
په نړۍ کې د سیاست د تعریف په بنا سیاستونه معقوليت ته لمړیتوب ورکوي چې سیاستوال باید پوه، باوري او د ټولنې هغه فکر وي چې د ملت جوړوني او په هېواد د نړیوالو د باور او نړیوالو اړیکو یو ځانګړی قوت لرونکی وي.
خو دا چې مونږ له نړۍ سره څه فرق لرو؟ سیاستوال مو څوک دی؟ د سیاست معیار مو څه دی؟ چاته سیاستوال وایو؟ باید روښانه کړو.
زمونږ ټولنه که له هر اړخ وڅیړل شي د نړۍ د ټولنو سره توپیر لري، زمونږ فرهنګي، سیاسي او ټولنیز ژوند، تګلوری او مساوات سره ستر توپیر لري، زمونږ ذوق نړۍ ته دا په ډاګه کوي چې مونږ یوازې تر خپل دید محدود یو او له دې پرته نوره نړۍ یوازې خیال دی جنون دی خو برعکس داسې نه ده مونږ په غلطه یو نړۍ ستره ده نور انسانان تر سپوږمکیو ورسیدل خو مونږ لا د خپل سیوري په آهمیت نه پوهیږو چې ولي د لمر سترګې له ګرځیدو سره خپل اړخ بدلوي؟ په دې بحث نه کوو چې وجودي جوړښت مو له نورو انسانانو سره فرق نلري خو فکر مو فرق لرو بحث په دې کوو چې ولې نړۍ د خپل دید اخوا هم فکر لري او مونږ يې نلرو.
د یو ملت جوړیدل خدايي خلقت دی چې ملت جوړ کړي،میلیونونه انسانان په یوه ژبه ګویا کړي هغوي ته یو فکر ورکړي او بیا د خپل ژوند د بقا لپاره لاس په کار له خپل کور يې پیل او خپل چاپیریال ښایسته او د راتلوونکي په ښه پال يې پالنه وکړي.
خو مونږ برعکس یو ځکه زمونږ فکر بلې ټولنې بلې ډلې روزلی دی خپله سیمه راته پردۍ او پردۍ سیمه راته خپله ښکاري خپل فرهنګ راته شرم د بل فرهنګ راته ویاړ او پرمختګ ښکاري،ایا مونږ بدلون داسې غواړو؟
له ملي وحدت حکومت يې پیلوو دلته د نورو په روزل شوو شملې لکې شوې،دلته افکار نورو روزلي وو خو په مونږ ومنل شو.
دا سمه ده چې مونږ په کمه اندازه خلک لرو تر څو په یو فکر ژوند کوي خو دا هیڅکله نه منو چې په پراخه پیمانه خلکو دې د ژوند تجربې نه وي کړې او د هر څه عیني شاهد دې نه وي،زمونږ داخلي سیسټم په جرګو ولاړ دی که نړۍ پارلمان لري نو مونږ جرګه لرو او همدې جرګو دا هېواد تل ژغورلی او ویاړ يې وربښلی دی،خو دا دود هغوي ختم کړ چې د نورو په فرهنګ او دود يې ویاړ کاوه،ملي وحدت جوړښت د افغانانو په لاس کې وو د آنګلیس پټ استازي په ډیر ویاړ راغلل ځانونه د افغانانو په شکل پوخ کړل خو ګټې يې د افغان نه بلکې د انګلیس خوندي کولې ځکه دوي خپل چاپیریال د انګلیستان خاوره ګڼله نه د افغان خاوره دوي دلته د واکدارۍ تر چوکۍ ورسیدل،دوي دلته د خپلو افکارو خپراوي لپاره څو نور پیدا کړل چې ګټې يې ورسره مشترکې وي د خپل ژوند چاپیریال يې ورته خیالي تعریف کړ،تیوریانې يې ورته خوږې وړاندې کړې ژبه يې ورته پسته کړه او دا خلک يې تر چتر لاندې راوست د نورو په خوله يې د خپل ورور دښمنۍ ته ټټر وواهه کله به يې په ککرۍ ورته سر ماتول کله به يې په غره کې ورته د پټیدی نه شي نارې وهلي خو دا یوازې یو خیال وو خو ستر هدف پکې داوو چې نورې هغه کړنې چې دوي ېې کوي له خلکو پټې وساتي،راځو د یو حکومت مشروعیت ته چې په کوم وخت کې د مشروعیت دعوه کولای شي؟
ملي وحدت حکومت چې د انتخاباتو کیسه پیل شوه او د دوه ګټوونکو ټیمونو تر مینځ د سیالۍ ډګر ګرم شو د ولس په احساساتو لوبې وشوې او چا چې روزلي وو هغوي د خپل هدف لپاره دواړه ډلې سره کښینولی او ورته يې آمر وکړ چې خپلو کې سره یو داسې جوړ جاړی وکړي چې د ملت په ځای پکې د اشخاصو ګټې مهمې وي،دوي همداسې وکړل او د ملي وحدت په نامه يې یوه داسې پروژه چې کلونه کلونه يې افغان ملت ویره لرله په لاره واچوله،دا پروژه د افغانانو د یوې سترې تباهۍ لامل ګرځیدله چې تر ډیره ملت او د ملت واقعي اشخاصو لخوا کنټرول کړای شوه او یوازې تر څو اشخاصو او د اشخاصونه تاوو شوو کړیو په زیان تمامه شوه.
