طالبان به سوله وکړي؟

طالبان په درې ډوله یا ډلو وېشل کېدلی شي.لمړی ډله یې مشران یا تصمیم نیونکي دي چی په پاکستان کی اوسېږي، مهمې فیصلې کوي. پر افغانستان د بریدونو او نورو لویو پرېکړو کې د دغې ډلې طالبانو مستقیم نظر او رول شامل دی.

دویمه ډله هغه کسان دي چې یا هم په پاکستان او یا هم په افغانستان کې موقیعت لري. د دوی مسولیت تر ډېره جلب او جذب دی، دوی په جوماتونو، ولسونو او حتی د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې په خپله شېوه فعالیت کوي. درېیمه ډله یې هم هغه کسان دي، چې په جنګ کی شامل وي. مخامخ جنګ، تروریستي بریدونه، حملې او چاودنې ترسره کوي، مګر دغه دوه وروستۍ ډلې د لومړۍ ډلې تر مستقیم اغېز لاندې فعالیت کوي.

حکومت لاهم د سولې په اړه د طالبانو مثبت ځواب ته منتظر دی. د سولې عالی شورا د دارالانشا‌ء ریس اکرم خپلواک وویل (موږ د طالبانو مثبت ځواب ته منتظر يوو، هيله مو دا ده چې دغه مثبت ځواب د افغانستان د ټول ولس غوښتنو ته چې د اسلام د عوامرو په رڼا کې ده طالبان هم ځان مکلف وګڼي او بلاخره سوله چې يو الهي امر ده هغو ته تسليم شي او بين الافغاني مذاکرات چې يو ابرومند او عزتمند مذاکرات دي پر مخ بوځي) دا چې ولې طالبان سوله نه کوي مختلف دلیلونه لري.

ځیني وایي چې دوی په یوه خوله (اتفاق) نه دي، او ځیني بیا وایې چې د دوی لمړی ډله د پاکستان هیواد په اشاره باندې څرخي او کله چې پاکستان ورته ووایي نو دوی به هلته له افغانستان سره سوله کوي او ځیني طالبان بیا وایي، چې د افغان ولسمشر له لورې چې کوم وړاندیز د سولې په پروسې (د کابل پروسی دویم کنفرانس) کې کړي وه هغه امریکایانو او افغان حکومت یو ډول دسیسه ده او غواړي چې مونږ تسلیم کړي.

ځیني نور بیا په کې د مخدره توکو (چرسو ، پوډرو او اپین) کار او بار کوي، له طالبیزم جنګي ماشین څخه د شخصي ګټې وټې په توګه استفاده کوي او له دې امله دوی نه غواړي چې سوله وکړي.

خو دا ځل د سولې په راوستو کې یو څه هیلې راټوکیدلې دي، ځکه د امریکا متحده ایالاتونو د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ چې کله د جګړې او سولې د روانو هلو ځلو د ارزولو په موخه افغانستان ته راغلى و، وویل چې دلته زما اصلي موخه دا ده چې خپله ارزونه کو او غواړو چې په دې باندې پوهه شو که چیرته طالبان د سولې اوسني وړاندیز ونه مني باید ناټو او امریکايي ځواکونه څه وکړي او تر څنګ کې یې افغان حکومت څه وکړي. خو د دې خبرو سره سره یې دا هم وویل چې یو څه طالبان د سولې خبرو ته امادګي ښودلې ده خو ځیني طالبانو لا هم اماده ګي نده ښوودلی.

حکومت دا ځل طالبانو ته د سولې بېساری وړاندیز کړی دی او که طالبان هوښیار وي او په خپل صلاحیت کې وي، نو باور دی چې دوی به د سولې د دغې بلنې او وړاندیز هرکلی وکړي، خو که طالبان د افغانستان د ابادي پرځای د پردیو په لمسون بربادي غواړي، نو دوی به د اوس په څېر جنګ ته ادامه ورکړي، خو دا ځل امریکا او افغان حکومت هم د دوی پر وړاندې جدي دي او لا وار دمخه یې د دوی د ځپلو په خاطر بریدونه زیات کړي، نو طالب مجبوره دی چې یا د دوی پر وړانډې مقاومت وکړي چې دا یې په هیڅ ډول په وس پوره نه ده او یا هم سولې ته غاړه کېږدي.