افغانی کلتور د چا دلاسه په ګونډو شوی؟

دا چې کلتور څه ته وایي؟
د کلتور ارزښت او اهمیت څه دی؟
افغانی کلتور څومره بدل شوی؟
دښمنان څه غواړي چې ترلاسه یې کړي؟
مطبوعاتي او کلتوري جکړه د پوځي یرغل ترڅنګ ولې په افغانستان کې مهمه بلل شوي؟
او په افغاني ټولنه، ځوان نسل او په فکري لحاظ په افغان نسل څومره اغېز کړی؟
دا ټول په مفصل ډول تر یوه حده تشریح شوي.

کلتور په لغت کې د کرنې، څارنې او پالنې په مانا دی چې د کلتور اصطلاح پخوانۍ رېښه لري او ددې کلمې رېښه د لاتینۍ ژبې (CULTURA) کلمې ته رسیږي چې د کرنې د ځمکې چمتو کولو څارنې او پالنې په مانا دی. ځکه چې پخوا زمانو کې د کلتور کلمه د شاړې ځمکې د برابرولو، ابادولو او جوړولو مانا درلوده، یعنې کلتور د یوې ټولنې مادي او معنوي لاسته راوړنې چې د وخت په تېرېدو له یو نسل نه بل نسل ته په مېراث پاتې شوي او ټو ټولو ته د منلو وړ وي او یا دم، دم صیقل شوي وي کلتور بلل کیږي او کلتور په بشپړ مفهوم سره هغه څه چې د خپلې کورنۍ،مینې،کلي،ښار او یا هېواد په پرېښودو سره انسان نه پردی کیږي یعنې په کلتور کې ژبه، جامه، رسم رواج، ودانۍ، ناسته پاسته، غم ښادي، خوارک، څښاک، ولسي موسیقي، سندرې،غږیدل، کړه وړه او ادبیات د کلتور سره تړلي دي.
 
The word culture drives from a French term which in turn derives from the Latin (colere) which means: to tend to the earth and grow or cultivation and nurture.
کلتور ته په پښتو ژبه کې کلتور، په دري ژبه کې فرهنګ او په انګیسي ژبه کې ورته کلچر وایي چې په مادي او معنوي برخه کې د بشریت لاسته راوړنو ته کلتور وایي.

دا چې هر هېواد هره ټولنه ځانکړي لاسته راوړنې لري نو کلتوري عناوې هم ځانګړي وي نو کله چې یوه ټولنه او یا یو هېواد کې ستونزې او مشکلات رامنځته کیږي نو هغه هم کلتوري یرغل پر نورو کلتورونو دی.

دا چې کلتوري یرغل څه ته وایي لنډې خبرې پرې کوو.
که په لنډ ډول ووایو چې کلتوري یرغل د یوې ټولنې او ملت په معنوي او رواني ژوند یرغل دی.
او ددې ټولنې په ارزښتي نظام تیری کڼل کیږي چې په کلتوري یرغل کې د یوې ټولنې پر ټولې هستۍ تیری او برید ګنل کیږي او د یو هېواد ملت کلتور او ژبې، ملي ویاړونو، ارزښتونو، هنر، تاریخ، ملي هویت، ملي، غرور، دود دوستور، رسم رواج، ناستې پاستې او حتا د جامو او لباس باندې بې درېغه بد اغېز کوي.

د غرب پوهان په دې نظر دي چې په کوم هېواد کې د کلتور او ارزښتونو جرړې ویستل شي او فحشا پکې دود شي نو په ډېرې اسانۍ سره په ملت باندې هر ډول لوبه کېدای شي او کیږي. او که برعکس چیرته د یوه هېواد ملت، کلتور او ژبه ژوندۍ وه نو هغه ملت هم ژوندی ملت دی او که د یوه هېواد دغه مړه شول نو بغیر د کوم شکه هغه ملت مړ شو.

حل لارې د کلتوري یرغل پر وړاندې!
د کلتوري یرغل پر وړاندې یوه مهمه او اساسي مبارزه د کلتوري یرغل پېژندنه ده او هلته به ددې پر وړاندې دريږو چې کلتوري یرغل وپېژنو او پوره معلومات ولرو تر څو مخه مو ډب کړي وي.

