
تر هر څه وړاندې لومړی ملي ارزښتونه د هېواد د پاره مهم دي، کله چې افغانان له خپلو ملي ارزښتونو او ملي شتمنیو ننګه کوي افغانیت یې ثابت کېږي.ځکه چې همدا ملي ارزښتونه زموږملي پانګه بلل کېږي.
له ملي ارزښتونو هغه څوک ساتنه کولی شي چې ملي فکر ولري او ملي ارزښتونه ورته سره کرښه وي، بدبختانه زموږ په هېواد کې تېرې اوږود مهالې جګړې د ډېرو ملي فکرونه له منځه یوړل، ملي ازښتونه او ملي ګټې یې د شخصي ګټو قربان کړي دي.
لکه څنګه چې موږ اوس هم د افغانستان په سیاسونو کې ځيني اشخاص لرو دوی د هېواد ملي ګټې تر خپلو شخصي ګټو قربان کړي، ملي ارزښتونه یې د نورو د فرمایشونو قربان کړي.
زموږ ګاونډيان هېڅکله هم دا نه خوښوي چې موږ دې ډاکټر، انجينر، فابريکه، روغتون، سړک، ښوونځی، او آرام هېواد ولرو.
ځکه خو یا مستقیم او یا غیر مسقیم هڅه کوي چې زموږ ملي ارزښتونو ته زیان ورسوي. کله چې خبرې د ملي ارزښتونو کوو نو عمل یې لومړنی شرط دی.
د ډېورند کرښې په رسمیت پېژندل
د خپلې خاورې تخریب
د هېواد ملي سرود ته نه درېدل
د افغان سرتېرو څخه نه ملاتړ
د خپلې ژبې نه ساتل
د هېواد د کانونو څخه نه ساتنه
د دولت تخریب
د هېواد له تولیداتو نه ملاتړ
دا ټول ملي خیانت دی، او د ملي ارزښتونو له منځه وړل دي.
ژبه، ملي ورځې، ملي سرود، بیرغ، پيسه، دولتي مډالونه، افغاني لباس، امنیتي ځواکونه، تاریخي ورځې دا ټول د یو هېواد هویت او ملي ارزښتونه دي.
کله چې زموږ دغه ملي ارزښتونه راته سره کرښه شوه باور لرمه چې بیا به موږ ډېر مخ په وړاندې ځو.