتونخوا د افغانستان هغه سیمه چې انګلیس د سیمې د واکدارۍ د پریښودو په وخت کې له افغانستان جدا او د پاکستان په نامه يې د خپلو ګټو او په منځنۍ اسیا کې د تل پاتې واک د لرلو یوه ستره پروژې برخه وګرځوله د غلامۍ دا طوق لعنت يې د یو ستر پښتون قوم په غاړه کې واچولو. له هماغې ورځې چې د پاکستان په نامه د انګلیس پروژې په کار پیل کړی او داخلي واک يې پنجابي ته په لاس ورکړی دی په پښتون ناروا ظلمونه پیل شوي، ټول انساني او فکري ارزښتونه يې خوړل شوي او په موجودیت يې تل ملنډې وهل شوي.

نو په همدې اساس په پښتونخوا کې ډیرۍ وخت هغه ځوانان چې د پنجاب نه به يې د پښتون حق غوښتنې ناره پورته کړه نو یا به د پنجاب لخوا ووژل شو یا به هم د هغې ډلې ناره په یوې توطیې سره له مینځه لاړه خو په دې وخت کې د منظور پښتین په نامه یو ځوان چیغه پورته کړه چې هم په داخلي او نړیوال سیاسي او حقوقي بازار کې په درنه وچلیده او همدا چې دا ناره د پنجاب د د خاتمې پیل شو،هلته لکونه خلک راپورته شول،سیاسیون،کارګر او ټول په یو غږ د پښتون حق غوښتنې ناره بدرګه کړه.

لکه څرنګه چې مو وخته یادونه وکړه چې پنجاب تل دا ‌ډول نارې د یوې تورې توطیې پر اساس شنډې کړي دي خو دا ځل خلک هوښیار شوي دي او پنجاب نه شي کړی چې دا د پښتون سپیڅلی غږ خاموشه کړي.

دلته په کابل کې چې کله د پښتون منظور د غږ کیسه ګرمه شوه څو ځوانانو تکل وکړ چې مونږ به هم د خپلو خاینینو په وړاندې په کابل کې خپل غږ پورته کوو او په همدې ډول به د پښتونخوا د پښتون ژغورنې له غږ هم ملاتړ اعلانوو خو داسې ونه شول د هغوي په مینځ کې د پنجاب ځینې پټ اجنټان هم ناست وو چې هغوي د همدې ډلې په مینځ کې د تفرقې او په همدې ډول د حکومت د ځینې خاینو اشخاصو لاسپوڅي هم ناست وو چې هغه خاینین هم په غیر مستقیم ډول د پنجاب نه رهبریت کیږي.


نو د دوي دواړو هدف یو ډول وو دواړو غوښتل د منظور پښتین دا سپیڅلې ناره د افغانستان د استخباراتو ناره وښايي خو لمړۍ د پښتین ملګري ډیر هوښیار او بیا دلته ځینې خپلواکو ځوانانو له لوري دا کیسه شنډه شوه او د پښتین غږ لکه څرنګه چې خپلواک وو همداسې خپلواک پاتې شو،نو د دوي بازار په خرابیدو شو هلته په هلمند کې ځینې ځوانان راپاڅیدل او په ډیره میړانه يې له طالب غوښتنه وکړه چې سولې ته کښیني د هغوي غوښتنې یو اړخیزه نه وي هغوي له امریکا او حکومت هم غوښتنه لرله چې باید د طالب د سولې هغه شرط ومني چې امریکا ته يې د مخامخ خبرو کړی دی خو کله چې په کابل کې ناست اجنټانو دا غږ واوریده نو زر يې دا غږ خپل وګڼل او د سولې له شورا يې پیسو ته لاس اوږد کړ او د سولې غږ يې یو طرفه کړ،دلته د لنډغر په مقابل کې ناره بنده شوه،د حکومت د بدو کړنو خبره بنده شوه،د سولې اړخ یو طرفه شو یوازې د طالب نه غوښتنه وشوه نو همدا وو چې د سولې غږ د سولې په پروژه بدل شو کله چې حکومت ولیدل خلک بوخت شول نو پلان يې ونیوه تر څو انتخابات رامخکي کړي او پارلمان ته په همدې کش مکش کې خپل استازي ولیږي،دلته يې انتخابات رامخکې کړل هلته يې پرلتونو ته مستقیم پیسې ورکړې چې ښکاره ثبوت يې ولسي جرګې ته د سولې شورا د دار الانشا ریس اکرم خپلواک وینا ده چې یوه څو ټکي يې داسې وو (روان پرلتونه زمونږ د سولې شورا لاسته راوړنه ده) له همدې څو ټکو ویلی شو چې دا غږ یوازې د هماغه اړخ له لوري 
چې کلونه کلونه پرې میلیونونه ډالر مصرف شول خو نتیجه يې بیا هم صفر کې ضرب وه.

نو دا چې ولس تر ډ‌یره په دې نه پوهیږي او هر هغه غږ چې ولس ته هېلې ورکوي بدرګه کوي زمونږ د نن وروسته پاتې کیدو اصلي لامل دی،مونږ باید هغه حقیقتونه چې کلونه يې ولس انتظار کوي ولس ته وړاندې کړو او ورته په ډاګه کړو چې دا خلک ستاسې په موجودیت ،فکر او احساس تجارت کوي،نو دا سیاسي تجاران او د پردیو ګوډاګیان باید وپیژندل او د وخت سره له سیاسي او ټولنیزې صحنې وویستل شي.

په ماته کښتۍ سپور یم طوفانونه دي په مخ کې
په دې لاره يې بیایم که وم وم که نه وم نه وم
د یو پیاوړي، له خیانتګرو پاک، آمو تر اباسینه پرمختللي هېواد په لور