
په وروستیو کلونو کې پاکستان په ډیرې سپین سترګې او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف د افغانستان په یو شمېر سیمو درنو وسلو مرمۍ ووروي او هم یې ډېر کله د ډیورنډ په نوم د فرضي کرښې په اوږدو کې د رامخکې هڅې کړې دي او په ډېرو برخو کې رامخکې شوې هم دي.
په کنړ، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې پاکستاني پوځیان له نړیوال مرزي اصول ماتې کړي، په ډېرو سیمو کې په صفري نقطه ځای پر ځای شوې دي، په ځینو برخو کې خپلې پوستنې افغان خاوره کې جوړې کړې دي.
په ننګرهار کې هغوی سره څو ځلې د افغان سرحدي پولیسو په سرحد جګړې کړي، د پکتیکا په ځینو سیمو او د پکتیا په ډنډې پټان کې وخت نا وخت افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتې شوې دي، چې لامل یې د پاکستاني ملیشو او پوځ له لوري له صفري نقطې مخکې راتګ بلل کیږي.
تېره ورځ د خوست په ځاځي میدان ولسوالۍ کې په سرحد د افغان سرحدي پولیسو او د پاکستانیو ملیشو او پوځ جګړې ټوله ورځ دوام، چې پاکستان پکې درنه د سر تلفات لرل.
دا جګړه هغه وخت ونښته، کله چې پاکستاني عسکرو د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو غونډۍ په سر د افغان عسکرو اکمالاتي لاره د شپې تیارې نه په استفادې پرې کړه او ځایي خلک چې همدلته استوګنه لري له پاکستان عسکرو غوښتنه وکړه، چې بیرته په شا شي او افغان خاورې پریږدي، په همدې وخت کې ملیشو او پوځ په ولسي افغانان ډزې کړې او له همدې سره همهال یې په هاوانونو او توپچې د جنډو غونډۍ افغان امنیتي پوستې باندې هم ګوزارونه وکړل او افغان هم په برید ځواب ورکړ.
که څه هم ویل کیږي، چې پاکستانۍ ملیشه او پوځ د شپې لخوا مهجز سرحد ته نږدې ځای پر ځای شوې وو او د برید پلان یې درلود، خو افغان عسکرو د خلکو په ملاتړ له هغوی سره سخت جګړه وکړه او د مالوماتو له مخې په ډېر لنډ وخت کې د ځاځي میدان اوسیدونکي چې شمېر تر پنځوسو کسانو یاد شوی سرحد ته له خپلو وسلو سره ورسیدل او په پاکستاني پوستو یې داسې اور بل کړ، چې لارې یې ترې ورکه کړه او د هغوی پوسته یې ترلاسه کړه، دوه پاکستاني عسکر یې پکې ووژل او دوه ژوند ونیول، چې یوه بیا په لاره کې ساه ورکړه، له دې پوستې څخه پنځه پیکه او یوه اندازه نور پوځي مهمات هم ترلاسه شول.
پاکستاني عسکر له مخامخ جګړې څخه له پښو ولویدل او په افغان لوري او ملکي خلکو یې د توپونو او هاوان مرمۍ ګوزارونه شروع کړل، لسګونه آن سلګونه د هاوان او توپ مرمۍ یې ځاځي میدان وویشتې، خو خلکو مورال له لاسه نه ورکړو، هیڅ په شا نه شول او سیمې ته د تازه افغان سرتیرو او توپچي قوتونو په رسیدو سره پاکستان لا زیاتې ماتې سره مخامخ شو.
د ځایي خلکو او عیني شاهدانو په وینا له غرمې وروسته پاکستاني عسکرو تر ډېره د دې لپاره جګړې ته دوام ورکولو، چې د جګړې په میدان یې مړي پاتې و، آن تر دې چې درې پاکستاني پوځي چورلکې راپورته شوې، په سرحد یې پروازونه کولو، تر څو نشست وکړي او د خپلو عسکرو جسدونه انتقال کړي، خو موقع یې پیدا نه کړه او بیرته چورلکې لاړې او کوم برید یې ترسره نه کړو.
