
په سوريې د تېرې ورځې بريدونه په اړه د نړۍ د اسلامي او غېرې اسلامي هېوادونو غبرګونونه
ډاکټر نېک محمد ويال - د روهي وېبپاڼې څښتن
تېره ورځ د دمشق په وخت څلور بجې، د امريکا په مشرۍ د بريتانيا او فرانسې ګد پوځي ائتلاف په سوريې هوايي بريدونه تر سره کړل. دغه برېدونه د بشارالاسد د رژيم له خوا په دوما ښار کې د هغه بريدونو په غبرګون کې وو، چې د امريکا په ادعا کيمياوي وسلې په کې کارول شوې وې.
په سوريې د تېرې ورځې بريدونو په نړيواله کچه مثبت او منفي غبرګونونه را وپارول او همدا ډول د نړۍ د يو شمېر هېوادونو مشرانو د يادو برېدونو هرکلی وکړ او ځينو نورو يې بيا دا برېدونه وغندل.
۱- امريکا: ولسمشر دونالد ټرمپ په خپل ټوېټر ولېکل، "د تېرې شپې بريد يو قانوني او بشپړ عمل وو، له انګلستان او فرانسې څخه مننه کوو، دوی غښتلی ځواک، عقل او ښه پوځ لري. ماموريت بشپړ شو!"
له بلې خوا په ملګرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالتونو دايمې استازې نيکي هيلې د ياد سازمان امنيت شورا ته وويل، "که چېرې د بشارالاسد رژيم په سوريه کې کيمياوي وسلې بيا وکاروي، نو امريکا د دويم ځل بريدونو لپاره ورته تياري لري.
د بشارالاسد رژيم ته د ټرمپ د ادارې حوصله او د خبرو وخت تېره شپه پای ته ورسېد، چې په پايله کې يې، د انګلستان او فرانسې په ملاتړ په سوريې هوايي بريدونه تر سره کړل."
۲- ترکيه: د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سوريې باندې د امريکا، بريتانيا او فرانسې له خوا د تېرې ورځې د هوايي بريدونو ملاتړ کړی او ويلي دي، چې د دغه بريدونه کولی شي، چې په سوريه کې د بشار الاسد رژيم ته پيغام ورسوي، چې له ظلم څخه لاس پر سر شي.
نوموړي زياته کړي، "په سوريې باندې د امريکا، بريتانيا او فرانسي د نۍ ورځې هوايي بريدونه د بشارالاسد رژيم ته دا پيغام ورکوي، چې په سوريه کې د نوموړي له خوا عامه وژنه او ظلم به بې ځوابه پاتې نشي."
۳- ايران: د ايران ستر مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي، په سوريې د امريکا، بريتانيا او فرانسې له خوا تر سره شوي بريدونه وغندل او ويلي دي، "امريکا، بريتانيا او فرانسې په سوريې باندې يو جنايت تر سره کړ، امريکا او ملاتړي هېوادونه يې په دې بريد کې مجرم دي او جرم يې تر سره کړی."
۴- روسيه: د روسيې ولسمشر ولادميير پوتين وويل، چې په سوريې تر سره شوي هوايي بريدونه د ياد هېواد په ملي حاکميت يو تيری دی، پوتين زياته کړي، "دا يو تيری وو، د يو هېواد په ملي حاکميت تيری وو. په هغه هېواد باندې يو تيری وو، چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې، په لومړۍ کرښه کې دی."
ولسمشر پوتين همدا ډول ويلي، "د امريکا په مشرۍ د هغې د ملاتړ هېوادونو بريدونه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له همغږۍ پرته تر سره شوي، دغه بريدونو نړيوال قوانين او د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کړ."
۵- ناټو: د ناټو عمومي سر منشي هم په سوريې باندې د تېرې ورځې بريدونو هرکلی کړی او زياتوي، چې د امريکا په مشرۍ نورو متحدو هېوادونو په دې بريدونو کې پوره همغږي درلودله.
۶- د سوريې حکومت: د سوريې حکومت د امريکا هوايي بريدونه وغندل او له نړيوالې ټولنې يې غوښتنه وکړه، چې امريکا د نړيوالو اصولو ضد کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزير رسنيو ته وويل، "مونږ له نړيوالې ټولنې غوښتنه کوو، چې د امريکا له خوا په سوريې باندې دغه تيری وغندي. مونږ نړيوالې ټولنې ته خبرداری ورکو، چې دغه ډول بريدونه به په ټوله کې د نړۍ سوله او ثبات له ستونزو سره مخ کړي."
