د ټولې نړۍ یا په بل اړخ د ټولو هېوادونو دا بهرنۍ او داخلي پالیسي ده چې د نړۍ له حالاتو سره ځان سموي او خپلې استخباراتي او حکومتي چاري په هماغه مسیر برابروي چې نړۍ پرې روانه وي.
دا کار ځکه کوي چې د نړۍ له پرمختګ شاته پاتې نه شي او په مکمل ډول په حالاتو کې شریک پاتې شي تر څو د هېواد او ملت لپاره ګټه وي،خو د هر هېواد سترایتژي بیا د سیمې په اړه څرګنده وي او په خورا احتیاط په هغې لاره قدم کیږدي.
تر څو يې د سیمې حالات د قوت لور ته لاړ شي او د نورې نړۍ له حکومتونو سره د سیالۍ ډګر ګرم او پراخه وساتي.
دا یو داسې اړخ دی چې یوازې تر حکومتي سیسټم منحصر دی
بل لور ته ددې کارونو د اجرا لپاره د سیسټم چلوونکي موجود دي چې هغوي ته واکدران ویل کیږي او د حکومت په راس کې قرار لري ، د راس واکداران باید پاک خلک وي او په ډیرې هوښیارۍ سیسټم پر مخ یوسي تر څو نړۍ او سیمه د ځان په ګټه وڅرخوي او هېواد ته ترې ګټه راوړي،خو ایا دا کار مونږ کړی دی؟
دا یو لنډ تعریف وو چې سره مو څرګند کړ اوس به راشو خپلو حالاتو او د واکدارانو کړنو ته چې څومره په خپل ذات کې دوی ژمن دي چې هېواد او ولس ته ګټه وکړي؟
کلونه کیږي مونږ د یو داسې ناورین ښکار یو چې د سیمې هېوادونه خو لا څه کوې چې تر نیمې نړۍ زیات هېوادونه مو په سرنوشت لوبي کوي او د خپلو هېوادونو ګتې ساتي،اقتصادي او استخباراتي جګړې کوي،یو دولت را ړنګوي او بل دولت راته جوړوي،یو اړخ مو په غلامۍ تورنوي هغه ختمول غواړي او بل اړخ چې ددوي خپل لاسپوڅي وي راولي او بیا يې د هغه اړخ مطابق جنګوي، کله يې مذهبي اډیالیزم ته کشوي او کله يې د شخص پرستۍ په مورچه کښینوي او بل لوری پرې ختموي.
دې کیسګیو دا دی کلونه ونیول او تر دې يې را ورسولو چې لار يې رانه په هر اړخ کې ورکه کړې ځینو ته یوه جګړه او ځینو ته د بل لوري جګړه ښه ښکاري دا ځکه چې زمونږ فکري تمرکز يې یو لوري ته نه دی پریښی بلکې سل لورو ته يې جوړ کړی او په هر لور چې دوي وغواړي په هماغه لور يې ګرځوي تر څو دوي خپلې هېوادنۍ،سیمیزي او نړیوالې مشترکې ګتې پیمال کړي.
تیر اتل کاله يې داسې لوبه وکړه چې حتا ورور يې د ورور دښمنۍ ته کښیناوه خو زمونږ واکدارانو څه وکړل؟ مسئولیت يې څه وه او خپل صلاحیت يې د څه لپاره وکاراوه؟
نړیوالو او سیمیزو حکومتونو زمونږ له څلویښت کلن ناورین نه داسې ګته پورته کړه چې مونږ به يې جبران په کلونو کلونو کې ونکړو،هغوي د خپلو ګټو لپاره کلونه ددې هېواد په نوم اشخاص وروزل،هغوي يې تقویه کړل او په همدې انډوخر يې راننویستل واک ته يې ورسول،بیا يې د خلکو افکار داسې تخریب کړل چې د ښه او بد ، وطن دوست او وطن دښمن تفکیک ونه شي کړای یا په بل عبارت چې اوبه يې خړې کړې او خپل ماهیان يې پکې ونیوه.
