د روانې جګړې د مخنیوي لپاره دې پر پاکستان نړیوال فشارونه زیات شي

افغانستان چې د تعلیم له لحاظه وروسته پاتی هیواد دی او د پوهاوي کچه په کې ټیټه ده، نو له همدې امله د هیواد ځینی وګړي د نورو اشخاصو په اشاره باندې څرخېږی او زمونږ ملي مسایلو ته خنډونه جوړوي او په یو او بل نوم باندې ملي بنسټونه او تاسیسات ورانوي ، ښوونځي سوځوي او نور بېلابېل مزاحمتونه په دې برخه کې ایجادوي.

سړک حکومت د هیواد د اتباعو د عبور لپاره جوړوي، تر څو هیوادوال په اسانۍ او په کم وخت کې له یو ځایه بل ځای ته لاړ شي، کلینیک حکومت د یو هیواد د اتباعو د ناروغیو د مخنیوی لپاره جوړوي تر څو هیوادوال خدای مه کړه مریضان نشي. ښوونځی حکومت د هیواد د اتباعو د ذهنونو د روڼولو لپاره جوړوي تر څو هیوادوال د نړی په مختلفو برخو کې بریالی شي او ښه او بد وپیژنی خدای او رسول وپیژني هغه لار وپیژني چې مونږ ته الله ج امر کړی، چې مونږ په کومه لار لاړ شوه او په کومه لار لاړ نه شو، خو متاسفانه زمونږ ځیني هیوادوال د ناپوهۍ، د سواد او پوهې کچې د ټیټوالي او یا کوم مادي لالچ او حسد له مخې دغه مهم ځایونه د نورو په لمسون ورانوي او پر دې باندې نه پوهیږی چې زه دغه مهم ځایونه په کوم اساس باندی ورانوم.

همدغه بدمرغه اشخاص نن په افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پرمخ وړي. په دې کې شک نشته چې د دغې جګړې تر شا به د ځینو نورو هېوادونو او استخباراتي شبکو لاس هم وي، مګر د ترهګرۍ او روان جنګ تر ټولولوی ملاتړی پاکستان دی چې عملاً له افغانستان سره په نا اعلان شوي جنګ کې ښکېل دی.

د پاکستان حکومت د افغان حکومت مخالفینو ته په پاکستان کی ځای ورکړی هغوی ته هلته روزنه ورکول کیږی اسلحی ورکول کیږی په ځینو مواردو کې د پاکستان استخباراتي اداره په افغانستان کې د ځینو عملیاتو مشري هم کوي. حتی په ښارونو او ملکي ځایونو کې د وحشتناکو تروریستي بریدونو چې د تاسیساتو د ویجاړېدو او د ملکي وګړو د بېدرېغه تلفاتو لامل کېږي په هغو ټولو کې د پاکستان استخبارات مستقیم لاس لري او دا بریدونه د دوی په مستقیمه لارښوونه او امکاناتو ترسره کېږي.

د دغه جنګ ودرول د افغانستان او افغانانو له وسې وتلی کار دی، نو پکار ده چې په دې برخه کې نړیواله ټولنه او متحدین له افغانستان سره همکار شي، پر پاکستان عملاً فشارونه زیات کړي او دېته یې مجبور کړي چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د جګړې او دښمنۍ پرځای له افغانستان سره د دوستۍ لاره خپله کړي، ځکه که چېرې د دغې روانې تحمیلي جګړې مخه ونه نیول شي، نو باور دی چې لمبې او تاو به یې د سیمې او ان د نړۍ هېوادونو ته ورسېږي، ځکه چې ترهګري او افراطیت هیڅ حد او سرحد نه پېژني، د دوی یوازینۍ موخه یوازې د وحشت، نهیلۍ او بې باورۍ خپرول او د وېرې د فضا ایجادول دي.