په لمړۍ ځل ناسته کې حکومت جوړښت تشکیل کیده د دواړو ټیمونو له لورې پریکړه وشوه او ملت ته وعده ورکول شوه چې مونږ به حکومت ته مشروعیت ورکوو او د ملت آرادې ته په احترام سره به په دوو کلونو کې دننه ملي عنعنوي لویه جرګه راغواړو بیا به د اساسي قانون لویه جرګه راغواړو تر څو عنعنوي لویه جرګه حکومت او د اساسي قانون لویه جرګه د اجرایه ریاست مشروعیت په تثبیت ورسوي.
خو دوي داسې ونکړل ځکه دا حکومت نه بلکې یوه پروژه وه چې د آمریکا په غوښتنه پیل او بیا يې واکداري یا د اوامرو مشري د انګلیس په لاس کې شوه،دوي څه وکړل؟ د انګلیس په غوښتنه يې له نظام د پنجاب ضد څیرې لرې کړې،د انګلیس په آمر يې پنجاب سره د ډیورنډ په سر معامله وکړه،ایسوپي تړون يې امضا کړل،پښتنو ته يې اقتصادي لارې بندې کړې او په همدې ډول يې د پښتون یو ستر ټبر د یو تروریست په نامه ونومول او آمریکا د نړۍ تر ټولو ستر بم چې د بمونو مور ورته ویل کیږي د پښتون په کور ګوزار کړ،خو د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې دا حساب شوې چې د تیر حکومت په دور کې د ټاپي پروژه چې ۹۵٪ کارونه يې هغه وخت تکمیل شوي وو،د وزارت دفاع ودانۍ چې کارونه يې د تیر حکومت په دور کې پیل او په اخیر کې پای ته ورسیدل،د سلما بند چې کارونه يې د تیر حکومت په دوران کې پیل او پای کې پای ته ورسیدل،دا هر څه دوي د خپلو لاسته راوړنو په کتار کې حساب کړې خو بل لور ته په کابل کې د مټرو جوړولو وعده لا معلومه نه ده،د الکترونیکي تذکرو خبره لا بې درکه ده،د سترو قراردانو شریکوال يې خپلوان دي د وزارت دفاع د تیلو فساد چې قرار داد يې اجمل غني اخستی دی هغه شرکت چې تر اوسه په افغانستان کې آدرس نلري لا درکه شوه؟ د مظلوم ملت نه لس فیصده د ټیلفون مالیه چې میلیونونه ډالر کیږي لا درکه ده؟ د کابلبانک قضیه لاړه ګونګه شوه؟ نور واړه کارونه چې ملت ته يې ستر تاوانونه اړولي دي هیڅ د یادولو نه دي.
دا چې مونږ سیاست کوو که سیاسي تجارت؟ مونږ سیاستوال لرو که سیاسي تجاران؟ ټولو ته به بهتره معلومه شوي وي،نو په همدې اساس راځو دې ته چې ولي مونږ په سیاست نه پوهیږو؟ ځکه چې مونږ د ملت په حقیقي آرادې نه یو خبر ملت ته حقیقت نه وایو د ملي ګټو په ځای شخصي ګټو ته ډیر ترجیع ورکوو،نو له همدې کړنو سره ویلی شو چې دا روانه لوبه چې نه مشروعیت لري نه پاکه آراده نو یو ستر خیانت دی چې ملت سره کیږي او په ملت دا خیانت په ډیر چل ول تپل شوی دی.
مونږ د خپلواکۍ، سولې، مینې او انسانیت سمبول یو خو دا پلورل شوي خلک لا هم په مونږ د نړۍ د ناپوه او بدرنګو خلکو یعني شر خوښوونکو نوم ږدي خو دا هر څه په حقیقت کې مونږ نه بلکې همدوي دي
له جنګ ستړي یو سوله غواړو،د نړۍ سیالي په ټوپک نه په قلم کوو
د یو اباد له خاینینو پاک او پرمختللي لوی افغانستان په لور