ځوانانو ته مشوره

ګرانو ځوانانو! اخلاق د هر انسان زیور دی، او ځوان چې د اخلاقو په لوړ نعمت وپوښل شي، د نعمتونو او ښکلاګانو هغه تاج ورڅخه جوړ شي، چې هر څوک یې د لاسته راوړلو کوششونه کوي، ځکه ځوانۍ په اخلاقو روښانه کيږي، نو تر ټولو لومړی باید ځوانان اخلاقي شي، کله چې ځوانان اخلاقي شول ټولنه په هغه ورځ د ارامي ساه اخلي، ځوان چې بې اخلاقو شي، ټولنې ته دومره مضر تمامېږي چې له ځان سره بلاګانې ټولنې ته راوړي، داسي بلاګاني چې وژل یي کلونه کلونه وخت نيسي.

نو ګرانو ځوانانو! تاسو ته مو توصیه ده، که دا ټولنه له بدیو ژغورئ اخلاق، اخلاق، اخلاق ولولئ او وروسته یې د تطبیق لپاره ټولې لارې چاري په ځان وکاروئ.

د اخلاقو په اړه نن له قراني اصولو دری اصول را اخلم چې ټول اخلاق ورپوري تړلي دي.
لومړی: خذ العفو: بښنه غوره کړئ! د اخلاقو لومړی قانون بښنه کول که یو څوک په عمل کې سخت او پایله کې خوږ عمل په ځان کې وغوړوي، له هر ډول سر ټمبه خلګو سره به د ګذاري کولو لپاره کوم خطر احساس نکړي.

دويم : وأمر بالعرف: ښو کارنو ته د خلګ رابلل، دا د ویم د اخلاقو زرین اصول دی، که هر څومره بد شخص سره څوک په همدې لار ولاړ شي، په ډېر کم وخت کي کولی شي نوموړی شخص له ځان سره جوړ کړي، او له بدو کړنو یې را وګرځوي.

درېیم: و أعرض عن الجاهلین: مخ واړوی له ناپوهانو، ښایي د هر بدو کړنو شخص د بدې په کولو کې جاهل وه اوسي، ځکه که یو څوک په دي پوه وي چې د دې کار څومره بدې پایلي دي، هغه کار نکوي، څه د ناپوهي جهل او څه د غفلت جهل، خو د بدو کړنو شخص په اصل کې جاهل یادولی شو، نو که څوک له قراني اصل سره سم له ناپوهانو څخه مخ واړوي، په اخر کې نوموړی کس خپله پوهیږي چې ولې خلګ راڅخه مخ ګرځیدونکي شول، نو خپله له بد کار څخه راګرځي.

همدا دری اصول باید ځوانان پخپل ځان کې تطبیق کړي، زه مطمین یم چې د ډېرو ناخوالو ور به مو بند کړی وي، او د یادو اصولو درلودنکی شخص به د اخلاقو په نعمت پوښل شوي وي.

ګرانو ځوانانو بیا هم وایم چې یوازې لوی مشکل مونږ په اخلاقو کې لرو، همدا اخلاق دي چې رسول صل الله علیه وسلم یې په اړه ویلي دي، چې د قیامت په ورځ به تر ټولو نږدی کس ماته د ښو اخلاقو درلودنکی وي.