
ځوانان چې د یوې ټولنې د ملا تیر حیثیت لري او د هیواد راتلونکي مشران ګڼل کیږي تر ډیره له بیکارۍ څخه سر ټکوي او له بده مرغه د بیکارۍ کچه هم ورځ تربلې په لوړیدو ده، چې د خلکو اندیښنې یې را پارولي دي، ځوانان د یوې ټولنې ستره پانګه او هغه قشر دی چې د حکومت لخوا باید د زده کړو او کار زمینې ورته برابرې شي تر څو راتلونکي جوړولو کې له ستونزو سره مخ نشي او د ټولنې لپاره په ښه تو ګه د چوپړ جوګه شي.
زمونږ په ټولنه کې نه یوازې پورته یادې شوي ستونزې بلکه یوه بله ستره ستونزه چې ځوانان ورسره مخ دي، ژوند یې ورته تریخ کړی هغه د ډیرو کورنیو لخوا په ودونو کې د لوړ ولور اېښودلو مسله ده چې په دې سره دواړه خواوې هغه که ځوانان دي او که پیغلې له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي او د ژوند تر ډیر ستر عمره پورې نجلی او هلک بې واده پاتې کیږي چې هم له اسلامي اصولو سره په ټکر کې خبره ده او هم د ټولنیزو ناخوالو سبب کېږي.
د اسلام او نبوي سنتو له نظره تر ټولو ښه نکاح هغه ده چې د هغې مهر کم وي هغه داسې مهر چې په خپله نجلۍ ته ورکړل شي نه دا چې د نجلۍ د مور او پلار جیبونه پرې ډک شي.
له بده مرغه چې زمونږ په ټولنه کې ډیری کورنی د خپلي لور او یا خور ولور دومره لوړ ټاکي چې د هلک کورنۍ یې په پرې کولو کې پاتې راځي او هلک اړ دی تر څو د ددغه ولور د پیسو پیدا کولو لپاره په کالونو کالونو له هیواده بهر کار وکړي ترڅو د خپل واده مصارف پوره کړي.
د لوړ ولور مسله تر ډیره د هیواد په لرې پرتو سیمو او په تیره بیا د هیواد په پښتنو میشتو سیمو کې زیاته ده او خلک په دې اند دې چې که دخپلې لور یا خور ولور ټیټ وټاکي نو ګواکې د خپلو تربرو او کلي ولس له پیغور سره به مخ شی، په داسې حال کې چې که د نجلۍ کورنۍ مناسب ولور چې له اسلامي اصولو سره برابر وي وټاکي، نو په دې کې به ډېر خیر هم وي.
دا جوته ده چې په کومو سیمو کې د کورنیو لخوا لوړ ولور اخیستل کیږي، هلته تر ډیره پیغلې تر ستر عمره د پلار په کور پاتې کیږي چې وروسته بیا په بن او یا هم په بدو کې ورکول کیږي چې د نجلې ټولې هیلې او ارمانونه له خاورو سره یو کېږي، بل اړخ ته دا ډول کړه د نجلۍ له ژوند سره لوبې کول هم دي، په داسې حال کې چې دا کار د اسلام مبارک دین او نبوي سنتو سره په کله په ټکر کې دی.
نو د دې ستونزې د حل لپاره په کار ده چې حکومت او مدني ټولنې د عامه پوهاوي په برخه کې او بل دا چې د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو برابرولو کې لاس په کار شي او لاندې ټکي په پام کې ونیسي ترڅو دې ستونزې ته د پای ټکی کیښودل شي:
پوهنه:
مونږ ترهغې نشو کولای چې د لوړ ولور ستونزه حل کړو ترڅو چې مونږ خپلو اولادونو ته د تعلیم زمینه برابره کړي نه وي چې په دې سره به لږ تر لږه د نویو نسلونو لپاره د تل لپاره د لوړ ولور اخیستو مخه ونیسو، هغه ځکه چې دا ډول ستونزې تر ډيره په هغه کورنیو کې لیدل کېږي چې د پوهې کچه یې ټیټه وي، نو اړینه ده چې هرڅه د مخه مونږ پر خپلو اولادونو تعلیم وکړو او ژوند یې د تیارو څخه چې اوسني نسلونه وسره لاس او ګریوان دي د رڼا په لور بوځو.
د دیني علماوو لخوا عامه پوهاوی:
زمونږ ټولنه یو سنتي او اسلامي اصولو ته پابنده ټولنه ده چې عام خلک د یني عالمانو ته ډير اهمیت ورکوي او په خبرو یې ژر عمل کوي، د علماوو ونډه خورا اړینه ده تر څو د اسلام مبارک دین او نبوي سنتو په رڼا کې د مهر او یا ولور په اړه موضوعات بیان کړي او خلک پرې پوه کړي.
قومي مشران:
قومي مشران هم له هغو مهمو اشخاصو څخه دي چې په خلکو کې ډير نفوذ او اعتبار لري، نو له همدې امله دا د قومي مشرانو او ملکانو دنده ده چې خلکو ته دا موضوع په وضاحت سره ورسوي او د هغو ستونزو په اړه یې پوه کړي چې د همدې لوړ ولور څخه په راتلونکي کې رامنځته کیږي. او په ځینو مواردو کې باید داسی وشي لکه په دې وروستیو کې چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې قومي مشرانو د لوړ ولور اخیستلو په صورت کې پر خلکو نغدي جریمي او داسې نورې ناغې ایښي دي، چې سرغړونکي یې باید پرې کړي.
د رسنیو ونډه:
رسنۍ اوس د یوې ټولنې مهم عنصر ګڼل کېږي چې خورا مهمه ونډه ترسره کوي او د عامه پوهاوي خپرونو له لارې او همدا ډول دیني خپرونو په لاره اچولو سره د ولور مسلې په له منځه وړلو کې مرسته کولای شي.
نو د پورته یاد شویو مواردو په نظر کې نیولو سره مونږ کولای شو چې د ځوانانو او پیغلو ستونزې چې دلیل یې لوړ ولور دی له منځه یوسو او د هغه بې ځایه لګښتونو مخه ونیسو چې هغې ته هیڅ کومه اړتیا نه لیدل کیږي او برعکس په اصراف کې راځي.