د نړیوال جنګ احتمال!


د انسان په فطرت کې جنګ، جګړې، ځان ښودنه، ځان غوښتنه، واک کول، زور لرل، د زور ازمایښت او ډیر نور... نغښتي دي.

تیرې نړیوالې جګړې هم فقط د دغو خبرو لپاره شوی دی،چې په لکونو ککرۍ تر خاورو لاندې شوي.
داځل د جرمني جګړنه بلکي د امریکا او روس جګړه به پیښیږي، د نړۍ هیوادونه به د یو او بل ملاتړ وکړي او نړیوال جنګ به رامنځته شي،چې داځل به تر تیرو جګړو زیات قربانیان ولري،ځکه جنګي قوي اسلحې او اټومي اسلحې به وکاریږي.
د جنګ میدان:
تر ډیره احتمال دی چې دغه جګړه به سوریه یا افغانستان کې پیلیږي، د راپورونو لمخې ځینی کیمیاوي اسلحې د سوریې په جګړه کې کارول شوي هم دي.
ګټه:
جنګ هیڅ ګټه نلري، فقط انسان وژنه او د زور ازمایښت دی او د نړۍ نقشه به بدله شي، په لکونو خلک به تر خاورو لاندې شی، انساني پرمختګونه به له منځه لاړشي، اوسنی پرمختګ به دوه پیړۍ وروسته شاتګ وکړي.
حل لاره:
د سیمو هیوادونه او موجود ولسونه کولی شي ددغسي نړیوالو جګړو مخه ونیسي، کله چې ولسونه بیداره وي نو هلته د زور ازمایښت، په زوره واک او نور... څوک نشي کولی.