ماماجانه! سوالګره نه یم!

سهار مهال دفتر ته پرلاره وم ، یوې وړې نجلۍ چې شاوخوا نهه کال عمر یې درلود راته غږ کړ.
ماما! وړوکی ورور مې ناروغ دی ، که د خدای په رضاء څو روپۍ راکړې.

مورکۍ مې راته سهار وویل ، ته د دغه سرک په سر ودریږه کیدای شي ، څوک لیږ لیږ روپۍ درکړې او بیا په هغې باندې ورور ته دې علاج وکړو.

دغه وړه نجلۍ ډیره زیرکه او هوښیاره وه ، راته یې وویل ، ماماجانه! سوالګره نه یم ، نن مې مور راولیږم ویل خیر دی نن داسې وکړه ، کیدای شي څو روپۍ پیداشي.

ورته مې وویل: پلار دې چیري او څه کار کوي؟

په کمۍ ژبه یې خپله قصه راته داسي پيل کړه:
څه موده وړاندې له پیښوره مو کور دلته راغلو، هلته به مې پلار مزدوري کوله ، بس ژوند روان وو، هلته مو د خاورو کور کې ژوند کولو، خو ددې ځای په نسبت ژوند ډیر ښه تیریده.

دلته چې راغلو، پلار مې لاسي کراچۍ په ښار کې ولګوله ، کله سبزي او کله نور شیان پرې خرڅوي ، خو دومره څه نشي پیداکولی ، چې زمونږ د کور کرایه او نورې ستونزې دې پرې پوره حل شي، د ناروغیو پیسې خو بیخي پیداکولی نشي.

دغې کمکۍ نجلۍ د خبرو پرمهال زما څخه وپوښتل: ماماجانه مونږ خبر شوي یوو، چې د پیښور لاره بیا د پخوا پشان خلاصه شوه، دا ریښتیا ده؟

ما ورته وویل : نه لا هم د پاسپورټ او نورو خبرو ضرورت دی، خو د هغوی اوسني مشر ویلي چې بیرته به خلک د پخوا پشان د پاسپورټ نه بغیر تګ راتګ کوي.

زما معلوماتي خبرې لار روانې وې ، چې زما په خبرو کې راولویده او ویل یې ، ښه ښه نو کیدای شي ، څو میاشتې وخت ونیسي، ماویل ، هو شاید همداسي وشي.

پوښتنه مې وکړه ، ولي د تورخم دلارې پوښتنه کوې؟
ویل یې ، پلار مې وايي ، مزورۍ ته به هلته لاړ شم، هلته مې ملګري شته ، هغوی به راسره همکاري کوي او څه غریبي به کیږي او هغه به دلته کور ته راوړم، نو که د تګ راتګ ستونزه حل شي ، نو ډیر غټ کار به وشي.

دغې زیرکې او کمۍ نجلۍ ته مې د خپلې وسې په اندازه پیسې ورکړې ، ورته مې وویل ، خدای دې ستاسی او نورو ستونزې حل کړي.

زه چې څو قدمه مخته لاړم ، راغږ یې کړ، خدای دې تاته هم ډیرې پیسې په لاره کې یو دم درواچوي، په خندا مې ورته وویل ، ډیره مننه.

تر دفتره ورسیدم، خو د کمکۍ نجلۍ زړه دردونکې او غمجنې خبرې مې هیرې نشوې.
اخ ! په روانو حالاتو او غمجنو قصو سړی ودردیږي.
داخـــلک به ترکــومه په ستونزو کـــې ژوند کــــوي ؟
اخیر د چـــــا دلاسه ؟
ولی سوله نه راځــي؟
ولـي مـونږ تل ژاړو؟
ولي مو کوچنیان د درس پرځای سوال ته مجبوري؟؟؟