البته په نړۍ کې کله چې په یو هېواد سختي راشي نو د هېواد خلک مجبوریږي تر څو بل هېواد ته ولاړ شي او هلته د میشت کیدو لپاره هغه هېواد ورته یو خاص ځای ورکړي تر څو نړیوال او هغه هېواد ورسره مرسته وکړي،د هغې کمپ خلک یوازې د خلکو مرستو ته لاس نیولی وي نور د کار روزګار کوم درک نه لیدل کیږي
د افغانستان اوسنی حالت هم همداسې دی،کله چې ډاکټر غني د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند وو نو ولس ته يې د خپل منشور له لارې او په همدې توګه يې د هرې غونډې د وینا لمړني ټکي همدا وو چې د ولس په دسترخوان کې به بدلون راولم او اقتصادي حالت به تغیروم خو ولس ته دا واضح نه وه چې څرنګه بدلون؟ او څرنګه اقتصادي حالت؟
خو څلور کاله وروسته ثابته شوه چې غني ویل له شته خوراک مو خلاصوم او دسترخوان کې مو حتا وچه ډوډئ لا نه پریږدم ژوند به په نیمه خیټه کوئ او کورنۍ اقتصاد به له صفر زره ضرب کوم او د تجارت ټولې لارې به د سیسټماټیک فساد لارې جوړوم.
همداسې يې وکړل او خپل خوب يې په حقیقت بدل کړ،حکومت نه يې د کډوالو کمپ جوړ کړ چیرته چې بې سرپرسته وو په حکومت کې يې ځای پر ځای کړل چیرته چې د پردي ملک نه راغلي کډوال وو هغوي ته يې لمړیتوب ورکړ ځکه په آصل کې دې خپله یو کډوال وو چې لا يې هم کورنۍ په هېواد کې شتون نلري او د نړۍ په سترو هېوادونو کې هوسا ژوند کوي،د جکړې لمړۍ لیکو ته د غریب او بیچاره ملت بچیان لیږي او په سوله تجارت کوي تر څو په خارج کې خپل فامیل ته نفقه پیدا کړي او هغه کډوال چې ده حکومت کې ځای پر ځای کړي دي په داخل او خارج کې یوازې ده بې بنسټه درواغ او لابیګیري کوي دا کومه خاص کیسه نه ده بلکې عامه کیسه ده چې که چیرته ته د کډوالو د کمپ غړی وي نو ډیر دروند او شرافتمند انسان يې که چیرته ته ددې کمپ غړی نه اوسي او ژمنتیا دې له دې هېواد ته ډیره وي نو بیا ته تر ټولو بیکاره او غدار انسان يې،دا ځکه چې ددوي د فامیل عیشي نفقې ته خنډ ګرځیږي او په ډیرئ مواردو کې د نظر اختلاف درسره په بل ډول غیر قانوني چلند مخته وړي،البته چې له لمړۍ ورځې هغه اساسي قانون چې د خپل ځان د بریا لپاره يې په سینه ورته ګونډې ولګولې او د اجرایه ریاست په نامه باندې يې ریاست او د ګډ حکومت تر نامې لاندې يې د کډوالو کمپ جوړ کړ تر پښو لاندې کړ خو بیا هم په همدې کډوالو کمپ کې د قانون د پلي کیدا چغې وهل کیږي.
فکراً دوي پوهیږي چې دا قانون د بیچاره ولس لپاره دی نه د ده او دده د کډوالو لپاره.
دا چې وروستۍ پریکړې يې دا په ډاګه کوي چې ولس بیا وښايي چې زه ستاسې تر ټولو همدرد انسان یم نو دا بیځایه شعارونه دي هغسې شعارونه چې تیر ځل يې ولس پرې دوکه کړ او ځان يې ریاست جمهوري ته ورساوه او د ولس فیصلې تضاد يې د جان کیري فیصله ومنله او خپل کارونو ته يې داسې دوام ورکړ چې د یو ولایت له سقوط دوه اویا ساعته وروسته خبریږي نو څه فکر کوئ چې داسې یو شخص به په دې څلور کاله کې د یو مظلوم هېوادوال غږ اوریدلی وي؟
مونږ د یوه داسې نظام او حکومت غوښتوونکي یو چې ولس پکې خپلې هېلې وویني او ورته څرګنده شي چې مونږ د یو هېواد او یو حکومت لروونکي یو چې که نن نه وي سبا به د نړۍ سره د سیالئ ډګر ته ځو.
نه داسې چې شته هېلې هم رانه واخلي او د خاوري او ملت د سر سودا مو یا له پنجاب او یا هم د آمریکا او آنګلیس له استخباراتو سره وشي.
بدلون مونږ کړی دی خو دوي مو نه پریږدي چې خپل بدلون نړۍ ته ثابت کړو همدا کډوال او پلویان يې دي چې ګتې يې په خطر کې لویږي او درواغ يې نړۍ ته په حقیقت څرګندیږي،سوله پروژه کوي او خپلې ګټې پکې ګوري نړۍ ته وايي چې که مونږ وو سوله راځي که نه دا ملت ویده دی سوله نه غواړي او د جګړې دوام غواړي تر څو خطر يې نړۍ ته ورسیږي.
نو بنا په دې مسائیلو چې مې ذکر کړل مونږ نور د کډوالو د کمپ ژوند نه غواړو فکري ثبات د آزادۍ ژوند او د هرې مسئلې حل په بین الافغاني او د ولس په آرادي سره غواړو هېله ده چې کډوال نور ددې ملت ژوند ته نظر وکړي او خپلې بسترې بار کړي او له هېواد ووځي.
د خپلواک او پرمختللي لوی افغانستان په لور.....
وروستي