د ښوونځیو سوځول د ټولنې د فکر وژل دي

په افغانستان کې له لسیزو راهیسې په مختلفو نومونو او مختلفو ډولونو جګړه شوې ده، چې له حکومتونو سره د وسله والو جګړو ترڅنګ د ټولنې د عامه شتمنیو او د خلکو په فکرونو هم بریدونه شوې دي.

تېره اونۍ د ننګرهار په مومندارۍ ولسوالۍ کې د هزارناو لېسې ته اور واچول شو، چې د ودانۍ یوه برخه یې وسوځیده.

څو میاشتې مخکې په خوست کې د ښوونځي په یوه ټولګي کې د ماین ځای پر ځای کیدو له امله چاودنه شوې وه، چې په زده کړو بوخت معصوم ماشوم زده کوونکي یې ټپیان کړې وو.

د هېواد په مختلفو سیمو کې په ښوونځیو د بریدونو لسګونه بیلګې شته. د پوهنې وزارت د یوې شمیرې له مخې په وروستیو کې په ټول هیواد کې په ښوونځیو ۶۰۰ بریدونه شوې دي، چې ډېر یې په جنوبي ولایتونو کې دي او ډېر زده کوونکي یې له زده کړو بې برخې دي، دا ښوونځي یا تړل شوې دي او یا یې هم ودانۍ ویجاړې شوې دي.

وسله والو طالبانو په ځلونو ویلې دي، چې په ښوونځیو بریدونه د دوی ملګري نه کوي او غندنه یې هم کړې ده، خو دا کار د چا دی او ولي ښوونځي د خپلو بریدونو هدف ګرځوي؟

زما په باور دا د یوې ډلې کار نه دی بلکې مختلفې ډلې او خلک دي، چې په ښوونځیو د بریدونو عامل دی، یو یې اجنبي دوښمن دی چې خپله خاوره ویجاړوي، خپل خلک وژني او تر شا یې پردۍ استخبارتي کړۍ لاس لري او هغوی د ښوونځیو او نور عامه شتمنیو ویجاړولو ته هڅوي.

ځینې یې په ټولنه کې جاهل خلک دي چې د ښوونځي او زده کړو په ارزښت نه پوهيږي او د څو پیسو په بدل کې په ښوونځي بریدونه ترسره کوي او په دې سره خپل راتلوونکی وژني.

بله ډله خلک په یو شمېر سیمو کې اسلامي افراطیانو بلل کیږي، چې هغوی د نجونو تعلیم مخالف دي او د خپلې عقدې له مخې په ځینو سیمو کې لامل کیږي، چې د نجونې ښوونځي ویجاړ کړي او زیان ورته پیښ کړي.

د دې ترڅنګ په ځینو سیمو کې په کلیوالي کچه د خلکو ترمنځ مخالفیتونه هم دي، چې په دې اړه پوهنې وزارت هم اندیښنه څرګنده کړې ده او د دوی په نظر ځینې وختونه په ځینو سیمو کې جنایي شخړې د دې لامل کیږي، چې ښوونځي ته زیان اړولو هڅه وشي.

په ښوونځیو د بریدونو پیلې څه کیدلی شي؟
دوښمن مو لسیزې هڅه وکړه، چې خلک مو را ووژني، افغانستان راویجاړ کړي، زیربیناوې مو له منځه یوسي خو هغه ارمان ته چې لري یې رسیدلې نه دي او اوس د دې له ویرې چې افغانان په فکري لحاظ مخته روان دي او د زده کړو په بهیر کې د خلکو بې کچه پراخ ګډون هغوی ورخطا کړې دي، چې که دا خلک لوستي شي نو خپل هېواد به په پښو ودروي او له همدې امله زموږ په ښوونیزو بنسټونو بریدونه کوي او په دې توګه خلک له زده کړو را وګرځوي.

په ښوونځیو بریدونه د افغانانو په فکرونو بریدونه دي، خو اوس خلک پوهیدلي دي او خپل دوښمن یې پیژندلی دی، که هغوی هر څومره هم زموږ د زده کړو د مخنیوي هڅې وکړي، خو بریالي به نه شي او افغان ماشومان او ځوانان به د زده کړو له بهیر را ونه ګرځوي.

بل هم افرطیان او په یو شمېر کليوالي شخړو کې ښکېل کسان دي، چې د جهالت له امله د ښوونځیو سره دوښمني کوي.

اسلام نارینه او ښځو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړې ده او په دې اړه ویل شوې دي چې علم په نارینه او ښځه دواړو فرض دی، خو یو شمېر افرطیان چې د سواد کچه یې ټیټه ده، د ښځو تعلیم د بې حیایۍ او دیموکراسۍ په معنی بولي، درحال کې چې که هغه خپل ښځینه ناروغ نارینه ډاکټر ته ورولي شرم نه لري، خو د خور او لور په تعلیم شرمیږي.

دا کسان باید پوه شي، چې که خور او لور یې تعلیم یافته شي، نو سبا به د نارینه ډاکټر پر ځای خپله میرمن یوې ښځېنه ډاکټرې د تداوۍ لپاره ورولي او د دې ترڅنګ که په هره اداره کې د ښځو اړوند کار بندیږي ښځینه کارکوونکي به یې د ښځو ستوونزې ورحلوي. هغه خلک چې د پیسو په بدل کې او یا هم د کلیوالي شخصي شخړو تربګنۍ په بدل کې ښوونځیو ته زیان رسوي باید پوه شي، که اولادونه یې بې سواده را لوی شي کورنۍ کې به یې ستر سوخوږی ورته پیدا شي او دغه راز ټولنې ته به په زیان تمام شي، ځکه بې سواده کسان مجبوريږي چې نشه یي موادو استعمال او نورو نا روا او ناقانونه کړنو ته مخه کړي، نو دوی باید له ښوونیزو بنسټونو سره له دوښمنۍ لاس واخلي.

د دغه جاهلانو پر وړاندې تر ټولو مهم عامه پوهاوی دی، چې هم باید حکومت مختلف بنسټونه، معارف، حج اوقاف او اطلاعاتو او فرهنګ کار وکړي او هم باید د ټولنې بانفو‌ذه مشران، دیني عالمان او ملا امامان په دې برخه کې د ټولنې د جاهلو خلکو د فکرونو د روښانتیا لپاره عامه پوهاوی وکړي او د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د علم په اړتیا او ارزښت ټولنې ته پیغام ورکړي.
میوند مشال