ځان ته د درنښت لپاره ۲۰ زرین قوانین

لومړی قانون:
که فکر کوې، چې کار نا سم دی، نو مه یې ترسره کوه.
 
دویم قانون:
په خپلو خبرو کې تل دقیقاً هغه څه ووایه، کوم چې منظور دې دی.
 
درېیم قانون:
هېڅکله داسې ژوند مه کوه، چې هڅه وکړې، ټول له ځانه خوښ او راضي وساتې.
 
څلورم قانون:
هڅه وکړه، چې هره ورځ نوي څیزونه زده کړې او له زده کړې څخه لاس وانخلې.
 
پنځم قانون:
له نورو سره په خبرو کې، هېڅکله د ځان په اړه بده خبره مه کوه.
 
شپږم قانون:
خپلو خوبونو ته د رسېدو له پاره، هېڅکله له هڅو څخه لاس مه اخله.
 
اووم قانون:
هڅه وکړه، چې په ډېرې آسانۍ سره نه ووایې، له نه ویلو څخه مه وېرېږه.
 
اتم قانون:
له هو ویلو څخه هم مه وېرېږه.
 
نهم قانون:
په ځان باندې مهربان واوسه.
 
لسم قانون:
که چېرې کوم څه نه شي کنټرولولای، نو په خپل حال یې پرېږده.
 
یوولسم قانون:
هڅه وکړه، چې له منفي پېښو او حالاتو څخه لرې والی وکړې.
 
دولسم قانون:
د نورو د خوښۍ له پاره هغه کار مه ترسره کوه، کوم چې نه دې خوښېږي.
 
دیارلسم قانون:
هڅه وکړه، چې بښنه وکړې، خو هېروه یې مه.
 
څوارلسم قانون:
په هېڅ حالت کې خپله کچه د مقابل لوري په اندازه مه راټیټوه.
 
پنځلسم قانون:
کومه خبره دې چې نه خوښېږي، نو مه یې تاییدوه.
 
شپاړسم قانون:
په هغو کسانو باندې مهرباني وکړه، چې حق او وړتیا یې ولري، نه دا چې مهرباني دې ستا دنده وګڼي.
 
اوولسم قانون:
له هغه چا سره هېڅکله مه کېنه، کوم چې نه دې خوښېږي.
 
اتلسم قانون:
نورو ته د کوم څه په ورزده کولو کې بښونکی واوسه.
 
نولسم قانون:    
له چا څخه چې خپه یې ورته ووایه، د خپل خپګان دلیل ورته بیان کړه او د بښنې غوښتلو په تمه واوسه.
 
شلم قانون:
مینه وکړه، مینه ژوند ته هیله پیدا کوي.