
خوست ته د ولسمشر سفر: د ولسمشر ژمنې؛ د خوستيانو غوښتنې او نېوکې
ډاکټر نېک محمد ويال
خوست د هېواد په سويل ختيځ کې پروت ولايت دی، چې د ګاونډ او د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په پرتله يې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی. په خوست کې په بيلا بيلو برخو کې پرمختګونه شوي، چې ډېری يې په ځانګړې (شخصي) پانګه تر سره شوي دي.
د دولتي پوهنتون تر څنګ خصوصي پوهنتونونه او همدا ډول د دولتي ښوونځيو سربيره په لسګونه خصوصي ښوونځي په دې ولايت کې فعال دي.
په رسنيز ډګر کې هم، په خوست په ګڼ شمېر، انځورېزې، غږيزې، چاپي او ان لاين رسنۍ موجودې دي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوه ځله د ولسمشرۍ په ټاکنيزو منډ - رامنډو کې، خوستيانو په غوڅ اکثريت سره له نوموړي ملاتړ وکړ او رايې يې ورکړې. د ۱۳۹۳ لمريز کال په ټاکنو کې هم، خوستيانو په پراخ شمېر سره برخه واخېستله او ويل کيږي، چې د خوستيانو اکثريت رايې د ولسمشر غني په ګټه وکارول شوې.
له ۱۳۸۰ څخه بيا تر نن پورې، خوستي ولسونه د مرکزي حکومت څخه ګيله لري او په دې برخه کې د کمې پاملرنې په اساس په حکومت نيوکې کوي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، چې خوست په ډېری برخو کې پرمختګ کړی، خو دا هر څه په شخصي پانګه تر سره شوې دي.
په مرکزي حکومت کې خوستيو کدرونو ته ونډه او دندې ورکول، په کرنيزه، ښوونيزه، امنيتي، سوداګريزه او رغنيزه برخه کې، خوست ته توجه، د خوستيانو د معمول غوښتنې دي، خو په لاندې برخو کې خوستيان له مرکزې حکومت څخه ځانګړې غوښتنې لري.
۱- خوست ته برېښنا: د پخواني ولسمشر حامد کرزي له دورې څخه، له خوستيانو سره ژمنې شوې وې، چې دوی به وارداتي برېښنا څخه برخمن شي. په دې ژمنو کابو ۱۷ کالونه تېر شول، خو لا تر نن د خوست ښار دننه له ډيزلي برېښنا څخه د ټاکلو ساعتونو لپاره خوستيان برخه اخلي، د ښار په لېريو برخو او ولسواليو کې، دولتي برېښنا هېڅ شتون نه لري او خوستيانو د لمرېزې برېښنا اسنتياوې ځانونو ته برابرې کړې دي.
۲- د خوست هوايي ډګر: د نورو لويو پروژو په څېر د خوست د هوايي ډګر د پروژې پرانېسته هم، د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې تر سره شوه، ژمنې داسې وې، چې په نېږدې راتلونکي کې به، د خوست هوايي ډګر چارې بشپړې، پرانېسته به يې تر سره، کورنۍ او بهرنۍ الوتنې به له ياد ډګر پيل شي. خو د ولسمشر غني د واکمنۍ په وروستيو کالونو کې (نن ورځ) ولسمشر غني د هوايي ډګر د ځغل لېکه پرانېستله او د رادار د ودانۍ د بنسټ ډبره يې کېښوده.
ولسمشر غني نن ورځ داسې خوږې او کلکې ژمنې وکړې، چې د خوست او لوې پکتيا د ځڼغوزیو د لېږد په موخه به، د خوست - جرمني ترمنځ هوايي لار پرانيزي، خو لا ډيرې چارې پاتې دي، چې د خوست هوايي ډګر، د عادي کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره چمتو شي.
۳- د غلام خان لارې ټرانزيټ: خوست له پاکستان سره پر پوله پروت ولايت دی. د دواړو هېوادونو ترمنځ غلام خان لاره يو ښه سوداګريز بندر دی. په څو ځلې يې سروې تر سره شوې، چې ترڅو دغه لار ټرانزيټ کړي او عملاً ترې کار واخېستل شي. د غلام خان لارې په خلاصولو او ټرانزيټ کولو سره، پاکستان ته د افغانستان صادارات او له پاکستان څخه افغانستان ته واردات څو ځلې ارازنه تماميږي. خو په دې برخه کې هم، هر څه تر اوسه د کاغذ پر مخ او د ژمنو په بڼه دي.
۴- د پاچا خان پوهنتون: دوه کاله وړاندې، له خوستيان سره ژمنه وشوه، چې د پاچاخان پوهنتون به د ماسټرۍ له پروګرام سره يوځای په خوست ولايت کې جوړ شي. خوستيان چې د زده کړو لېوال دي او په دې برخه کې يې پانګونه هم په ښوونيزو مرکزونو کړي او هم يې خپلو بچيانو ته د زده کړو زمېنې په شخصي لګښت په کور دننه او بهر کې برابرې کړې دي، د پاچا خان پوهنتون په ارمان له پوهنځيو فارغيږي او يا هم د ياد پوهنتون په تمه شهادت نامې او ډېپلومونه په لاس کې ګرځوي.
۵- قومي شخړې: په خوست کې د ټولو لاسته راوړنو خوند قومي جګړو، دښمنيو، ستونزو او شخړو پيکه کړی دی. د کورنيو ناخوالو او د ځمکو پر سر خوستي ولسونه له کالونو راهيسې سره وران دي او دغه دښمۍ يې وسلوالې او د مرګ - ژوبلې له پايلو سره مل دي. مرکزي حکومت او همدا ډول د خوست ولايتي اداره د قومي شخړو په اړه تر هغه بې پروا وي، ترڅو چې دغه شخړې د وينې توېدنې تر پولو نه وي رسېدلي. کله چې شخړې په مرګ - ژوبلې بدلې شي، نو حکومت يې يوازې په لنډمهاله اوربند لاس پورې کړي، د بنسټيز حال لارې يې حکومت تر اوسه نه دي عملي کړي.
۶- د خوست - ګرديز لويه لار: دغه لارې په کالونه - کالونه وخت ونېولو او همدا ډول يې د جوړيدو قراردادونه په څو شرکتونو خرڅ او راخرڅ شول، چې په پايله کې يې د سړک د جوړيدو کيفت ټيټ او ډېر زر يې نميګړتياوې را څرګندې شوې. د خوست - ګرديز لويه لار اوس مهال يوه طرفه سړک لري، چې په منځني ډول، هره اونۍ يوه ترافيکي پېښه په کې رامنځ ته کيږي.
د خوست د پارلمان وکيلان او نور حکومتي چارواکي پر دغه لارې تګ - راتګ کوي، خو به نېګړتياوو يې سترګې پټې او ړندې دي.
له خوستيو ولسونو سره به يو ځل بيا، په راتلونکو پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو کې غوړې او خوږې ژمنې تر سره شي. هغه ورک وکيلان او حکومتي چارواکي، چې له تيرو ټاکنو را وروسته يې له خوستيانو څخه څېرې هم هيرې شوې دي، بيا به راپيدا او د خوستيو ولسونو، درد ته به د دوا نسخې د ژمنو په بڼه وليکي، خو په پايله به يې هغه څه وي، چې په تېرو ۱۷ کالونو کې د ياد ولايت له خلکو سره تر سره شول.
د خوست مېشتو هوښياري به دا ځل په دې کې وي، چې له ټاکنو وړاندې د شويو ژمنو د عملي کېدو پوښتنې وکړي او د راتلونکو هوايي ژمنو په پار تضمين واخلي.