پر ځان مو وویاړئ‎

موږ ټول په ذهن کې داسې خوبونه لرو چې تل دې ته په تمه یو تر څو یوه ورځ په واقعیت بدل شي. هغه وخت یوې ځانګړې پېښې ته په تمه یوو خو داسې لږ پیښیږي چې موږ خپله لاس په کار شو. تاسو چې هر څوک وی او هره دنده لری که په څنډه کې پاته شوی او لاس په کار نشوی نو نشی کولای چې د ښو پېښو په تمه واوسئ. نو بناءً دا هېر نکړئ چې تاسو په داسې لوبه کې ګډون لری چې خپله یې کیپتان یاست. نو لوبې ته دننه شی او هر څه سره همغږي کړی.
څه ته په تمه یاست؟ آیا دېته په تمه یاست چې نور څوک مو وه هڅوي؟ که دېته په تمه یاست چې بل څوک بلنه درکړي.


خو دېته مو پام وي چې تاسو یو بلونکی لری چې هغه ستاسو زړه ده. یوازې هغه کار چې باید وکړی دا ده چې د خپل زړه غږ ته غوږ شی او خپلو غوښتنو او هیلو ته مو ورسیږئ.

خو په دې باید وپوهېږئ چې هیڅ شی نشي کولای تاسو د خپل زړه د غوښتنو تر لاسه کولو له حرکته منع کړي. البته د منفي کسانو سره ناسته پاسته، پر بې ګټو کارونو وخت تېرول، د تیرو غلطیو تکرار، ناهیلیتوب او... ممکن ستاسو د حرکت خنډ شي او تمرکز مو ګډوډ کړي خو، بیا هم تاسو دا وړتیا لری چې پرېکړه وکړئ تر څو داسې کړنو ته اجازه ورکړی او که نه چې، وخت مو ضایع کړي او ستاسو د حرکت او  پرمختګ خنډ شي. تاسو د خپل ژوند د تګلارې د ټاکلو حق لری خو، که ځینې عوامل ستاسو مثبته انګیزه له منځه یوسي نو هیڅکله تسلیم نشئ.


دا پرېکړه وکړی چې پرته له تاسو هیڅ شی ونشي کولای ستاسو ژوند کنټرول کړي. کله چې موږ د تېر عادت پر بدلون پیل او یو نوی اقدام کوو نو، د بېلا بېلو مقاومتونو سره مخ کیږو، موږ همدا ګمان کوو چې دا باندني عوامل دي چې پر موږ اغېز کوي.

پرته پر خپل ځان باور نور هیڅ شی نشي کولای تاسو تعریف کړي. په حقیقت کې دا تاسو یاست چې د خپل شخصیت ټاکنه کوی. هغه وخت به خپلو هیلو ته ورسیږی څومره زر چې وکولای شی د هغه شیانو له شره ځان خلاص کړی چې، ستاسو د کمزورتیا سبب ګرځي. نو مخکې له هر څه خپل تېر حالت او هغه ته تړل شوی باور مو شاته پرېږدی. له هر څه مخکې باید په دې وپوهېږئ چې، موخه مو څه ده؟ ډاډمن واوسئ چې هیڅوک پرته له تاسو دې پوښتنې ته ځواب نشي ورکولای.


د ځواب په موندلو کې مو شاوخوا خلکو ته مه ګورئ، ځکه د دې ځواب ستاسو د وجود دننه دی. که چېرې وکولای شی هغه څه چې غواړی تصور یې کړی نو، کولی شی چې لاس ته یې راوړی. نو بناءً د ځان لپاره مو له ځان سره دا پرېکړه وکړئ چې څوک او څنګه به وی. باید چې پر ځان مو باور وکړی؛ یعنې دا چې باور مو باید په وجود کې دننه شي. که چېرې تاسو پر خپل ځان باور نکوی نو، له نورو څنګه دا تمه لری چې پر تاسو دې باور ولري؟


