
یوه ملګري مې کیسه راته کوله، چې پخوانۍ د لنډو کیسو ټولګي مې لوستې، دومره خوند یې نه راکولو، ځکه زیاترو یې نصیحتي بڼه درلوده، مګر په دې وروستیو کلونو کې د لنډو کیسو کومې ټولګي چې لولم، سره له پیغامه له هرې جملې څخه یې خوند اخلم، ښې را باندې لګېږي، په ځان کې بدلون وینم، ډېر څه ورڅخه زده کوم.
که چېرې موږ یو چاته مخامخ ووایو چې دغه وکړه او دا مه کړه، زما له نظره، که چېرې هغه مخاطب مو د پوره حوصلې خاوند وي؛ خو راسره وبه یې مني یا به زموږ د خپګان په خاطر باندې څه نه وايي مګر ځینې کسان شته، چې خبره راسره نه مني باید هغې ته په غیرې مستقیم ډول سره خبرې وکړو د زور کار نن ورځ له چا سره نه کېږي او نه د زور وخت دی، باید له رضا یا چل او ول څخه کار واخیستل شی تر څو هغه په ځان کې بدلون رامنځته کړي.
ملګری مې ملامت نه و، چې راته ویل یې، چې د کیسو څخه مې خوند نه اخیست، ټوله نصحیتي بڼه یې درلوده له یوې مخې چاته نصیحت کول هم خوند نه کوي که چېرې موږ وغواړو په چا کې بدلون رامنځته کړو باید له چل او ول او غیرې مستقیمې لارې څخه کار واخلو.
خبره چې رانه بلې خواته ولاړه نشي، خبره مې په کیسه کې د خوند کوله، چې موږ د کیسو له لوستلو څومره خوند واخلو او څومره پکې پیغام ته پام وکړو. موږ په کیسې کې باید دواړو توکو ته پام وکړو ځکه که چېرې زموږ کیسه پیغام ولري، مګر خوند یې دومره نه وي، لوستونکی په نظر کې نه وي نیول شوی بیا زموږ کیسه نیمګړي ده او همدا رنګه که زیاته توجو مو تنها خوند ته وي بیا به مو لوستونکی غولولی وي کومه لیکنه چې په لوستونکي کې بدلون رامنځته نه کړي څه فایده؟
په وروستیو وختونو کې په لنډو کیسو کې دغه دواړو توکو ته زیاته توجو کېږي لیکوالان د کیسې د یوه ښه پیغام تر څنګ د خوندور جملو تشبیه ګانو او استعارو کنایو کارونه څخه لوستونکی خوند اخلي د هغې په ذهن کې کېني او یا یې هم فکر کولو ته اړ کوي همدا چې لوستونکی له ځانه سره واخلي د کیسې خوند بلل کیږي.
پیغام د هنرمند اصلي موخه او هدف دی، چې خلکو ته یې د خپل هنر په وسیله وړاندې کوي په کیسه کې باید پیغام موجود وي او د بې پیغامه لیکنې مثال د هغه خواړو په څیر وي چې خوند لري خو وجود ته انرژي نه ورکوي.
موږ مجبور یو چې په کیسه کې خوند او پیغام سره مکس کړو، دواړو برخو ته زیاته توجو وکړو، لیکوال باید د خپل هنر په واسطه سره په کیسه کې داسې پیغام ځای په ځای کړي چې د کیسې دخوند برخه ورڅخه بې تونمې نه شي، خو په عیني حال کې پیغام او خوند سره لازم او ملزوم دی د یو بل په نشتون کې کیسه نیګړې کېږې.
که چېر ې موږ خواړه خورو؛ خو خوړو کې مو مالګه نه وي، هېڅکله به خوند ترې وانخلو، همداسې که چېرې په کیسه کې پیغام وي مګر نور اړخونو ته یې توجو ونه کړو هېڅکله به موږ کیسه ونه لولو، کله چې کیسه ونه لوستلی شي نوڅنګه به په موږ باندې اثر وکړي؟!.