که رواني ستونزې کنټرول نه کړو، وبه مو وژني!
د رواني ناروغيو تاریخ د انسان له پیدایښت سره سم پیلیږي، او تر ننه پورې د نړۍ یوه لویه ستونزه بلل کیږي، چې دا روانې ستونزې په مجوعي ډول په نړۍ کې ټول خلک ورسره مخ دي، چې بالخصوص دا ناروغي هم په افغانستان کې په اوسنیو حالاتو کې اوج ته رسیدلي ده،چې افغانستان د هغو هیوادونو د ډلې څخه ګڼل ګیږي چی بیلابیلې ټولنیزې اواقتصادي ننګونې یې اوس مهال مخې ته پرتې دي.
د افغانستان خلک د څو لسیزو راهیسې د جګړی اولانجو له امله کړیږي، چې دغه ناورینونه نه یوازې جسماني روغتیا بلکې دهغوی رواني روغتیا یې هم اغیزمنه کړې ده.
دخفګانو او له حادثو وروسته رواني اختلالات رواني ستونزو له معمولو اختلالاتو څخه دي ، چی په زړو سړو او ښځو کی لیدل کیږي. او ددې ترڅنګ دغه رواني ستونزې اوسنیو وختونو کی په ځانګړي ډول په ځوانانو کې هم لیدل شوې دي؛ چی لامل یې په افغانستان کې دوامداره جګړې ، فقر،تاوتریخوالی،سمه تغذیه ، بی سوادي، او د ټولنیزو ننګونو له امله منځ ته راغلي دي چی په افغانستان کې د څولسیزو جګړې اوس هم د جګړې شتون په افغانستان کې خلکو ته بدني او مالي زیانونه اړولو ترڅنګ د خلکو د مختلیفو مشکلاتو سره مخ کیدنه هغه څه ده، چې اوس وخت کې تقریبا سلو نه ۶۵فیصده خلک یې په رواني تکلیف باندې اخته دي .لنډه دا چې پدې لیکنه کې مې هڅه کړې، چې د رواني ناروغيو په پېژندنه، نښواو نښانو، لاملونو، ډولونو او درملنه باندې تر خپله وسه شننه او تحلیل کړی.
د رواني ناروغیو نښې او نښانې!
كه څه هم هره رواني ناروغي خپلې ځانګړي نښې نښانې لري لکه: هر وخت خواشیني، بی خوبي، دایمي کرکې اوبې مینې توب، دژوند نا آرامي، یوځل غوسه او وروسته پیښمانه کیدل، ځان په حقه اونور په ناحقه ګڼل،زیات بدني دردونو نه شکایت احساس چی سبب هم ورته نه پیدا کیږي،په درک کې ګډوډي، د حافظې کمزوري کېدل، د ذهني زغم له لاسه ورکول، په شعور کې بدلونونه، ژور خپګان، بې وجې ناخوښي،بدګماني،او داسې نور یې څرګندې نښې او علايم بلل کیږي.
د رواني ناروغیو لاملونه!
چاپیریالي یا ټولنیز لاملونه او ارثي لاملونه هغه دي، چې د ماشوم له پیدایښت څخه وړاندې د بعضو صدمو،د اومیدوارۍ پر مهال د مور له خوا د ډاکټر له لارښونو پرته درملو کارونې،نشه یي موادو کارونه چې د ارثي لامل جین په وسیله د ماشوم وجود ته اتقالیږي او ددې ترڅنګ نور چاپیریالي لاملونه هغه دي، چې اندیښنې، ویښتانو تویدل، د معدې زخم، په مینه کې پاتې راتلل، دزور(اجباري )ودونه، د کورنۍ ستونزې ، بیوزلي، امنیت نشتوالی، رټل، هیرول ،ظلم،د چاپیریال ککړتیا،غلاوې، تښتونې، شکنجه، په بدو کې د نجونو ورکول، د باروتو کارونې، فرهنګي یرغلونه، ځان ځورونه ، د بل ځورونه اود انټرنيټ،راډیو، ټیلیفون او تلویزیون بې حده توګه کارونه هغه څه دي چې اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې زیات خلک له دې عواملو په اساس ورسره مخامخ دي.
حـــــــــل لارې!
ناروغ سره د ملګرو او كورنۍ د غړو مرسته او زړه خوږي ته ډېر لوى ضرورت دی، چې ناروغ لمونځ او عبادت ته وهڅوو او تر يوه حده يې له خپل څېښتن الله(ج) سره اړيكي ټينګې كړو چې په عبادت او له خپل خداى(ج) سره په اړيكو وكړى شي بېرته عادي ژوند ته راوكرځي او روغ شي. دنياوي علوم په عمومي ډول د رواني ناروغیو درملنه په دنيا كې په درې ډوله ترسره کوي، چې موږ يې هم په افغانستان كې كارولى شو.
لومړی لارښوونه(مشوره): په لارښوونه يا مشوره کې کیسه، د زړه خواله او داسې نورې طریقې شاملیږي، چې په ډېره مسلكي او حرفوي ډول بايد ترسره شي خو له لويانو، سپين ګيرو، علماو، استادانو، تجربه كارو كسانو هم تر يوه حده مرسته اخيستلاى شو كه څه هم ځينو ولايتونو كې دا ډول مركزونه او كلينيكونه جوړ كړي، خو د مسلکي ارواپوهانو د نه شتون له امله يې تر ډېره بريده نتيجه او كارونه بې اغېزې دي. په دې هيله چې كورنۍ، دولت، رسنۍ او نور ټولنيز بنسټونه په دې برخه كې مرسته وكړي، که دولت د نړیوالو متخصصینو په مرسته دا هڅه وکړي، چې د رواني ناروغیو د پراختیا اصلي عوامل پیدا او له هغه وروسته دې حل لارې ورته ومومي د مشاورې مرکزونه زیات شي او له بېلابېلو لارو د خلکو ستونزو ته پاملرنه وكړي دا سلا مشوره تر هرچا مخته ارواپوهان ورکولای شي او په کار ده، چې په دې اړه دوی ورته حل لارې پیدا کړي. دغه راز تفریح، د کورنۍ د غړو ترمنځ صمیمیت او تفاهم، ښه او آرامه چاپیریال, سیاحتي سفرونه، له خلکو ناسته پاسته، ارتباطات درلودل، په شنو ساحو کې ګرځیدل او داسې نورې لارې چارې هم کولای شي؛ چې رواني ناروغۍ او ستونزې تر ډېره بریده را کمې کړي.
درنښت او مینه!
وروستي