
جنرال نېکلسن په افغانستان کې هغه تېروتنې بيا کوي، چې له ده وړاندې نورو امريکايي جنرالانو تر سره کړي
داکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ جګړه، چې امريکا او نړيواله ټولنه يې د ترهګرۍ پر وړاندې د نړيوالې جګړې په نوم يادوي، ۱۷ کلنه شوه. د ۱۷ کالونو راهيسې امريکا، نړيوالې ټولنې او افغان حکومتونو، په مېلېاردونو امريکايي ډالر پيسې، په سلګونه زره امنيتي سرتيري او د ډېرې لوړې بيې پوځي تجهزات، وسلې او اکمالاتو په افغانستان کې وکارول، خو دا جګړه يې نه پای ته ورسوله، نه يې کابو او مهار کړه. د امريکا، نړيوالې ټولنې او افغان حکومتونو د دومره لګښتونو سره - سره په افغانستان کې جګړه ورځ تر بلې زور پيدا کوي او وسلوال مخالفين د وړاندې تګ او بريا په درشل کې دي.
په افغانستا د جګړې د اوږدوالي له نورو ډېرو لاملونو څخه يو عمده لامل د امريکا، نړيوالې ټولنې او افغان حکومت هغه ادعاوې دي، چې په حقيقت کې شتون نه لري. امريکا، نړيواله ټولنه او افغان حکومتونه که د جګړې په ډګر کې هر څومره زيان ومومي، هرڅومره مرګ - ژوبله ورته ورسيږي او که د ماتې تر پولو هم نېږدې شي، خو يوازې دا يوه چېیغه وهي، چې جګړه به ګټو، دښمن ته مو ماتې ورکړې ده او بريا مو په برخه ده.
په دغه لوبه کې، امريکا نړيوالې ټولنې ته رېښتنې حقيقت نه وايي، چې په افغانستان کې څومره له ستونزو او فشار سره مخ ده او فضاء څومره پرې راتنګه شوې ده، نړيواله ټولنه بيا افغان حکومت ته خپله رېښتنې توانايي نه په ګوته کوي او همدا ډول افغان حکومت بيا خپلو خلکو او ولس ته، د خپل قوت او ضعف ټکي نه څرګندوي، بلکې که هره ورځ امنيتي ځواکونو ووژل شي او وسلوال مخالفين ولسوالۍ په ولسوالۍ پسې ونيسي، نو حکومت همدا وايي، چې دښمن ته مو سخته ماته ورکړه او ياد بريدونه او وژنې يې د بې وسۍ ښکارندويي کوي.
له د ۲۰۰۱ څخه بيا تر نن ورځې پورې په افغانستان کې امريکايي جنرالانو خپلو خلکو، افغان ولس او افغان حکومتونو ته په پرله پسې ډول دروغ ويلي او د خپلې دروغجنې بريا ادعاوې يې خپرې کړې دي.
په ۲۰۰۱ ز کال کې چې کله د لومړي ځل لپاره امريکا افغانستان ته راغله، د پوځيان شمېر يې ډېر وو، طالبان او القاعده هم په يو څو لوموړيو کالونو کې چوپ او ارام وو، نو دوی داسې انګېرله، چې ګواکي د افغانستان جګړه يې وګټله. که څه هم د جګړې په ډګر کې امريکايي جنرالان پوهېدل، چې د مقابل لوري له خوا ګواښ سره څومره مخ دي، خو دوی به هر وخت يوازې دا خبر کوله چې د افغانستان جګړه يې ګتلي او دښمن يې ځپلی دی.
په ۲۰۰۹ ز کال کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان جنرال ډېوډ وويل، چې امريکا د افغانستان په جګړه کې ماته نه بلکې بريالۍ او غښتلې ده، خو د ډېوډ له ماموريت وروسته هم افغانستان له هغې هم په بد وضعيت کې شو، کوم چې له ۲۰۰۹ وړاندې وو.
بيا په ۲۰۱۰ ز کال کې يو بل امريکايي جنرال سټېنلي ادعا وکړه، چې امريکا، نړيوالې ټولنې او افغان حکومت د جګړې په ډګر کې طالبانو او د افغان حکومت نورې مخالفې وسله والې ډلې ځپلې او شا تګ ته يې مجبورې کړې دي.
له جنرال سټېنلي وروسته، په ۲۰۱۱ ز کال کې جنرال پتروس وويل، "په افغانستان کې بريا او وړاندې تګ د امکان او لاس ته راوړلو وړ دي، مونږ په دې برخه بريالي او وړاندې يو."
د افغانستان جګړه د بريا د پر له پسې ادعاوو سره تر ۲۰۱۳ راغله، په ۲۰۱۳ کال يو بل امريکايي جنرال جوزېف اېف په ډاډ سره وويل، "د افغانستان په جګړه کې د امريکا بريا حتمي ده او دا خبر له شک څخه وتلې ده."
په ۲۰۱۴ کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او د ناټو د غوڅ ماموريت مشري جنرال نېکلسن په غاړه واخېستله. جنرال نېکلسن ته په کاره وه، چې له تېر څخه يې ډېر څه زده کړي وای، خو هغه هم د نورو امريکايي جنرالانو په څېر يوازې دا وايي، چې په جګړه کې مو طالبان ځپلي او د افغانستان جګړه له بريا سره يوځای پای ته نېږدې شوې ده. جنرال نېکلسن د سويلي اسيا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د ناکامې سټراټېژۍ څخه هم په وار - وار ملاتړ کوي او هغه يوه بريالۍ سټراټېژي بولي.
که امريکا په افغانستان کې په رېښتنې ډول د جګړې د پای غوښتونکې وي، نو بيا بايد هغه پالېسي او سټراټېژي بدله کړه، کومه چې له ۲۰۰۱ څخه تر نن ورځې پورې، امريکايي جنرالانو په افغانستان کې عملي کړي او جنرال نېکلسن اوس پرې اخته دی.