تیر اتلس کلن دور د نړۍ د ابر قدرتونو د سیمي د هېواد په نامه د استخباراتي یوې وحشتګرې کړۍ او نورو یو بل ته عقديي هېوادونو لپاره یو زرین چانس وو او لا هم دی چې خپلې ګټې سره مشترکې وساتي نو پر مونږ يې د خپلو استخباراتو روزل شوي مقرر کړل، له اولې چوکۍ نیولي تر اخیري مامور يې هغه څوک وټاکل چې وجدان يې پخوا پلورلی او ایمان،هېواد يې اوس وپلوره،د فکر خلک يې یا له خپلې مخې لرې کړل یا يې په یو او بل نوم ورته توطیې جوړې کړې او ختم يې کړل،دا بدرنګه بیړۍ يې روانه وساتله چې نه پکې د هېواد د ثبات،پرمختګ او هوساینې فکر شته او نه پکې ددې ملت د ارزښتونو د ساتلو کوم زره هوډ،دا لړۍ يې تر دې راورسولو چې ملت له ډیرې قربانۍ وروسته خپلې ارادې ته تغیر ورکړ او نړۍ ته يې یو ډول پیغام ورکړ چې مونږ لا په وژنو نه شئ ورکولی او د نړۍ د مشترکو ګټو خنډ وګرځیدل نو نړۍ ته همدې پیغام یو ډول قناعت ورکړ.
دا قناعت په دې بدل شو چې نړۍ پر دې ملت باور وکړ خو واکدار چې ولیدل واک يې له لاس وځي نو په همدې اساس يې د نړۍ له دې پریکړې بغاوت ته ملا وتړله د ملت ګټې د شخصي ګټو څخه قربانوي چې په یو اړخ کې يې د یو داسې منفوره فکري کړۍ رامینځته کړې چې نه یوازې ملت د یو څو پیسو په بدل کې ښکنځي بلکې هره ورځ د هېواد د پرمختګ خنډ ډیروي او خپلې ګتې پکې ساتي چې دې حالت ته بیا په هېواد کې هېوادونه جوړول او ورور د ورور سره ګاونډیتوب معنا ورکوي.
اوس همدا حالت روان دي، د بیا واک تر لاسه کولو لپاره اخته دي د ملت ویني څښي،روزانه لسګونه د ولس بچي چې د ملي ځواکونو په لیکو کې دي یا د طالب په لیکو کې دې وژل کیږي او یا زندانونو ته اچول کیږي.
خو د واکدار يې په داسې حالت څه؟ د دوي بچیان خو ددوي د بادارانو په هېوادونو کې د خپل ژوند نه خوند اخلي او د خپل اولاد راتلوونکی په هماغه هېواد کې ګوري.
داسې کړنې پخوا هم په ډیرو هېوادنو کې تیرې شوي چې یو له هغې له هند بیل شوی پنجابستان دی چې له بنګالیانو سره يې د بد چلند بیلګې وړاندې کولی شو خو وروسته هغوي وتوانیدل چې خپله ازادي واخلي او هغه څوک يې کلونه وروسته په دار کړل چې د پردیو ګټو لپاره يې د هغه هېواد په راتلوونکي لوبې کولې.
دا زمونږ په شته واکدارانو هم راتلوونکی دی خو که دوي نه وي ددوي بچیان او لمسیان به يې دا پورونه لنډوي ځکه دوي د خیانتګرۍ اصلي محصول د دوي اولادونه دي.
تاریخ هیڅ بد ښه نه دي یاد کړي، مونږ لا هم د بچه سقاو چې تاجک وو او شاه شجاع چې پښتون وو په نوم اخستلو شرمیږو، ځکه دوي د پردیو ګټو لپاره خپل هېواد ورانوو او ددې مظلوم ملت وینې يې څښلې
دا چې زمونږ واکداران په کوم لور روان دي د هېواد اوسنیو شرایطو سره ټولو ته څرګندیږي څوک به د واک لپاره د سپینې ماڼۍ او څوک به د کریملین دیوالونو ته سجدې کوي دوي که همدا سجدې د دې ملت او افغانستان لپاره کړې وی اوس به مونږ د نړۍ تر ټولو بختور ملت او پیاوړی هېواد وی.
پردي خپلیږي خو خپل چې پردي شي بیا هیڅکله نه خپلیږي
وروستي