که څه هم افغان ځواکونه هیڅ په شا نه دي تللي او هیڅ پوسته یې نه پریښودلي، خو پاکستاني عسکرو خپلې څو پوستې پریښودې، وتښتیدل او ځانونه یې خوندي کړل.
دا جګړه افغان ځواکونو او ولسي افغانانو په لوړ مورال سره کولخ، دلته هیڅوګ د خپل سر په سوچ کې نه و، بلکې د خاورې، ناموس او خپل اصلي دوښمن سره یې جګړه وه، چې دوی هیڅکله ماتې نشوه زغملی.
په دې برید کې دوو اتلو افغانانو خپل سرونه له وطن څخه نظرانه کړل، د شهادات لوړ مقامونه یې ترلاسه کړل او افغانستان ته یې ویاړ او اتلولي ور په برخه کړه او درې میړني او اتل افغانان چې ولسي خلک دي هغه هم په دې جګړې کې ټپیان شوې دي.
وروسته جګړه د پاکستان د اوربند په غوښتنه بنده شوه، د پکتیا په ډنډي پټان کې افغان چارواکي او پاکستاني پوځیانو غونډه وکړه او پاکستان د اوربند غوښتنه او د خپلو وژل شویو عسکرو د جسدونو د ورسپارلو غوښته یې لرله، افغان حکومت یې غوښتنه ومنله او اوربند اعلان شو.
پاکستاني رسنیو د دوو پاکستاني عسکرو د وژلو او ۱۳ نورو د ټپيان کیدو خبر ورکړی، خو په افغان خاوره کې د پاکستاني عسکرو پنځه جسدونه د جګړې په میدان پاتې وو او یو پاکستانی پوځي افغان ځواکونو اسیر نیولی و، داسې هم ویل کیږي چې په دغه جګړه کې تر شلو ډېرو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستان د پنځو عسکرو جسدونه او اسیر چې افغان ځواکونو سره و، د حکومتونو په کچه له توافق وروسته دوشنبه غرمه په ډیورنډ فرضي کرښه د دواړو هېوادونو د بیرغون لاندې پاکستان ته وسپارل شول.
د ځاځي میدان وطن دوسته میړني خلک دي، چې تل یې میړانې کړنې کړي او اتلولۍ یې ګټلې دي، دا لومړی ځل نه دی په تېر وختونو کې هم د ځاځي میدان میړنیو خلکو په افغان خاور د پاکستاني عسکرو او وسله والو مخالفینو بریدونو پر وړاندې د سپر په توګه جنګیدلي او سرښندنې یې کړې دي ، خو یوه لوېشت خاوره یې چا ته نه ده ورکړي، چې لاندې یې کړي.
ځاځي میدان به د هېواد په کچه یوه تر ټولو امن لرونکي ولسوالي وي، چې په تېرو پنځلس کلونو کې هیڅ وسله والو مخالفینو ته پکې د فعالیت او ژوند کولو اجازه نه ده ورکړل شوې.
د دې سیمې خلک په اقتصادي لحاظ کمزوري دي، د نږدې هرې کورنۍ یې یو غړی یې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کوي او په تېرو پنځلس کلونو کې یوازې ځاځي میدان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې تر پنځلس سوو ډېر شهیدان ورکړې دي.
په دې سیمه کې که څوګ له وسلوالو مخالفینو او یا پاکستان سره جاسوسۍ په تور وپیژندل شي، له ولسوالۍ شړل کیږي او کور یې د قومي نغې له مخې سوځول کیږي، ځاځي میدان ژوندي، میړني او اتل ولسونه لري، خدای دې دا ډول سرښندونکي افغانان ډېر کړي.
د یوه سوله ییز، خپلواک، له ملي یووالي او پرمختللي افغانستان په هیله.