هغه څه چې ګټلی شخصیت درڅخه اخلي!

هغه څه چې ګټلی شخصیت درڅخه اخلي!
شخصیت پېژندنه
شخصیت د یوه فرد مهارتونه ، امېدونه ، احساسات ، عادات، اخلاق، افکار، نظریات، کړه، وړه داخلي او ظاهري عوامل که مثبت وي او یا که منفي وي تر څېړنې لاندې نیسي.

شخصیت له لاسه ورکولو لاملونه:
په ټولنیز ژوند کې د خپل ځان او یا له دندې څخه سرټکول هم ددې باعث کیږي، چې شخصیت مو په ټولنه کې کمرنګی شي، او خپل حیثت له لاسه وکړی. ډېرې خبرې کول یا په خپل سر په ځینو مسایلو کې خلکو سره مشورې شریکول هم په شخصیت باندې بد اغېز ښیندي. جامو ته پاملرنه نه کول او صفا ځان نه ساتل یا خیرنې جامې اغوستل، چې نظافت د ایمان نیمه یي جز ګڼل شوی انسان ته منفي بڼه ورکوي.

منفي نظرونه شریکول د خپل ځانه که مثبت وي او یا منفي دا هم هغه لامل کیدای شي چې په ټولنه کې بې ارزښته معرفي شې. غرور او تکبر، له یو بل سره همکاري نه کول، نورو ته احترام نه درلودل او یا دې نورو نظریاتو ته ارزښت نه ورکول هغه څه کیدای شي، چې په ټولنه په ځانګړې توګه په خپل کاري چاپېریال کې خپل ګرانښت له لاسه ورکړې.

نورو خلکو ته د یو چا په اړه بد نظریات یا شکایت کول، په نورو پسې ناوړه بد رد ویل او یا په ځینو موضوعګانو کې ځان ښکیلول پداسې حال کې چې معلومات هم نه لرې دا هغه لاملونه کیدلی شي، چې د انسان شخصیت ووژني.

پایله:
که په ټوله کې وویل شي، چې پس یاد شوي مواردو باندې عمل وشي، او هغه څه چې مو د شخصیت وژنې لامل ګرځي له هغه صرف نظر وکړو او د ټولنې هر ډول قشر سره ځانو اعیار کړو، په نورو شفقت او مهراباني، زړه سوی، لاسنیوی، متقابل احترام، خاکساري، علمیت درلودل او په هغه عمل کول، خیر او ښیګڼه رسول او دیته ورته نورو مسایلو ته پوره ارزښت او اهمیت ورکړو، نو دا به هغه څه وي، چې په ټولنه کې به یو باشخصیته انسان او د قدر وړ شخصیت په توګه به مو په ټولنه باندې ځان ټول منلی ګڼلی وي.

ژورنالېست شیروان ودان
د یو سرلوړي او اباد افغانستان په هيله!
درنښت او مینه!