
څه کول غواړی؟ لومړی یې له ځانه و پوښتئ
په هغه ډول چې تاسو غواړئ ژوند وکړی. ښایي ډېری کسان به له تاسو سره همغږي نه وي. هغه څه چې تاسو خوشحاله کوي، کېدایشي نور خلګ پرې خوشحاله نشي. خو هېڅکله دېته اجازه مه ورکوئ، چې د بل چا غوښتنه او نظر له هغه شي څخه چې تاسو یې غواړی لاسته راوړئ، لرې کړي. (په هغه صورت کې چا ستاسو د خپلې خوښې کار د نورو لپاره زیان رسوونکی نه وي). د ځان لپاره مو مهمترین کس باید چې تاسو ووسئ، او هغه کار وکړئ چې له خپل ژوند څخه خوند واخلی او پر ځان مو وویاړی.
تل مو له ځانه وپوښتئ، آیا له ژونده مې راضي یم؟ په هغه ډول چې هیله مې یې درلوده ژوند کړی؟ که چېرې ځواب مو مثبت وي خو ښه تر ښه. خو که له ژونده مو ناراضي یاست او نه یيي توانېدلي هغه څه ته چې غوښتل مو لاسته یې راوړی. له ځانه یې د علت پوښتنه وکړی او دلیل یې وه مومئ. او د ژوند کولو لپاره مو داسې لار وټاکی، چې په پای کې یې بیا افسوس ونکړی.
غواړی څه لاسته راوړی او ولې؟
باید چې له شک او ډار پرته وپوهېږئ چې ولې کار کوی، او له هغه کار څخه چې شپه او ورځ پرې بوخت یاست څه غواړی او چېرته ورسېږئ. د دې پوښتنې ځواب باید چې تل مو په یاد وي. خو بریا یواځې هغه وخت ستاسو خواه ته راځي، چې له ځان لپاره مو موخه ټاکلي وي. له موخې پرته هر څومره چې کوښښ وکړی، کوم ځای ته به وه نه رسېږئ.
څنګه به یې پیل کړئ؟
ډاډه اوسئ، چې تر ټولو لویه غلطي، د ماتې خوړلو له ډاره لاس تر زنې کېناستل او هېڅ کوم کار ته لاس نه وروړل دي. له وړو کارو یې پیل کړئ، خو وزګار مه کېنئ. هغه امکانات چې اوس ورته لاسرسی لرئ ترې ګټه واخلئ. دا هم په یاد ولرئ چې داسې څوک هم شته چې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو هغوي هیله من او پیاوړي دي او هېڅکله ناهیلي نه دي پاتې شوي. هر ګام چې اوچته وۍ، هر څومره چې کوچنی وي خو د بریا لپاره یو پیل دی. او نور به مو هم خپلې موخې ته نږدې کړي.
آیا خپلې وروستنۍ بریاوې مو لمانځلي؟
وروستنۍ بریاوې مو ښې په یاد ولرئ او د تېرو ماتو په اړه مو فکر مکوئ. پر ځان مو وویاړئ او د ځان لپاره مو د خپلو بریاوو په خاطر ډالۍ واخلئ.
څنګه کولای شئ، چې مثبت بدلون راولئ؟
د مثبت بدلون د راوستلو لپاره تل هڅه وکړئ، که چېرې د دې بدلون راوستل ستاسو په آند بې پایلې هم وي. خو تر څنګ یې هېڅکله مینه او ریښتینولي مه هېروئ، ځکه تاسو به پرمخ بوزي او بریالي به مو کړي. که چېرې په اوسني حال کې اوضاع هم د دې پرخلاف وي. خوشبین اوسئ، هڅه وکړئ نفرت مو له ځانه لرې کړی، په دا ډول به آرامتیا ته ورسېږئ. په یاد مو وي، که کوم کار ونکړی کومه پایله او هېڅ بدلون به هم لاسته را نه وړی.
بریا ته د رسېدلو پر وړاندې مو کوم خنډونه پراته دي؟
خنډ هغه وخت واقعیت مومي چې ښه یې وه نه پېژنو او د یو خنډ په سترګه ورته وه نه ګورو. که چېرې ښه ورته ځير شۍ، نور به درته خنډ نه بلکې یوه مبارزه وي. تل داسې فکر وکړئ، چې په ښو شرایطو کې یاست. په دې ډول به په آسانۍ سره وکولای شئ چې لاس په کار شی. خو که چېرې احساس وکړئ چې په سختو او بدو شرایطو کې یاست، که چېرې د یو کار د پیل لپاره هر څه آماده هم وي، خو اقدام کول به بیا هم ستونزمن شي. دا په یاد ولرئ چې هواره لار هم لوړې ژورې لري. خو اعتماد په نفس سره د هغو ستونزو پر وړاندې چې په مخکې مو دي ګام واخلئ، تر څو د لارې هوارې برخې ته ورسېږی.
غلطي مو کومې دي؟
که غلطي ونکړی، هیڅ ځای ته به وه نه رسېږئ. خپلې غلطي مو پیدا کړئ او پند ترې واخلئ. هر کله چې ډاډه شوی چې بریالي به شئ، شک مه کوئ چې ګواکې هر څه به له لاسه ورکړی.
هڅه وکړی، چې د خپلو غلطیو سربېره د نورو غلطیو ته مخ ورواړوی او درس ترې واخلی. خپلې غلطۍ ومنئ او د نه تکرار په صورت کې د خپل ځان د پرمختګ لپاره ترې ګټه واخلی.