
سوداګريزې خبرتياوې؛ بم اېښودونکی لونګۍ او ږيره لري، راپور ورکوونکی پکول او په ږيره کې خطونه
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
په هېواد کې له تيرو ۱۷ کالونو راهيسې جګړه روانه ده. د جګړې دواړه لوري (حکومت او طالبان) روانې جګړې ته له بېلا بيلو لېدلوريو مشروعيت ورکړی دی. حکومت وايي، چې طالبان او د دولت نورې مخالفې ډلې، ترهګر دي، ترورېستان دي، د پرديو لپاره جګړه کوي، بې ګناه کسان وژني، د هېواد د عامه تاسيساتو دښمانان دي او په لویه کې يې کړنې د اسلامي او انساني اصولو خلاف دي.
بې له بلې خوا، طالبان او نورې وسله والې ډلې وايي، چې حکومت د امريکا او د کفري نړۍ د غلامۍ په کړۍ کې ژوند کوي، کفارو اشغال کړي دي، په بهرني او کورني سياست کې ازادي نه لري، امريکا او د نړۍ نور ملکونه د افغان حکومت په شتون کې د افغانستان له خاورې څخه د خپلو موخو په پار نامشروع ګټه پورته کوي او نور.
دا ځواب او استدلال به لوی خدای او افغان ولس ته پرېږدو، چې څوګ پر حقه دي او څوګ نه؟ لوی خدای به په ورځ د قيامت له هر ظالم څخه پوښتنه وکړي او افغان ولس ته به تاريخ دا ټولې ناخوالي وليکي؛ حق او باطل به ورته په ګوته کړي.
د نړۍ يو شمېر هېوادونه او د افغانستان په دننه کې، ځيني افغان قومونه وايي، چې په افغانستان کې که طالب دی، که داعش دی، که القاعده ده او يا د دوی په وينا ټول ترهګر پښتانه دي او د حکومت پر وړاندې ورانکارې چارې هم دغه قوم (پښتون) تر سره کوي.
دغه خلک لومړی طالب ته يوازې يو نوم اخلي چې ترهګر او له دې وروسته بيا پښتون ته طالب وايي. اوس بيا
ځو هغه پخوانۍ خبرې ته، چې طالب په حقه دی او کنه، دا پوښتنه پرېږدو وخت ته، خو سلو په سلو کې هر طالب ته د ترهګر ويل هم تېروتنه ده.
دا مونږ هم منو، چې ډېری طالبان پښتانه دي. له طالب زمونږ موخه دلته د اسلامي امارت په نوم د طالبانو رژيم دی، چې ډېر لوړپوړي چارواکي او مامورين يې پښتانه وو. خو په افغانستان کې په اوسنۍ روانه جګړه کې، د حکومت په وينا، چې د طالب ترڅنګ شل نورې ترهګرې ډلې هم فعاليت کوي او په افغانستان کې شتون لري. نو عربی، ازبکستانی، د چيچين وګړی او پنجابی پاکستانی خو افغان طالب نه شي کېدای، خو په حقيقت ړنده، لومړی هر ترهګر ته طالب وايي او بيا هر طالب ته پښتون وايي.
د طالب او حکومت ترمنځ په جګړې وړاندې وغږېدو، چې هر يو يې ځان بې ګناه او پر حقه بولي، او هر يو يې مقابل لوری ظالم او ناحقه يادوي. دا چې حکومت په تبليغتي جګړه کې د طالبانو پر وړاندې منفي تبليغات کوي، په بېلا بيلو نومونو يې يادوي، د دوی کړنې غندي او د طالب څخه په ټولنه کې د نفرت لپاره کار کوي، د حکومت تبليغاتي جګړه ده.
ستونزه په دې کې ده، چې هر کله حکومت طالب او يا بل وسله وال مخالف ټولنې ته د ترهګر په نوم معرفي کوي، نو دغه کس د پښتون په جامه کې وړاندې کوي. دوی په تبليغاتو کې، د پښتون په انځور کې طالب او يا بل هر وسله وال مخالف راښيي.
په ډېرو سوداګريزو خبرتياوو کې به مو ليدلي وي، چې يو کس بم ځای پر ځای کوي، دغه کس حکومت د ترهګر په ډول معرفي کوي، خو په ياد کس يې مصنوعي ږيره اچولي، د پښتون جامه يې په ور تن کړې ده او لنډه دا چې د پښتون په کلتور او لباس کې يې پټ کړی دی.
له بلې خوا، هغه کس چې د ترهګريزو فعاليتونو پر وړاندې له حکومت سره همکاري کوي او حکومت ته مالومات ورکوي، پکلول يې پر سر، د غاړې دسمال يې په اورميږ راتاوو، په ږيره کې يې ډول - ډول خطونه وهلي او د غېرې پښتون په جامه کې برابر شوی دی.
د حکومت دا ډول کړنې، په لويه کې ټول پښتون قوم ته توهين، سپکوي او د پښتون د اصلي انځور خلاف د پښتون معرفي کول دي. ډېری هغه رسنۍ چې پښتون ولس او پښتو ژبې ته د چوپړ ادعاوې کوي او په دې لوبه کې يې په مېلونه سرمايه تر لاسه کړه، د پښتون ضد کړيو له خوا په داسې سياسي لومو کې ښکيل شوي، چې د يو څو پيسو په بدل کې، د پښتون په لمن تور داغ پرېږدي.
د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د رسنيو له مسوولينو مو هيله او غوښتنه دا ده، چې هره هغه کړنه او چاره چې، پښتون نړۍ او ټولنې ته وحشي، ترهګر، وژونکی، قاتل، او د زده کړو پر وړاندې معرفي کوي؛ ترې لاس واخلي. د روانې جګړې ابعاد دې وګوري، رېښې يې بايد پيدا کړي او د لوی پښتون قوم عزت او حرمت دې وساتي.