په اسلامي ارزښتونو په کارولو، اداب او رسوم به هغه نسخه وي چې وبه کړی شي چې د کلتوري یرغل په مخ کې یو خنډ جوړ شو. او په هېواد کې د صنعتي پرمختیا سره د مصرفي کالیو تولید، په اقتصادي او علمي پرمختګونو کې د تخصیل کافي امکانات، مصروفیت او د کار زمینه برابرول،د کورنیو تشکیل اسانه شرایط، جسمي او روحي پیاوړتیا، د ځوان نسل روزل او په ملي ارزښتونو پوره پوهول به اقلآ د کلتوري یرغل په مقابل کې به مصؤنه وي.

مطبوعاتي او کلتوري یرغل!
د افغانستان تاریخ ته که وکتل شي نو ډېر یرغلونه او پېښې به ووینو چې په یوه کې هم دښمن نه پدې توانیدلی چې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي او خپلې ناوړه کړنې په ګران افغانستان کې پلي کړي او هرو مرو د یوې لویې ماتې سره یې خپل هرڅه له لاسه ورکړي او په تور مخ له افغانستانه وتلي دي.

اوس دښمنان پدې پوه شوي دي چې افغانان په پوځي یرغل هیڅکله ماته نشي خوړی بلکې تر ټولو ښه وسیله یې مطبوعاتي او کلتوري یرغل دی چې اوس مهال په افغانستان کې ځینې لوبغاړي په دندو ګمارلي شوي چې د پوځي یرغل ترڅنګ د کلتوري او او فکري لحاظ بدلون رامنځته کړي.

د بېلګې په ډول: اوس مهال په افغاني رسنیو هندي درامې، سریالونه، مجلې د پنجاب لکه ډان، وقت، او دیته ورته نوره درامې او فلمونه هغه څه دي چې افغاني ټولنه د تباهۍ پرلور بیولي او بیایي یې.

په افغاني ټولنه، افغاني کلتور د پردیپالو کلتور اغېز!
په افغاني ټولنه باندې هغه دښمنانو چې څه غواړي تر ډېره حده عملي شوي.
د بیلګې په ډول: رسم رواج، غرور، ناسته پاسته، لباس او جامې، ژبه، کړه وړه او داسې نور.... هغه څه دي چې اوسمهال په افغاني ټولنه کې د بدلون نښې نښانې په څرګنده لیدل کیږي.

ځوانې طبقې مو لباس بدل، رسم رواج مو بدل او هر څه مو له لاسه ورکړي او د قلم او پرمختګ پرځای مو توپک ځوانې طبقې لاسته کړي او په مجموعو کې په افغاني ټولنه کې یعنې افغانی کلتور مو په ګونډو شوی او روان دی.

فحشا ته پکې هوا ورکول شوي چې لامل یې همدا د پردیو کلتور په افغانستان کې مروجول دي او د رسنیو له لارې زموږ کلتور په ګونډو شو او ځوانه طبقه مو برباده شوه او یا داسې نور.........................

حل لارې!
که مو روشنفکره سټو، دیني عالمانو، رسنیو او مسؤلینو په دې برخه کې مټې رابډ وهلې او دې پردیو کلتوري او مطبوعاتي جګړو په مقابل کې د پولادي دیوال په شان ودریدل او ځوان نسل ته یې همدا مشکلات په ګوته کړل او په سم ډول یې پرې وپوهول نو تر ډېره حده به یې مخه ډب شوي وي او هغه دښمنان چې غواړي زمونږ په ګران هېواد افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته چې غواړي ځانونه ورسوي یو غاښ ماتونکی ځواب به یې ورکړی وي، او بل به مو خپل کلتور ژوندی ساتلی وي چې پرمختګ او هوساینه به بیا موږ ته سترګې په لار وي.

د یو سرلوړي، اباد او ګلالي افغانستان په هیله!
درنښت او مینه