د واده د لومړۍ شپې په اړه، خاوند او ښځه بايد دغه لس (۱۰) ټکي هير نه کړي

د واده د لومړۍ شپې په اړه، خاوند او ښځه بايد دغه لس (۱۰) ټکي هير نه کړي
ډاکټر نېک محمد ويال
 
د اسلام مبارک دين حکم کوي، چې بالغ کسان دې نکاح وکړي، ترڅو ښځه او خاوند د يو او بل لپاره جامه شي او په ټولنه کې د فحشاء او زنا مخه ونېول شي. په اسلامي اصولو کې د واده تر سره کول د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) د يو سنت پر ځای کول دی او په واده کې د ښځې او خاوند دواړو دنيوي او اخروي نيکۍ نغښتې دي.

سپيڅلی قرآن کريم، د واده په اړه داسې اشاره کوي، "[سُوۡرَةُ الرُّوم : ۲۱] وَمِنْ ءَايٰتِهِۦٓ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِّنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوٰجًا لِّتَسْكُنُوٓا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَّوَدَّةً وَرَحْمَةً ۚ إِنَّ فِى ذٰلِكَ لَءَايٰتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ
او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چي ستاسي لپاره، همدا ستاسي له جنس څخه یې ميرمني پيدا کړې، تر څو چي تاسي له هغو سره ارام تر لاسه کړئ او ستاسې (ښځې او خاوند) په منځ کې یې مينه او خواخوږي پيداکړه. په باوري ډول پدې کې د هغو خلكو لپاره ډيرې نښانې دي، چي غور او فكر كوي."

الله تعالی په بل ځای کې فرمايي "‍(سُوۡرَةُ الفُرقان : ۵۴) وَهُوَ الَّذِى خَلَقَ مِنَ الْمَآءِ بَشَرًا فَجَعَلَهُۥ نَسَبًا وَصِهْرًا ۗ وَكَانَ رَبُّكَ قَدِيرًا
او هماغه ذات دى چي له اوبو څخه یې يو بشر پېدا کړ، بيا یې له هغه څخه د نَسَبْ او خُسرګنۍ دوې بېلابېلي لړۍ وغځولې. ستا پروردګار د ستر قدرت څښتن دى."

د اسلام خوږ پيغمبر د واده د لومړۍ شپې په اړه ډېر اداب او کارونه چې بايد تر شي، په ډاګه کړي دي. په دې لېکنه کې، د اسلامي، ټولنيز او طبي ليدلوريو په اساس د واده د لومړۍ شپې په اړه درته لس مهم ټکي په ګوته کوو.

۱- د ښځې او خاوند لومړۍ لېدنه: د اسلام مبارک دين حکم کوي، چې ښځه بايد اودس وکړي، د اسلامي قوايدو مطابق ځان سېنګار کړي. خاوند بايد په ډېره ارامه لهجه سره خپلې ښځې ته سلام ووايي، د سلام له کلمې سره بايد د ستاينې نورې کلمې تړلې نه وي. له دې وروسته خاوند بايد د ښځې ترڅنګ د کېناستو اجازه واخلي او ښځه يې بايد چوپ پاتې شي، چې چوپيتيا په خپله د خوښې او رضا په مانا ده.

۲- خاوند بايد له خپلې ښځې غوښتنه وکړي، چې دوه رکعته نفل لمونځ وکړي او دواړه خپل نوی ژوند له خدای (ج) څخه په شکر ويلو او رضايت سره پيل کړي.

۳- د نه منلو شويو ټولنيزو غوښتنې په څير، خاوند بايد د واده په لومړۍ شپه په ناوې شرطونه بند نه کړي. چې زما لپاره به دا کار کوې او دا نه، له پلار او مور سره به مې دا ډول سلوک کوي او له نورې کورنۍ سره دا ډول. ښځه او خاوند پر وړاندې اوږد او ګډ ژوند لري. دوی کولی شي، چې له يو څه بلديت وروسته د يو او بل په خوی او عادت بلد شي او په ښه ډول سره ګډ کورنۍ ژوند تنظیم کړي.