معمولاً ډېر هغه څه چې د ژوند په مرکز کې قرار مومي دنده او هغه کار ده چې موږ ورپسې یوو.
آیا له دندې مو راضي یاست او یا که په دې دلیل چې  نورو درته خوښه کړې دوام ورکوی؟ هغه څه چې ډېر اړین دي ستاسو باطني احساس ده نه مقام او مرتبه مو. هغه څه چې دننه احساسوی، ستاسو د ژوند د تګلارې حرکت څرګندوي. د کار په اړه تر ټولو مهم عامل، د خپل زړه د غوښتنو سره ستاسو ژمنه ده. که چېرې ژمن یاست خو، نه پوهېږی او ډاډمن نه یاست چې کوم کار وکړی، هغه څه باندې فکر وکړئ چې لېوالتیا ورسره لری او ترغیبوي مو. ټوله هڅه مو په کار واچوئ او د هغه څه په اړه فکر وکړئ چې د ښه عمل کولو سبب مو ګرځي.


ستاسو په آند تر ټولو ښه کار څه ده؟ آیا تر اوسه مو داسې پوښتنې له ځانه کړي؟
یوه له هغه ستونزو څخه چې ډېری خلک د خپلو هیلو د رسیدو په درشل کې ورسره مخامخ کیږي دا ده چې، نه غواړي خپلو غوښتنو ته پام او جدي څارنه یې وکړي.
هغوي له هغه فرصته چې لاسته یې راوړي ګټه نه اخلي. کله چې د یو کار کولو لپاره لېواله کیږي، سمدلاسه یریږي او تسلیم شي. هیڅکله ډار او شک ته اجازه مه ورکوی چې پر تاسو غالب شي.

دا په یاد ولری چې، دا ډَول فکر کول له وېرې سرچینه اخلي او ستاسو د نوي تفکر لرلو کې هیڅ کومه ونډه نلري. خپلو هیلو ته مو غور وکړئ او په ډاډمنه توګه ورته عملي بڼه ورکړئ. کله چې د خپل زړه پر غوښتنو عمل وکړی، پر کار به مو مئین شی، دنده او عمل به مو پر هیلو بدل شي.


آیا دنده مو نه خوښیږي؟ د بلې په لټه کې شئ. شته مقام مو په ژوند کې نده خوښ؟ بدل یې کړی. له باطنه مو ځان ته جرئت ورکړی او دا کار ترسره کړی. اوس د دې وخت رارسیدلی چې خوب لیدل نور پریږدی او هر څه په عمل کې ثابت کړی.


هوښیار واوسئ!
موږ ټول په دې پوهیږو چې، موخو ته رسېدل دومره آسانه هم ندي. په حقیقت کې ژوند څه ستونزمن هم دی. ژوند له ستونزو ډک او لوړې ژورې لري خو، همدا ستونزمن ژوند بیا له ډېرو فرصتونو ډک هم دي. د فرصتونو د رمز معلومول دا دی چې ښه پرېکړه مو کړې او په ډېر پام سره ګام اخلی. په نړۍ کې ډېری کسان شته چې په عادي توګه خپل ورځنی ژوند او هغه څه چې ټولنې او شاوخوا خلکو یې ورته غوره کړی، زنداني شوي دي. خو تاسو نه باید داسې واوسئ. کله چې تاسو د تجربې په درشل کې او موخو ته د رسېدو په تکل کې یاست نو، ویښ، باخبره او هوښیار واوسئ. هر چاته ژوند مهم دی او هر څوک باید په خپل ژوند کې فعال رول ولري. هڅه وکړئ چې د تېرو عادتونو له محدودې دایرې ځان خلاص کړی. تل دا هڅه وکړئ چې د زدکړو لپاره د نویوو لارو په لټه کې شی، تحرک او لټون تجربه کړی.


