د افغانیو ارزښت ولی راټیټ شوی دی؟؟

د تیرو څو کلونو راهیسي د افغانیو ارزښت مخ په ښکته روان دی، دغه حالت خلک سخت اندیښمن کړي دي، د جلال اباد ښار یوتن اوسیدونکی امیدالله یې په اړه وایې، (د افغانیو ارزښت کموالي تشویشونه راته پیداکړي دي ، ځکه دلته د خلکو معاشونه کم دي او هغه هم په افغانیو دي، نو چې د افغانیو ارزښت کم شوو، زمونږ له معاشه هیڅ هم نه جوړیږي، د کور اړونده اړین لوازه او خوراکي شیان هم پرې نشو اخیستلی ، نو دا یوازې ماته نه به بلکي ټولو خلکو ته د تشویش وړ خبره ده.

امیدالله زیاتوي، ( که دغه حالت دوام ولري ، نو شاید ډیرې نورې ستونزې راپیدا کړي او خلک خپلې وظیفې ترک کړي ، یا به د نورو پشان بل هیواد ته ځي او یا به په غیر قانوني چارو لاس پورې کوي.)
اوس پوښتنه داده چې دافغانیو ارزښت ولی ورځ تر بلې ټیټیږي؟

ددې پوښتنې په ځواب کې د افغانستان ملي بانک ویاند ایمل عاشور راته داسي وویل: (د افغانیو ارزښت کمیدو یو دلیل دادی چې په نړیوال مارکیټ کې د ډالرو ارزښت لوړ شوی دی ، ډالر ځکه لوړ شوی، چې په امریکا کې د اوزګارتیا کچه کمه شوې ده، نه یوازې افغانۍ بلکې د نورو هیوادونو پولي واحدونه هم د ډالرو په مقابل کې راټیټ شوې دي.

دوهم دلیل یې په افغانستان کې د بیکارۍ کچې لوړیدل دي، همداشان ناامنۍ یې هم ستر دلیل کیدای شي چې هره ورځ یې بیلګې وینو، دې ته ورته ډیر نور عوامل ددې سبب ګرځي چې د افغانیو ارزښت راکم کړي.)

د یادولو وړ ده چې د ملي وحدت حکومت په راتګ سره د افغانیو په ارزښت کې بې ساري کموالی راغلی دی ، د اقتصادي چارو کار پوهان د افغانیو ارزښت کمښت دملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ خپلمنځي اختلافونو دلیل نیسي او همداشان ددغو سترو حیاتي پروژ وریښمو لارې او چاه بهار بندر کارونو کې خنډ او ځنډ پیداکیدل هم ډیر منفي اثرات کړي دي.