۴- د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې، د جينۍ د بکارت پرده، د نوموړې د پاکوالي او نه پاکوالي نښه ګڼل کيږي. له تېر څخه داسې باور موجود دی، چې که چېرې د لومړي ځل جنسي اړيکو په تر سره کولو سره د جينۍ د بکارت پرده څېرې شي، نو جينۍ پاکه او سپېڅلې ده او که چېرې له واده وړاندې د بکارت پرده له منځه تللې وي، نو بيا دا شک په ډاډ بدليږي، چې له واده وړاندې يې نامشروع جنسي اړيکې تر سره کړې دي.

طبي څېړونو څرګنده کړې ده، چې د بکارت پرده يوازې د جنسي اړيکو په اساس له منځه نه ځي، بلکې ډېر لاملونه شتون لري، چې د بکارت د پردې د پرېکېدو لامل شي. د بلېګې په ډول، ټوپ وهل، په بايسيکل، آس، موټر سايکل تلل، ورزش کول او ورته نورې چارې هم کولی شي، چې د بکارت پرده له منځه يوسي.

نو د خاوند لپاره اړينه ده، چې پرته د اصلي لامل له پيدا کېدو، په ښځې شک او ګمان ونه کړي او نه هم په دې کار سره خپل او د ژوند د ملګرې خوږ ژوند تياره کړي. دوی ته اړينه ده، چې د پوره باور په فضاء کې يې لامل پيدا او د حرام شک او ګمان څخه ډډه وکړي.

۴- اړينه نه ده، چې حتماً بايد جنسي اړيکې د وداه په لومړۍ شپه تر سره شي. د ښځې او خاوند د دواړو په خوښې دوی کولی شي، چې د واده په لومړۍ شپه جنسي مقاربت تر سره نه کړي.

۵- ښځه او خاوند بايد جنسي اړيکې د يوې حلالې او روغتيايي چارې په ډول سره قبولې کړي. دوی بايد داسې يو څه رامنځ ته نه کړي، د جنسي اړيکو د تر سره کولو پر وړاندې خڼد او يا ناهيلي رامنځ ته کړي.

۶- ښايي چې ښځه د لومړيو جنسي اړيکو په اړه د درد ويره ولري، نو خاوند يې بايد ورسره داسې چارې تر سره کړي، چې د نوموړي ډاډ تر لاسه کړي او ويره ورڅخه ورکه کړي. داسې هم کيږي، چې خاوند د يو شمېر ذهني او روحي فشارونه په اساس نه شي کولی، چې جنسي اړيکې تر سره کړي، نو ميرمنې يې بايد د يوې رېښتې ملګرې په ډول له خپل خاوند سره کار وکړي، ترڅو له روحي فشار يې خلاص کړي.

۷- له جنسي مقاربت وړاندې بايد جنسي هڅونه تر سره شي. جنسي هڅونه چې په انګلېسي کې ورته Foreplay وايي، د جنسي اړيکو په اړه، زړه نه زړه کېدنه، ويره او روحي فشار له منځه وړي.

۸- د ميرمنو په پرتله نارينه ډېر زر جنسي ارګازم ته رسيږي. هر کله چې خاوند جنسي ارګازم ته ورسيږي، نو بايد داسې چاره تر سره کړي، ترڅو د ميرمنې جنسي غرېزه يې هم پوره شي، يانې يوازې په خپل ځان بايد د فکر تمرکز تر سره نشي؛ په ګډ ژوند کې بايد ټولې چارې ګډې وي.

۹- له جنسي مقاربت وروسته، ښځه او خاوند بايد د شريک ژوند په اړه سره خبرې وکړي. دا د واده لومړۍ شپه ده، هڅه دې وشي، چې د نظر اختلاف رامنځ ته نشي. د وخت په تېردو سره هر څه عادي حالت ته راځي، خو پيل يې بايد مثبت وي.

۱۰- د ټول ګډ ژوند په اړه د واده لومړۍ شپه، د پرېکړې او برخليک شپه مه ټاکئ. ښايي په لومړۍ شپه تاسو د توقع خلاف ځينې کړنې تر سره شي او يا هغه څه چې تاسو يې تمه درلودله نه مو وي تر لاسه کړئ. خو پر وړاندې يې اوږد ګډ ژوند شتون لري، د يو او بل ترڅنګ درېدل ټولې ستونزې حل کولی شي.