له ځان سره مو دا فکر وکړی چې، آیا په دوامداره توګه د زدکړې په حال کې یاست؟ آیا مطالعه کوی؟ آیا داسې کړه وړه ترسره کوی چې د کولو لپاره یې لېواله واوسئ؟ او یا مو کار یوازې د تلویزیون د خپرونو لیدل دي؟

د هغه څه تشخیص او معلومول چې هر چاته د بریا لار وښایي، ستونزمن ده. د ځینو لپاره پیسې اصلي ګونجۍ ده. خو که تاسو دا انګېری چې پیسه هر څه کولای شي نو، ستونزې به مو بیا هم په تمه وي. ځکه په پیسو یوازې هغه څه کولای شی چې غواړی وه یې پېری خو، پیسې تل نه وي. یوه ورځ وي خو بله ورځ نه. نو غوره دا ده چې پرته له پیسو، ښه او ډاډمنه انګېزه مو په وجود کې نغښتې وي. داسې انګېزه لکه مینه، مهرباني، مننه او... چې پیسو سره پرتله نشي. دا مه هېروئ چې په پیسو باندې نشی کولای هر څه لاسته راوړی.


د لارې د تږ په کمزورتیا کې اصلي دلیل د پرېکړو په څارنه کې د ثبات نلرل او همدارنګه په دوامداره توګه د لارو بدلون دی. بناءً صبر، حوصله او امید لرل ډېر اړین دي. لوړ شعور لرل د ټولو لپاره ګټور دی. په ځانګړې توګه که د دې لامل شي چې موږ دې خپل ورځني ژوند ته نظر وکړو او غلط باورونه چې اوس په دې باور یوو چې غلط دي شاته پرېږدی. دا ډَول افکار د انسان په لوړ پوهاوي او بریا کې هیڅ کوم رول نلری او ستاسو شخصیت ته زیان رسوي.


اوس چې مو دا پرېکړه کړې تر څو په یوه ښه بڼه ژوند وکړی نو، په ځان مو وویاړئ. تاسو دومره زړور یاست چې کولای شی په نوي لاره ګام کېږدی. خو بریا ته د رسېدو لپاره هیڅکله په باندني باور فکر مه کوئ. له بده مرغه ډېری وخت دا چې ځان ته ارزښت ورکړو، د بل چا باور او تائید ته په تمه یوو.


کله چې د نورو د تائید لپاره اندېښمن یاست، د ځان قدر او رزښت مو له پامه غورځوی. ځان ته درناوی لرل د خپلو غوښتنو په لاسته راوړلو کې تر ټولو اړین ګام بلل کیږي. تاسو تر کوم حده د ځان په اړه د نورو قضاوت او باور ته اهمیت ورکوئ؟ که چېرې مو د ځان لپاره درناوی نه درلود، ژر یا وروسته به له ستونزو سره مخ شی. بریا پرته له احساسه بې ارزښته ویاړ دی. که  له مالي پلوه بریالي وی خو که ځان ته مو ارزښت ورنکړ، پیسې لرل هم بې ګټې دي. د ارزښت او ویاړ د لرلو احساس لپاره مادي توکو ته اړتیا نشته. یوازې دا بسنه کوي چې ځان مو هغه شان ومنی په کوم شان چې یاستی ځکه، هر څه ستاسو له خپل ځان څخه پیل کیږي.

هغه کسانو ته وګورئ چې پرته له ښه مالي وضیعت څخه اړمنو سره مرسته کوي.؟  کوم موټر چې ورسره ده او یا کوم کور چې لري، څومره یې د بریا په احساس اغېز کړی؟ کېدایشي ټیټ ماډل موټر وي یا په سم ځای کې ژوند ونکړي خو دلته ښه احساس او ډېر رضایت شتون لري.


