د ټولنيزو رسنیو استعمال!

ټولنیزې رسنۍ زموږ د ژوند یوه مهمه برخه ګرځیدلي ده ؛ ډیری خلک یې د خبرونو، نظریاتو، ګټورو او نورو مفیدو معلوماتو ترلاسه کولو او نورو سره د شریکولو په موخه کاروي.

یا په ټوله کې، ټولنیزې رسنۍ د رغنده نظرونو،اصلاح، ښو لېکنو، تشویقولو او دېته ورته د نورو مسایلو د تبادلې وسیله بلل کیږي.

په افغانستان کې د ځینو سرچېنو په حواله لږ ترلږه پنځه میلیونه افغانان ټولنیزې رسنۍ کاروي چې تقریبآ ۸۵ فیصده یې فېسبوک کاروونکي دي.

ک فېسبوک د یو هېواد په توګه فرض کړو، او کاروونکي یې وګړي وبولو، نو دا به د نړۍ تر ټولو ګڼ نفوسه هیواد وي. همدا لامل دی چې په خواله رسنیو کې فېسبوک تر نورو وړاندې دی.

خو دا چې ټولنیزې رسنۍ د افرادو ترمنځ د روابطو، ښو لېکنو او مفیدو نظریاتو شریکولو وسیله بلل شوې، خو دلته برعکس په افغانستان کې زیاتره خلک ترې ناوړه ګټه اخلي، یو تربله سره تخریبوي، تهدیدوي، تحقیروي او ددې پرځای چې د یو بل ملا ور وتړي، دوی یې پښې وهي او کندو ته یې غورځوي.

که وویل شي چې په ټولنیزو رسنیو کې تر ډېره حده پورې شخصیت وژنه روانه ده،یو،یو کس څو،څو مستعار اکاونټونه لري چې د هغې په اساس خلکو ته مزاحمت،مشکلات او داسې نور توهین آمیز الفاظ کاروي او یا یې پر خلاف پوسټونه کوي، چې په ټولنه کې دنفرتونو، کړکېچونو او ناامنۍ باعث کیږي.

زیاتره پدې هڅه کې وي چې مقابل شخص یا خپل سیال له غیرمستقمې لارې ټولنې ته بد ور معرفي کړي، چې ګواکې نوموړی شخص زموږ په ټولنه کې ترټولو بدترین کس دی.

ددې ستونزې د مخنیوي په خاطر دولت مکلف دی، چې په ښارونو کې د غیررسمي سیم کارتونو د پېر اوپلور مخه ونيسي ترڅو ټول سیم کارتونه ثبت او بیا وپلورل شي، د داسې کسانو مخه به یې هم ډب کړي وي چې غواړي په بدلو اکاونټونو باندې په هېواد کې بیلابیل مشکلات او بې اتفاقۍ ته به یې په اسانۍ سره لار هواره کړي وي.

همدغه ټولنیزې رسنۍ دي چې د نورو تصویري،غږیزو او چاپي رسنیو ترڅنګ ټولنې ته ښه پیغام استولی شی.هم ښګڼې او هم بد ګڼې رامنځته کولای شي، اوعامه اذهان هم د هېواد د پرمختګ پرلور سوق کولای شي او هم هېواد له بحران سره مخ کولای شي.

که د سوشل میډیا یعنې ټولنیزو رسنیو ښېګڼې د بېلګې په توګه یادې کړو، نو د پښتون ژغورنې غورځنګ به وښایو چې په کم وخت کې یې خپل ولس راویښ کړ، چې موږ نوره د داسې ناخوالو او بې ګناه وژنو زغم نه لرو او باید په مقابل کې یې کلک ودریږو.

همداسې وشول چې اوس یې هر پښتون دې ته اماده کړ تر څو خپل حق له مسؤلینو وغواړي او دوامدارې مبارزې ته یې ملا تړلي، دا ټول د ټولنیزو رسنیو برکت وو چې دوی داسې خوځښت ته مخه کړه.

یا که کریکت فرض کړو چې کوم مشکل وي په لوبغاړو کې یا اداره کې نو ټول خلک یې ددې ټولنیزو رسنیو له لارې ورته په ګوته کوي ترڅو اړونده مسولین ورته متوجي شي چې شته ستونزې حل شي.

په مجموعو کې خواله رسنۍ داسې یو ځای دی، چې هر څوک په کې هر څه ویلی شي،د خپل مافي ضمیر څرګندولو،نظریاتو شریکولواو د خپلې خوښې، خپلې ژبې، هېواد او خپل طبیعت سره سم ملګري هم پکې پیدا کولای شئ.

سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو ټول کاروونکي یوه نقطه باید په پام کې ولري؛ چې هره خبره کوي اختیار یې خپل دی، خو ډیر کله بیا د خپلو خبرو سپیناوي ته هم مجبوریږي او په ټولنیزو رسنیو کې چاته د توهینولو،تهدیولو لپاره ځای نه شته ځکه چې په شخصي حریم تیری جرم کڼل کیږي. پر سوشل میډیا د چا سپکاوی کول او پرچا ناسم تور لګول ممکن محکمې ته راجع کړئ شئ.