ویده ملت او ویښ چارواکي!

مونږ چې کله ماشومان وو نو مشرانو به متل کاوه چې پلانکي سړي ژوندی اوښ په بډه وواهه نو مونږ به حیران دې ته پاتې شو چې اوښ د انسان څو برابره دی نو څرنګه په ب‌ډه وهل کیږي؟

خو چې کله پوه شو چې د هغوي د متل معنا دا وه چې پلانکي سړي له ځان ډیر څه غلا کړل،خلک يې چور کړل،هېواد يې وران کړ خو لا هم خلکو ته سترګو کې خاوري اچوي چې زه د هېواد تر ټولو هېواد پرست او غریب ترین انسان یم

زه باوري یم چې له نن کلونه پخوا مونږ ډیر پرمختللي او پوه انسانان وو،په انسان شناسئ چې مو دوکتوراوي وکړې خو لا مو انسانان ونه پیژندل چې د کومې طبقې خلک د چا او څوک دي.

دا یوازې د یو مثال څو توري دي چې باید یادونه يې وکړم،اوسنیو شرایطو کې له ټکنالوژۍ نیولې بیا تر هر څه ښه په وضاحت انسان تشریح کړی خو کمبختي دلته ده چې مونږ لا د انسان تشخیص ته په خپلو مغزو کې ځای نه دی ورکړی او پوهیږئ چې دا کار نه یوازې د اوسنیو شرایطو بدې کړنې دي بلکې لسګونه او حتا سلګونه کاله پخوا چې په نړۍ کې د ټکنالوژۍ سرایت دومره نه وو هم دا بدترین کار وو.

که مونږ سینوهه داستاني کتاب لوستی وي نو په دې پوهیږو چې له میلاد څه باندې دری زره کاله پخوا هم په ډیرو متمدینو ممالکو کې دې کړنې شتون درلود او اکثره انسانان په دې بوخت وو چې انسان پیژندنه لا پیاوړي کړې تر څو نړۍ د ښه او بد تر مینځ تفکیک وکړي او د بد او بدتر تر مینځ روان کړکیچ حل کړي خو متاسفانه چې لا هم مونږ له میلاد څه باندې دری زره کاله پخوا ژوند سره هم ځان برابر نکړای شو.

هغوي چې اوښان يې په ښکاره په بډو ووهل،لیونۍ نړۍ ته يې اور ورته کړ لا هم زمونږ د سر تاج او د دید لپاره دوه سترګې دي.

کلونه مو په هېواد کې ولیدل چې د جوړ نظام پر ضد يې جګړه پیل کړه میلیونه افغانان يې شهیدان کړل کورونه يې وران کړل او حتا انسانان يې ژوندي تر خاورو لاندې کړل خو مونږ بیرته هماغه خلک اتلان کړل.

دا د حافظي کمزوري ده او په دې مرض مونږ نه یوازې نن بلکې له کلونو اخته یو، د پردیو کړیو جاسوسان مو د هېواد پرمختګ اتلان کړل او په ډیرو بدو شرایطو کې مو ورسره ژوند تیر کړ خو دوي زمونږ له غمه مړه نه بلکې د خپلو هغو اولادونو له غمه مړه وي چې په بهر هېوادونو کې په هوسا ژوند تیروي.

خپل بچیان مو ددوي د ګټې قربانۍ ته لکه د اختر پسونه ورکړل خو دوي لا هم خپل بچیان په عیاشئ ماړه نکړل او د هرې ورځې په تیریدو دا حالات له نسل نسل ته پاتې کیدونکي دي.

د ویده ملت او ویښ چارواکي کیسه همدا ده چې چارواکي د غلا لپاره ويښ وي او ملت بیا له خوبه پاڅي او په خوبولو سترګو ورته چکچکې وکړي چې افرین ته اتل يې او ددې هېواد او ملت بقا په تا پورې تړلې ده.

غل هم له خوښۍ د حق نارو ته زور ورکړي چې ملت خو په داسې خوب ویده دی که يې کلونه فکر سرته راشي هم زه به کلونه لا نور پرې اتل پاتې شم تر دې چې زما د نسل نسل لا پکې هوسا ژوند وکړي.

دا ملت ویښتیا غواړي اوهغه اشخاص چې اوښان په بډه وهي ددې ملت له سره پاڅول په کار دي، که مونږ ویده یو لا به مو جګړې سرونه خوري او لا به زمونږ قربانۍ د نورو ګټو لپاره وي.
دا هېواد به تل ځلیږي لکه لمر په شنه اسمان
صفت ځواک