اوس کولای شی چې پیل یې کړی؛ موخې مو وټاکئ او و یې لیکئ. ستر فکرونه ولرئ، پر ځان مو باور وکړئ، تاسو د هر څه وړتیا لری. څو مهمې موخې مو د وخت د لومړیتوب پر بنسټ (اونیز، میاشتني، یو کلن او څو کلن) په پام کې ونیسئ. د هرې موخې له ټاکلو وروسته، د عمل پر وړ برخو یې وویشئ. ښه به دا وي چې مخکې له حرکته، د هغو امکاناتو او کارونو لېست چې غواړی ترسره یې کړی، مشخص شي. د بېلګې په توګه که غواړی په سفر لاړ شی، ټیکټ وکړئ، مقصد او د هستوګنې ځای مو معلوم کړی او بیا حرکت وکړی.

د نهایي موخو په ډلبندۍ او په عملي ګامونو سره کولای شی لاس په کار شی او یو ګام مخته کېږدی. په ځان مو باور وکړی، کله چې د لارې (موخې) جزئیات مو معلوم کړل، په ډېرې لېوالتیا او تلوسې سره یې څارنه وکړئ. نوره ویېره نشته، ځکه وېره هغه وخت مخ ته راځی چې زموږ د پوهاوي کچه ټیټه وي او د خپل کار له پایلې ډاډمن وه نه اوسو.

تل د لارې له جریان څخه ځان باخبره ساتی. په اوسنۍ شېبه کې ژوند وکړی او د مالي ستونزو په اړه له اندېښنو ډډه وکړی. داسې کار ترسره کړی چې ستاسو د باطني روحیې د ترغیب او هڅونې سبب شي او ځان مو هغه شان ومنی څنګه چې یاست. د موخو په لور بل مهم عامل دا ده چې، له تېر (ماضي) څخه ځان راوباسو. موږ دا زده کړي چې په تېر کې ژوند وکړو خو، په تېر وخت کې اوسېدل له اوسنۍ شېبې مو محروم او په راتلونکي کې مو د پرمختګ مخه ډب کوي. تېر تاسو ته څه نه درکوي البته، کولای شې د هغې دورې له له تجربو ګټه واخلی خو، هیڅکله هغه بیاځلي مه ترسره کوئ. زموږ دا خوښ دي چې د تېر شوي ژوند د دردونکي حالت یادونه وکړو. دا چې تېر شوی ژوند مو دمره بد وو چې نشو کولای هېر یې کړو.

په دې وپوهېږئ چې، دا ډَول غلط او منفي انګېرنه ستاسو پام داسې لور ته جزبوي چې په پایله کې به ورته زړه خوری او د قرباني کېدو احساس به کوی. همدارنګه به موخو ته د رسېدو لېوالتیا هم له لاسه ورکړی. خو کله چې په دې وپوهېږو چې موږ د وېرو او اندېښنو پر وړاندې لکه سِپهر ولاړ یوو، نو هله به د آرامتیا احساس وکړو. دا مه هېروئ چې دا اړینه نده په تېر وخت کې څه پېښې شوې دي، بلکې اړینه دا ده چې اوس موږ دا پرېکړه کړې تر څو تېر وخت موږ ته زیان وه نه رسوي. که رښتیا نه غواړی نو، مجبور نه یاست چې بیا د تېر کارونه ترسره کړی. هغه څه چې پېښ شوي اوس یې پای موندلی. که اړتیا لری د تېر وخت په هکله خبرې وکړئ، خپل احساس مو ولیکئ خو، تاسو باید وکولای شی چې تېر وخت شاته پریږدئ او مخ پر وړاندې لاړ شی. صادقانه مو ځان ته ځواب ورکړی چې، آیا رښتیا مو دا پرېکړه کړې تر څو نوې لار غوره او د خپل باطن غږ ته په پام سره مو خپله لار ټاکلې؟

دا په یاد ولرئ چې د خپل زړه د پوښتنو په ځوابولو کې هیڅ څه له لاسه نه ورکوی بلکې، دا ځوابونه تاسو خپلو هیلو ته رسوي.