طالب حکومت ته، د امريکا او حکومت طالب ته، د پاکستان غلام وايي، څوګ پر حقه دي؟

طالب حکومت ته، د امريکا او حکومت طالب ته، د پاکستان غلام وايي، څوګ پر حقه دي؟
ډاکټر نېک محمد ويال
په ۲۰۰۱ ز کال کې د بُن د پرېکړې او تړون مطابق، د نړيوالي ټولنې او امريکا په ملاتړ په افغانستان کې نوې اداره منځ ته راغله. د نوې ادارې په منځ ته راتګ سره افغانستان په بېلا بيلو برخو د پام وړ پرمختګونه وکړل. د زده کړو، روغتيا، ورزش، بيارغونې، د ښځو د حقوقو او فعاليت، ټېکنالوژۍ، وسله وال پوځ او ډيرو نورو برخو کې د افغان حکومتونو لاس ته روړانې د ستاينې او مثبتې ارزونې وړ دي.

په تېرو ۱۷ کالونو کې افغانستان د نړيوالې ټولنې توجه راجلب کړه، د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سياسي، ډېپلوماټيکې، اقتصادي، کلتوري او سوداګرېزې اړيکې پراخه او غښتلې شوې. د نړۍ ډيری هېوادونو افغانستان د يو خپلواکه او رسمي دولت په توګه په رسميت وپېژند.

په افغانستان کې د ۱۷ کالونو لاس ته راوړنو او پرمختګونو خوند او ورڅخه ګټه اخېستنه، جګړې، ناامنۍ او وژنو بې خونده او پيکه کړه. څه کم په تېرو دوه لسيزو کې په لسکونه زره افغانان، د حکومتي کس او سرتيری په نوم، د طالب او ترهګر په نوم او يا هم د دوی ترمنځ په ناخوالو او تاوترېخوالو کې د بې ګناه ملکي وګړو په نوم ووژل شول، ټپيان شول، ژوند يې تياره او کورنۍ يې د وير په ټغر کېنولې.

هر کله چې حکومت بمبار کوي، ځمکني عمليات تر سره کوي، ژوندي کسان نيسي؛ د ترهګر طالب، د پرديو او پاکستان د غلام په نوم پرې فتوا کوي او په دې بنسټ خپلو کړنو ته مشروعيت ورکوي. همدا ډول، طالبان او نور وسله وال مخالفين افغان حکومتونه د پرديو غلامان بولي، پر وړاندې يې چاودنې، بريدونه او وژنې د جهاد په نوم معرفي کوي او له اسلامي ليدلوري عقيدوي مشروعيت ورکوي.

حکومت په طالب او طالب په حکومت هېڅ ډول رحم نه کوي، هر څومره چې يو او بل ځپلی شي، نو صبر او حوصله ورته نه کوي. حکومت او طالب خو سره ښکر په ښکر دي، خو ترمنځ يې ملکي او بې ګناه افغانان هم خوندي نه دي پاتې، ملکي وګړي د حکومتي کسانو او طالبانو په پرتله ډېر ووژل شول، ټپيان شول، مالي زيانونه ورته ورسېدل او جوړ کورنه يې کنډواله شول.

بېچاره افغانان ولس د پردې تر شا د حکومت او طالبانو پټو دسېسو، سياسي پلانونو، د پرديو ګټو او د ده پر سر سودا ته نه دی خبر. ولس ته، که طالبان ورته جنت راوړي، نو ولس يې هرکلی کوي، خو هغه جنت نه چې دروازه يې دوزخ وي او که حکومت ورته ژوند جوړه وي، نو د وينو په سيند کې ژوند غرقېدل دي او مرګ دی.

افغان ولس يوه چيغه وهي او يوه غوښتنه لري، له حکومت او طالب څخه سوله غواړي. د ملت د سولې چيغه حکومت او طالب هم بدرګه کوي. حکومت وايي، چې سوله کوو، جګړه به بس کړو، د ورورلۍ ژوند غوره کوو، خو طالب د پرديو په لاس کې دی، مزدور دی، د بل په پار او د بل د ګټو په موخه جګړه کوي. طالب هم لسګونه ټاپي لري او په حکومت يې وهي. طالب وايي، چې حکومت د پرديو اشغال ته زمېنه برابره کړه، حکومت د امريکا په والکه کې دی، نه د سولې اختيار لري او نه هم د جګړې، ترڅو چې ورته امريکا لارښوونه او کومندا نه وي کړي.

په روانه افغان غمېزه کې، حکومت او طالب دواړه مجرمين، په ناحقه، د ملت وژنکي او د خدای پر وړاندې پړه دي. حکومت ونشو کولی، چې د خوار ولس ژوند خوندي کړي او طالب يې د ژوند اخېستلو لامل دی.

د سولې عالي شورا يو حکومتي ارګان او د قطر دفتر يو امارتي ارګان دی. دواړه ناکام او افغان ولس ته د ځواب ورکولو مسووليت لري. د سولې عالي شورا (حکومت) او د قطر دفتر (طالبانو) نه سوله رامنځ ته کړه، نه يې افغان وير ته د پای ټکی کېښود، نه يې ورور وژنه او انسان وژنه بس کړه، نه يې درد دوا کړ او نه يې هم د درد چيغه تر غوږو ورسېده.

ترڅو چې د حکومت او طالب ترمنځ جګړه کې، انسان او افغان وژل کيږي، نو له انسان او افغان څخه د ژوند حق اخلېستل کيږي او دواړه په ناحقه لار روان دي. افغان ولس ته د حکومت او طالب، د خبرو او عمل ترمنځ توپير نه دی څرګند، تاريخ به ورته وليکي، چې ۱۷ کاله افغان ولس چا ووژلو او چا وژړولو.