هغه جملې چې ذهن ته مو آرامتیا بښي

که چېرې په رښتیا سره غواړی په ژوند کې مو بدلون راولی، باید چې لومړی مو ذهن او افکارو ته بدلون ورکړی او هغه له هر ډول ځوروونکي تفکر څخه چې تاسو شاته بیایي پاک کړی. په دې مطلب کې هغه جملې راټولې شوي چې تاسو سره مرسته کوي تر څو وکولای شی ذهن مو آزاد او په ژوند کې مو د خپلې خوښې بدلونونه راولی.

هغه جملې چې ذهن ته مو آرامتیا بښي
۱. که ښه کارونه وکړی، ښه احساس به لری. خو که بد کارونه وکړی، بد احساس به لری. دا د ژوند ساده قانون دی.

۲.له ځان سره مو صادق اوسی، هیڅکله مو ځان د هغه کارونو په اړه چې کړي مو دي او ښه احساس مو ورته نه درلود، مه رټئ.

۳.اندېښنه مه کوئ چې نور داسې فکر کوي چې ستاسو موخې خیالي او غیر منطقي دي. ډېری وختونه همدا خیالي فکرونه دي چې نړۍ ورته حیرانه شي.

۴. په ذهن کې مو پر هغه څه تمرکز وکړئ چې مینه ورسره لری، نه پر هغه څه چې ترې وېره کوی. دا کار به مو خیالونه ریښتوني کړي.

۵. دا پریکړه کول چې څه وخت او څنګه مړه شی تاسو سره نه ده، خو د دې پرېکړې کول چې تر مرګه به پاتې وخت څنګه تیروی له تاسو سره ده.

۶. تر هغه وخته چې له ځانه راضي نه وی، ډېرې پیسې هم نه شي کولای تاسو خوشحاله کړي.

۷. که چېرې په زړه کې مو د آرامتیا احساس کوی. ډاډمن اوسئ چې یو ښه کار مو ترسره کړی.

۸. موږ ټول پرېکړې کوو، خو په پایله کې دا پرېکړې موږ جوړوي.

۹. که چېرې د نورو په څېر فکر کوی. په حقیقت کې تاسو هېڅ فکر نه کوی.

۱۰. ځان مو پر خپله کنټرول کړی، که نه بل څوک به مو کنټرول کړي.

۱۱. کله وخت د ملګرو پر وړاندې درېدل، د دښمنانو پر وړاندې له درېدلو څخه هم ستونزمن شي.

۱۲. د نړۍ تر ټولو ناراحته کسان هغه دي، چې تل دې ته اندېښنه کوي چې نور خلګ یې په اړه څه فکر کوي.

۱۳. کله چې له تاسو څخه یو چا غیر واقعي نیوکې کړي او یو بد سرنوشت (قسمت) یې درته اټکل کړی، ستاسو په اړه خبرې نه کوي بلکې خپل باطن یې تاسو ته ښودلی.

۱۴. که چېرې یواځې د خپلې ګټې او تاوان په فکر کې نشی، نو له فرصتونو ډکه نړۍ به لاسته راوړی.

۱۵. زړه سواند او مینه ناک انسان په ښه او مینه ناکه نړۍ کې ژوند کوي. او بدمرغه انسان چې له نورو نفرت لري په بده او نفرت لروونکې نړۍ کې ژوند تیروي. شاوخوا نړۍ مو ستاسو استازولی کوي.

۱۶. خفگان د دې لامل کیږي چې کوچني توکي غټ سیوری ولري.

۱۷. تاسو هغه څوک یاست چې نن یې ترسره کوی، نه هغه څوک چې پرېکړه لری صبا ته یې ترسره کړی.

۱۸. ناکاميو او ماتو ته مه اندېښمن کیږئ، بلکې ښو فرصتونو ته اندېښمن شئ چې حتی تر اوسه مو نه دي آزمایلي.

۱۹. پلمه نه کول له بدې پلمې کولو غوره ده.

۲۰. د هغه څه له پاره چې تر اوسه مو نه دي لرلي، داسې کارونه وکړی چې تر اوسه مو نه دي کړي.

۲۱. زموږ ستونزې زموږ ملګري دي، خو په هغه صورت کې چې موږ قوي کړي.

۲۲. هر څوک کوای شي له ستونزو تېښته وکړي، دا یو ساده غبرګون دی. خو له ستونزو سره مخامخ کیدل مېړانه ده او سړی قوي کوي.

۲۳. یو له هغه سترو نعمتو یې چې لرو دا ده، چې نه پوهیږو په راتلونکې کې به څه پېښه راته وشي.

۲۴. د هغه مسایلو په اړه چې پرې کنټرول نه لری، مه اندېښمن کېږی.

۲۵. لنډمهاله خوندونه او خوشحالي د اوږ مهاله دردونو ارزښت نه لري.

۲۶. هر څومره چې لږ تمه ولری، ډېر به له ژونده خوند یوسی.

۲۷. هغه څه چې ستاسو لپاره بې ارزښته دي. د بل چا لپاره ستر خیال ده.

۲۸. که چېرې له حد څخه زیات د خپلو او د نورو ارزښتونو ته وخت ورکړی، هیڅکله نشی کولای چې ځان او نور درباندې ګران شي.

۲۹. په هغه کار چې ډاډمن یاست ښه ده، وه یې کړئ.

۳۰ پښیمانۍ لرې کړئ، هغه یواځې د ماتې خوړونکو کسانو بهانې دي. لا تراوسه مو مخ ته ډېر فرصتونه پراته دي.

۳۱. ستاسو جمله څه ده؟ کومه جمله تاسو سره مرسته کوي تر څو ذهن مو د ځوروونکو افکارو څخه چې تاسو شاته بیایي، پریږدي.