۷- د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي: "د نړۍ له هېوادونو غوښتنه کوو، چې د سوريې موضوع په لوی لاس پراخه نه کړي. مونږ له نړۍ غواړو چې په سوريه کې د روان خطرناک وضعيت په اړه په فکر کې ووسي، له دوی غوښتنه کوو، چې په سوريه کې د نورو ناخوالو مخنيوی وکړی، د کوم ناخوالو په وجه چې د سوريې ملکي وګړي قرباني ورکوي."
۸- سعودي عربستان: د سعودي شاهي کورنۍ د امريکا له خوا په سوريې باندې د هوايي بريدونو کلک ملاتړ کړی او زياتوي، چې دا برېدونه د اسد د رژيم په ته چې ملکي کسان وژني يو خبرداری وو.
د سعودي عربسستان د بهرنيو چارو وزير ويلي، "سعودي عربستان په سوريې باندې د امريکا او ملګرو هېوادونو د هوايي بريدونو کلک ملاتړ کوي، ځکه چې ياد برېدونه د يو مجرم رژيم پر وړاندې ځواب وو."
۹- اسرائيل: اسرائيلي حکومت ويلي، چې د امريکا متحدو ايالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ تېر کال په څرګند ډول سره وويل، چې د کيمياوي وسلو کارونه د سرو کرښو د ماتولو په مانا ده، چې سوريې کيمياوي وسلې استعمال کړې او په ځواب کې پرې بريدونه تر سره شول."
۱۰- چين: د چين د بهرنيو چارو وزير له يادو بریدونو سره په ډېپلوماټيک ډول مخالفت ښودلی او زياته کړې ده، "مونږ په نړيوالو اړيکو کې د هر ډول زور او ځواک له کارولو سره مخالف يو. مونږ په نړيوالو اړيکو کې په متقابل احترام باور لرو او د نړۍ د ټولو هېوادونو خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاکميت ته درناوی لرو."
۱۱- جرمني: لومړۍ وزيرې انګلا مرکل ويلي، چې په سوريې باندې د امريکا، بريتانيا او فرانسې له خوا هوايي بريدونه مناسب او اړين وو. نوموړې زياته کړي، "مونږ د دغه حقيقت ملاتړ کوو، کوم چې زمونږ ملګرو هېوادونو يانې امريکا، بريتانيا او فرانسې د سوريې پر وړاندې تر سره کړ. دغه پوځي دننه کېدنه مناسبه او اړينه وه."
۱۲- اروپايي ټولنه: د اروپايي ټولنې مشر ويلي، چې دغه ټولنه به د خپلو غړيو هېوادونو په څنګ کې ودريږي او د عدالت په برخه کې به يې ملاتړ وکړي.
۱۳- کاناډا: د کاناډا لومړي وزير په سختو الفاظو د سوريې د حکومت له خوا د کيمياوي وسلو بريدونه غندلي او په ځواب کې يې د امريکا، بريتانيا او فرانسې د هوايي بريدونو هرکلی او ملاتړ کړی.
۱۴- استراليا: د ياد هېواد لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير په يوې ګدې اعلاميې کې ويلي، چې د کيمياوي وسلو کارونه د هر چا له خوا د نړۍ په هر برخه کې او په هر وخت کې بايد تر سره نشي. دوی ويلي، چې د اسد رژيم کيمياوي وسلې وکارولې او د امريکا له خوا يې غبرګون ولېد، چې د ستاينې او ملاتړ وړ دی.
۱۵- عراق: د عراق حکومت د امريکا، بريتانيا او فرانسې له خوا په تر سره شويو بريدونو نيوکه کړي. د عراق د بهرنيو چارو وزير ويلي، "دا ډول بريدونه او کړنې به خطرناکې پايلې له ځان سره ولري او شونتيا شته چې په سيمه کې سوله او ثبات ګډوډ کړي او همدا ډول به، ترهګرو ډلو ته په لاس کې چانس ورکړي، چې خپل پښې لا پسې غښتلې کړي."
عراق د عربي هېوادونو له ټولنې غوښتنه کړې ده، چې دغه موضوع د راتلونکي يوه نۍ په ورځ په سعودي عربستان کې د عربي ټولنې د هېوادونو په ناسته کې وڅېړي.
۱۶- افغانستان: افغانستان په سويلي او مرکزي اسيا کې د يو خپلواکه هېواد په توګه د امريکا، بريتانيا او فرانسې له خوا په سوريې د تر سره شويو بريدونو په اړه هېڅ کم منفي او مثبت غبرګون نه دی څرګند کړی.