ولسمشر له خوستوالو سره څه وکړل؟

خوست به له جرمنيوالو سره مرسته و کړي چې د نړۍ لومړۍ درجه کیفیت لرونکي ځلغوزي وخوري.
د دوشنبې په ورځ خوست ته د ولسمشر غني سفر د جرمني او خوست ترمنځ د هوايي لارې د پروازونو په موخه د هوايي ډګر پرانیستلو، اروپا ته د خوست د باکیفیته او نوموتو ځلغوزیو د صادراتو، د خوست لپاره له پکتیا ولایت څخه د برېښنا د لېږد د پروژې چې تر ۱۳۰۰۰ زیات کورنه به روښانه کړي، د رادار سېستم د فعالېدو د اطفایې د ودانیو او د هوايي ډګر لپاره د لارو د جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودې.

د ولسمشر ماڼۍ د خبر پاڼې له مخې "د خوست د هوايي ډګر رنوې ۲۶۶۴ متره اوږدوالی او ۴۵ متره پلنوالی لري چې تر ۷۲۹ مېليونه افغانيو زیات لګښت پرې شوی دی."

همدا ډول د ۱۲،۷ میلیونه ډالرو په ارزښت د خوست ولايت د برښنا د لېږد په شبکې د هم لګښت راځي چې په دوو کلونو کې به یې چارې بشپړې شي.

همداراز د جمهور رييس له قوله ویل شوي، هیله ده چې د خوست هوايي ډګر د ټولې لویې پکتیا لپاره د هوايي مسیر مرکز شي.

که د خوست ولایت جغرافیوي حالت ته وکتل شي، د لویې پکتیا په منځ کې یعنې د ځلغوزیو د اصلي سرچینو په منځ کې د مرکزیت ارښت لري.

خوست، پکتيا او پکتيکا د افغانستان له هغو سيمو بلل کېږي چې د جلغوزيو خورا پرېمانه ځنګلونه لري او هر کال لس ګونه زره ټنه جلغوزي ترې صادرېدای شي. خو له بده مرغه دغه جلغوزي به پاکستان او له هغه ځايه بيا نورې نړۍ ته صادرېږي او د پاکستان په نوم یې صادروي.

د جلغوزیو کاروباریانو په تېرو څو کالو کې د پاکستان له دا ډول مداخلې ډېر سر ټکاوه چې د دوی په اقتصادي چارو یې بدې بلاوې راوستې دي، دوی به انګېرله چې د هېواد په داخل کې ورته د وچو مېو لپاره مناسب بازار نشته او پاکستان چې په کوم ډول وغواړي د دوی مېوې په ټیټه بیه اخلي او بیا یې په خپل نوم نړۍ ته په لوړه بیه صادروي. دا نو هغه تېری و چې نه یوازې د افغان تاجر په زړه يې پولۍ درولې وې، ورسره یې د هېواد په اقتصادي او او کرنیز سېستم هم خپل اغېز ښینده. سږکال چې په جلغوزیو زیاتوالی راغلی، دا دی حکومت هم د خوستوالو غوښتنو ته لبیک ووایه.

خوستوالو د ملي یوالي له حکومت څخه غوښتي وو چې دوی ته دې په خوست کې ملکي هوایي ډګر جوړ کړي، ورته دې کورونه د وراداتي برېښنا له امله روښانه کړي او همدا راز دې د وچو مېو لپاره د مناسب بازار د جوړولو تر څنګ له پاکستان سره ترانزېټي لاره جوړه کړي.

د غلام خان بندر له لارې که له پاکستان سره راکړه ور کړه پیل شي، له خوست څخه تر واڼا، ګومل، ژوب او تر کوټې او ګوادر پورې ونښلول شي، کراچۍ او ګوادر ته به د افغان تاجرانو لپاره ډېره لنډه، کملګښته او مفیده لار وي.

همداراز که خوست ولایت له دلارام سره ونښلول شي؛ افغان او په ځانګړي ډول خوست مېشته پانګوال به کراچۍ، ګوادر او چاه بهار سره تجارتي اړیکې پیدا کړي.

که څه هم د ولسمشریزه په تېرو ټاکنو کې له خوست ولایت سره ډېرې ژمنې شوې وې او په ډېرو کې لا اوس هم حکومت بریالیتوب نه دی توانېدلی؛ خوست ته د ولسمشر غني او دا وروستۍ څو تاریخې کړې نې یې د ستایلو وړ دي.

د جلغوزیو له صادراتو سره به یې د کاروباریانو هغه اندېښنې چې بیه یې ارزانه ده، مناسب بازار ورته نشته، پاکستان ترې د ځان په ګټه استفاده کوي او لرګي یې په وزارتونو او نورو ادارو کې سوځول کېږي، له نځه ولاړې شي، که بیه لوړه شي، د نورو ونیو په کېنلو کې به لویه پکتیا بېساری پرمختګ وکړي، وبه کولای شي چې د کاري زمینې په برابرولو کې د امنیت په خونديتوب کې مثبته پایله ورکړي.

په ټوله مانا د خوست او بیا د لویې پکتیا لپاره به طلایي ارزښت ولري، هیله ده ولسمشر دا ډول سفرونه د هېواد نورو او په ځانګړي ډول د لویې پکتیا ولایتونو ته بیا بیا وشي او هغه ستونزې چې دغه محروم ولسونه یې لري اوراې شي.