له زړه څخه دې قبریستان جوړ کړه

د رڼو اوښکو څاڅکي یې د اننګو په سرونو وغړېدل، نا څاپه مې ورته پام شوم د پلو پیڅکه یې لاس کې ونیوله د سترګو جامونه یې پرې وچ کړل، د څنګ له ملګرې سره یې په خبرو مصروفه شوه.

تېره ورځ یو ځای ته تللی وم، یوه نږدې ملګرې مې ولیده چې د سترګو جامونه یې له اوښکو ډک و، ما ډېر وخت مخکې اورېدلي و، چې هېڅ شي په سړی باندې دومره تاثیر نه کوي، مګر کوي یې، هغه د یو چا له اوښکو ډکې سترګې.

سترګې له اوښکو دوه وخته ډکېږي، یو هغه وخت کله چې انسان ډېر خوشحاله وي دومره خوشحاله چې د ځان کنټرول له لاسه ورکړي؛ نو له سترګو څخه یې د اوښکو چینې په بهېدو شروع کوي. بل هغه وخت کله چې یو انسان دومره خفه شي، چې زړه یې په چاودېدو وي؛ نو په دغسې حالت کې په لوړ اواز ژړا یا د تړمو اوښکو تویول ډېره ښه دي، ځکه ژړا د زړه بړاس له منځه وړي،وروسته له ژړا سړی یو ډول د راحتۍ احساس کوي.

زه زیاتره وخت په خوشحالي سره تېروم، د امکان تر حده کوښښ کوم چې خوشحاله واوسم، هېڅ ځان د غم ښکار نه کوم، ځکه څو وخت مخکې لږ ـ لږ په هسې خبرو مې فکر خراب و، هغه وخت یې په زیان نه پوهېدم، کله مې چې اوس د وجود ځینې برخې ونیم چې له لاسه مې ورکړې، زیات ورته خفه کېږم او پښېماني کوم.

دا یې اوس ما پښېماني کړې، څه فایده؟ او دا یې د خلکو په خبرو ما فکر کړی څه فایده؟ ځان مې ورباندې در په در کړ، خو فایده یې راته ونه کړه، زما سره به د ټولو غم و، خو اوس د هېڅ چا غم راسره نشته او نه دې یوې موضوع په اړه دومره فکر کوم چې ځان ورباندې خراب کړم

که چېرې وغواړئ چې ځانونه دخلکو دخبرو خلاص کړئ باید په زړه کې یو قبریستان جوړ کړئ، هر هغه خبرې چې زموږ طبیعت ورڅخه کرکه کوي هلته یې ګذار کړو او هر هغه خبرې چې زموږ روح ورباندې تازه کیږي، په سپرو شونډو مو موسکا خپره وي، یو ځل نه بلکې څو څو ځله واورو.