د اعتماد پر نفس روزنه

تر ټولو اړین عامل چې ستاسو اعتماد په نفس ته زیان رسوي، د ګناه احساس دی. خدای تاسو بښي، تاسو ولې ځان نه بښئ. کلونه مخکې مو غلطي کړه ده، خو د هغې دروند بار لا اوس هم په اوږو وړی. همدا شېبه دا دروند بار مو په ځمکه واچوئ او ځان مو راحته کړی.

۱.د ګناه احساس مو له ځانه لرې کړئ:
بناءً که چېرې د ګناه احساس مو له ځانه لرې کړو، اعتماد په نفس مو زیاتیږي، او کله چې اعتماد په نفس مو زیات شو نو په آسانۍ سره کوای شی چې له ګناه څخه واټن واخلی.

۲. ټول کارونه مو په قاطعیت او اقتدار سره ترسره کړئ:
له ننه مو ټول خپل کارونه په قاطعیت سره ترسره کړی. وروسته له دې چې د خپلې سمې پرېکړې څخه مطمئن شوی، په ډاډمنه توګه مخته لاړ شی. باید چې خبرې او تګ مو له اقتدار سره وي. که چېرې مو خبره له شک سره ملتیا وکړي، نو دا شک مو مخاطب ته ښودلی او په پایله کې به هیڅ اثر لرونکی نه وی.

۳: د تېرو شویو ماتو یادولو څخه ډډه وکړئ:
هيڅکله خپلو مخکنیو ماتو ته فکر مه کوئ. يواځئ ترې پیغام او درس واخلی او وروسته یې هیر کړی. له ځان سره د تېرې شویو ماتو یادونه مو اعتماد په نفس کمزوری کوي.

۴: مثبت تاکیدي عبارتونه مو ځان ته تکرار کړئ:
مخکې له خوبه کوای شی چې دا لاندې عبارتونه په خپل ذهن کې تکرار کړی او له همدې جملو سره اوده شی. ژر به د دې معجزې تأثیر د دې جملو په تکرار سره ووینی.
((اعتماد په نفس مې هره ورځ ډېر او ډېریږي)) یا (( زه اشرف المخلوقات یم او اعتماد په نفس مې لوړ ده)).

۵. پر خپل ځان، پر خپل کار او پر خپل خدای مو میین اوسئ:
په هرو شرایطو کې چې یاست خپل ځان مو ومنئ . فرضاً که چېر مو ونه لنډۍ وي ځان مو ومنئ. په تاسو کې د خدای روح جاري دی او دې ټکي ته پام، ستاسو اعتماد په نفس زیاتوي. که پر خپل خدای میین شی او ځان د غوره ځواک سره تړلی وبولی، په یقیني ډول سره به تل اعتماد په نفس ولری. خپل کار ته لیواله اوسی او که چېرې په هر دلیل سره له خپلې دندې څخه د ناخوښي (نارضایتي) احساس لری، هڅه وکړئ چې خپل لیدلوری مو د هغه پر نسبت بدل کړی.

۶. مسکا مه هیروئ:
هڅه وکړی چې په هرو شرایطو کې پر شونډو مسکا ولری. مسکا د اعتماد په نفس او د رواني سلامتیا یوه ښکاره نښان دی. د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) په ټول ژوند کې پر شونډو مسکا درلوده. مسکا د خوشرویي ښکارندوی ده او خوشرویي د مومن له نښو څخه ده.

۷. ګنګې خبرې مه کوئ:
که چېرې په اصطلاح ( زه زه) وکړی نورو ته مو دا اعلان کړی چې زه لازم اعتماد په نفس نه لرم. لوړ روان او روښانه وغږېږی. سربېره پر دې ښکاره بیان ولری او په روښانه او واضح ډول ووایئ چې څه غواړی او یا مو منظور څه ده. څنډو ته مه ځئ او په اصلي مطلب خبرې وکړی. دا کړنې اعتماد په نفس پیاوړی کوي.

۸. مطالعه مو زیاته کړئ:
هغه څوک چې ډېره مطالعه کوي او ډېر معلومات لاس ته راوړی، ځان له نورو څخه لوړ ګڼي. دا اعتماد په دی.

۹. د ځان ظاهري بڼې ته مو ډېر پام وکړئ:
که چېرې تاسو ښکلی او منظم ظاهر ولری، ستاسو اعتماد په نفس به نور هم ډېر شي.

۱۰. خپله آرامتیا مو حفظ کړئ:
خفه او اندیښمن کیدل ستاسو اعتماد په نفس راکمه وي. که چېرې خپل آرامښت له لاسه ورکړی، ممکن شمال او جنوب هم ورک کړی.

۱۱. خپلو بریاوو ته نظر واچوئ:
هغه بریاوې چې تر اوسه مو لرلې دي، د ځان لپاره مو ترې یو لیست جوړ کړی او له ځان سره یې وساتی.

۱۲. نه ویل زده کړئ:
ډېر کسان د نه ویلو ځواک نه لري او دا د دوي لپاره تل ستونزې جوړوي.