حامد کرزي ته د ملا محمد عمر ليک

حامد کرزي ته د ملا محمد عمر ليک
ژباړه: ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېب پاڼې څښتن
سرچينه: د رياست کتاب
لېکوال: ستیف کول

د ۲۰۰۱ ز کال په وروستيو ورځو کې، د امريکا د دفاع وزير رمسف فیلډ د طالبانو د تسلېمېدو او عمومي عفوې موضوع پای ته ورسوله، خو د ۲۰۰۲ په لومړيو کې د طالبانو د تسلېمېد او عفوې په اړه د نوموړي پالېسي او پلان بدل شو. القاعدې د افغانستان ښارونه پرېښودلي وو او طالبان هم تيت - پرک او له خپلو سيمو تللي وو.

ټول هېواد ارام او په امن کې وو، خو د افغانستان ختيځې سيمې او غرونه ناامنه او د طالبانو او القاعدې شتون په کې ښکاره کېدلو. حامد کرزی په کابل کې د بُن د پرېکړې مطابق د يو ملي حکومت په جوړلو بوخت وو. کرزی په هغه پخواني دريځ باندې ولاړو، کوم چې د ۲۰۰۱ په دېسمبر کې يې درلود، کرزي غوښتل چې له طالبانو سره هم بايد خبرې تر سره شي او همدا غوښتنه يې د ۲۰۰۲ په لومړيو کې هم کوله.

په کابل کې د سي ای اې چارواکي رېچ بلي؛ د سي ای اې له نورو چارواکو سره د حامد کرزي هغه نظريه شريکه کړه، چې ويلي وو، "ښايي چې يو شمېر طالبان ځانونه له نوي ادارې سره عيار کړي او نوي اصلاحات قبول کړي." رېچ بلي خپلو ملګرو ته وويل، چې که څه هم طالبان د سخت دريځۍ نظريې لرلې، خو يو څه شته، چې دوی په فساد ککړ خلک نه دي.

رېچ بلي دا هم وويل، چې که چېرې سوله غوښتونکې طالبان چې اوس فراري دي را خپل کړو، نو دا چاره به د کابل نوې په لړزان ادارې ته قوت ورکړي او غښتلې به يې کړي. نوموړي وويل، "د پوځي تاريخ هر زده کوونکی او محصل په دې پوهيږي، چې په جګړې له بريا وروسته، که مات شوي کسان وبښل شي او د پخلاينې پروسه وړاندې يوړل شي، نو دا د هوښيارتوب څخه ډکه کړنه او پالېسي کېدای شي."

رېچ بلي وړاندې وويل، "د جګړې ګټونکي ښايي يو څو دښمانان ولري، هغه هم چې په مقابل لوري کې مشران او يا جنرالان وي، خو د جګړې د ګټونکي لپاره به دا خطرناکې پايلې ورکړي، چې د يو څو کسانو په پار، د دښمن هر عادي او پوځي کس هم ونېسي او سزا ورکړي او دغه کار به په راتلونکي کې بغاوتونه راپورته کړي."

ستیف کول وړاندې ليکي، د طالبانو مشرانو خپلو هڅو ته ادامه ورکړې وه، چې له حامد کرزي او همدا ډول له امريکا سره د خبرو په پار اړيکې وساتي، په داسې حال کې، چې د ۲۰۰۱ په وروستیو کې د امريکا له خوا د طالبانو د خبرو وړانديز رد کړی شوی وو.

د طالبانو د واکمنۍ د وخت د ملا محمد عمر مطبوعاتي مسوول او سياسي نېږدې کس طايب آغا او د ملا محمد عمر پوځي مرستيال ملا غني برادر، حاجي محمد ابراهيم اخوندزاده ته ورغلل. اخوندزاده په ارزګان کې واکمن او په قومي اړخ کې د حامدکرزي په ټبر پورې تړلی وو.

حاجي محمد ابراهيم اخوندزاده په ۲۰۰۲ کې يو اغېز لرونکی کس وو او همدا ډول طايب آغا د ملا محمد عمر په نشتون کې د نوموړي په استازيتوب د باور او اعتماد وړ کس وو. ده کولی شول چې په افغانستان کې د واشنګټن پر مخ پرتو ناخوالو کې غوره رول بازي کړي.

طايب آغا داسې يو ليک برابر کړ، چې ظاهراً يې دا څرګندوله، چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر له خوا ليکل شوی وو، په ياد ليک کې، (د طايب آغا په وينا چې د ملا محمد عمر ليک وو) ليکل شوي وو، "وګورئ! د بُن غونډه تر سره شوه، مونږ غواړو چې د راتلونکي افغانستان يو برخه شو او زه به په دې اړه له خپلې شورا سره خبرې وکړم، چې څه ډول په دې اړه پرېکړه وکړو."

حامد کرزي غوښتل چې د طالبانو سره په دې اړه خبرې تر سره کړي، خو د بوش ادارې د طالبانو په ليک کې غوښتنې رد کړې.